تازه خبرونه

آسټرالیایي سرتېري د طالب مصنوعي پښه د څښاک لپاره کارولې – ګاردین

Published

on

(Last Updated On: )

د انګلستان ګاردین ورځپاڼې د ۲۰۰۹ کال د یوه لوړپوړي آسټرالیایي پوځي چارواکي داسې انځور خپور کړی، چې د روزګان په یوه پوځي اډه کې د وژل شوي طالب پښه یې د څښاک لپاره خولې ته پورته کړې ده.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې آسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال 39 ملکي وګړي او طالب بندیان وژلي دي.

 دغه خپور شوی انځور، چې د روزګان ولایت د ترینکوټ د آسټرالیايي پوځي اډې دننه په یوه نارسمي بنډار کې اخیستل شوی؛ ښيي، چې یو آسټرالیایي سرتېری د وژل شوي طالب له مصنوعي پښې څه شی څښي.

یو بل انځور هم  ښیي، چې دوه نور آسټرالیایي سرتېري د وژل شوي طالب له مصنوعي پښې سره نڅا کوي.

د ګاردین ورځپاڼې خپاره شوي انځورونه ثابتوي، چې له پښو هم د څښاک د وسیلې په توګه کاراخیستل  شوی دی.

د دغه راپور له مخې؛ د آسټرالیا لوړ پوړیو چارواکو هم د دغه هېواد د ځواکونو کړنې زغملي او له پامه غورزولي دي.

یوه پخواني آسټرالیایي سرتېري ګارډین ته ویلي؛ هلته، چې وسلې خوندي کېدې، دا پښه هم ساتل شوې او کله نا کله د څښاک د وسیلې په توګه کارېده.

دغه سرتېري زیاته کړې، چې لوړ پوړيو قومندانانو هم له دې پښې لیدنه کړې او دا، چې د څښاک د وسیلې په توګه کارېده هم خبر دي.

ګارډین په ډاګه کړې، چې په اسټرالیایي ټولنه او رسنیو کې هم داسې ګنګوسې شته، چې لوړ پوړیو چارواکو هم  دا پښه د څښاک د وسیلې په توګه کارولې ده.

ګارډین دا هم ویلي؛ دغه انځورونه او پېښې له اصولو او اخلاقو څخه د سرتېرو او پوځي چارواکو بې پروایي ښیې.

Trending

Exit mobile version