لوبی
آسټراليا افغان لوبډلې ته پر ماتې ورکولو درېيم مقام خپل کړ

(Last Updated On: )
د ۲۰۲۲ کال له ۱۹ کلونو څخه د ټیټ عمرو لوبډلو په نړیوال جام سیالیو کې د جمعې پر شپه د آسټرالیا کرکټ لوبډلې افغانستان ته پر دوه ویکټو ماتې ورکړه.
د آی سي سي په اړوند نړیوال جام سیالیو کې آسټرالیا درېیم مقام خپل کړ او افغانستان څلورم شو.
افغانستان لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړیو له سوځېدو سره یې مقابلې لوبډلې ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه؛ اعجاز احمدزي تر ټولو ډېرې ۸۱ منډې وکړې او دغه راز د افغانستان لپاره سليمان ساپي ۳۷ او محمد اسحاق ۳۴ منډې ترسره کړې.
دغه راز سليمان ساپي درې، شاهدالله او نوراحمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د دوه نورو سياليو پايلوبه نن د فبرورۍ پر پېنځمه د هند او انګلنډ تر منځ کېدونکې ده.