لوبی
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
آریانا ټلویزیون خپلو مینهوالو ته زیری ورکوي، چې د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو د خپراوی قانوني او ځانګړې حق یې ترلاسه کړی او له ژمنې سره سم به د هېواد هر کور ته دا نړیوالې سپورټي سیالۍ رسوي.
آریانا ټلویزیون یو ځل بیا د کرکټ له نړیوالې شورا سره په ګډه کار کړی، چې خپله دا هڅه شونې کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا چارواکو د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړه؛ دوی ژمن دي، چې په ټول افغانستان کې خلک دې نړیوالو سپورټي پېښو ته له لاسرسي بې برخې نشي.
دا د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام نهم پړاو دی، چې د امریکا او کارابین پر کوربتوب به ترسره شي.
دغه سپورټي سیالۍ به د جون له لومړۍ څخه تر نههویشتمې پورې د ۲۰ بېلابېلو لوبډلو په ګډون ترسره شي.
د دې سیالیو د لومړي پړاو لپاره ۲۰ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي او هره لوبډله به د خپل ګروپ له نورو غړیو سره لږ تر لږه څلور لوبې کوي.
د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې بیا Super 8s پړاو ته ځي او د هر ګروپ درې لوبډلې له لوبېدا پاتې کیږي.
په Super 8s پړاو کې پاتې اته لوبډلې پر دوه نورو ګروپونو وېشل کیږي او لوبډلې باید نیمه پایلوبې ته تر رسېدو پورې د خپلو ګروپي سیالانو پر وړاندې درې لوبې ترسره کړي.
د Super 8s د هر ګروپ د دوه غوره لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې پړاو ترسره کیږي، چې ګټونکي به بیا د جون پر نههویشتمه په بارباډوس کې یوازنۍ پایلوبې ته لار ومومي.
د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د سیالیو د ترسره کېدا ځایونه
د سیالیو په بهیر کې به د امریکا درې او د کارابین شپږ ځایونه وکارول شي.
شپاړس سیالۍ به په لاډرهیل، ډالاس او نیویارک کې ترسره شي. د هند او پاکستان تر منځ زړهراکښونکې لوبه به د جون پر نهمه د نیویارک د لانګ آیلینډ د ناساو په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
څلورڅلوېښت سیالۍ به د شپږ بېلابېلو هېوادونو ترمنځ په کارابین او نیمه پای لوبې به په ټرینیډاډ، ټوباګو او ګویان کې ترسره شي.
هره لوبه، چې مساوي پای ته ورسیږي؛ یو سوپر اور به ترسره او که سوپر اور هم مساوي شي، نو تر هغې به نور سوپر اورونه ترسره کیږي، چې یو ګټونکی معلوم شي.
د نیمه پایلوبې او پایلوبې د سیالیو د غوراوي او ترسره کېدا د بشپړ ډاډ لپاره پوره وخت لرو.
آریانا ټلویزیون به دا سیالۍ ځانګړې او ژوندۍ خپروي او د سیالیو خبرونه او معلومات هم په منظم ډول خپریږي؛ ځکه، نو د تازه معلوماتو لپاره د دې اوبپاڼې لیدل مه هیروئ.
لوبی
د فوټسال نړیوال جام په حذفي پړاو کې وینزویلا له اسپانیا او پاراګوای له افغانستان څخه سیالي وګټله
د نن ورځې (پنجشنبې) په لوبو کې به مراکش له ایران او پرتګال به له قزاقستان سره مخامخ شي.
وینزویلا د چارشنبې پر شپه په ازبکستان کې د فوټسال نړیوال جام د سیالیو د ترسره کولو پر مهال ستر تاریخي ګام پورته کړ او اسپانیا ته یې ۲-۱ پر توپیز ماتې ورکړه.
پاراګوای هم پخپل وار له افغانستان څخه لوبه ۳ – ۱ پر توپیر وګټله.
د افغانستان لپاره یوازنی ګول حمید رضا حسیني وواهه.
وینزویلا او پاراګوای اوس د ۸ لوبډلو پړاو ته لار ومندله.
که څه هم پاراګوای د افغان لوبډلې لخوا د ماتې په درشل کې وا؛ خو په اضافي وخت کې یې دوه ګولونه وکړل او لوبه یې وګټله.
د نن ورځې (پنجشنبې) په لوبو کې به مراکش له ایران او پرتګال به له قزاقستان سره مخامخ شي.
په ټول افغانستان کې د فوټسال مینهوال کولی شي دا لوبې له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې نن شپه له پاراګوای سره مخامخ کیږي
پاراګوای اووه ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی او د نړۍ پر کچه دیارلسم ځای لري.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به نن چارشنبه ( د تلې څلورمه ) د لوبډلو د سیالیو په بل پړاو کې له پاراګوای سره مخامخ شي.
پاراګوای اووه ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی او د نړۍ پر کچه دیارلسم ځای لري.
افغانستان د فیفا په درجه بندۍ کې د دېرشم ځای لرونکې لوبډله ده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه به نن شپه د افغانستان پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ د تاشکند په هوما آرینا لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان بریالی شو، چې له سي ګروپ څخه د درېیمې غوره لوبډلې په توګه بل پړاو ته لار پیدا کړه؛ خو له ای ګروپ څخه پاراګوای د لومړۍ لوبډلې په توګه د دې پړاو سیالیو ځان رسولی دی.
دواړه لوبډلې د فوټسال نړیوال جام له پیل مخکې په تاشکند کې ۲-۲ دوستانه لوبېدلي دي.
افغانستان، چې د فوټسال د نړیوال اتل ارجنټاین پر وړاندې یې ښه لوبه وکړه؛ هیله من دی، چې دا لوبه وګټي او د نړۍ ۸ غوره لوبډلو ته لار ومومي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د دې نړیوال جام ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او قانوني بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
د افغانستان اتلان له سویلي افریقا څخه د سیالیو له ګټلو وروسته کابل ته راستانه شول
افغانستان دغه لړۍ ۲ـ۱ وګټله؛ دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډلې نه یوازې د سویلي افریقا پر وړاندې یو ورځنی لوبلړ وګاټه، بلکې د ICC په درجه بندۍ کې د پېنځه مخکښو لوبډلو پر وړاندې د لړۍ لومړۍ بریا یې هم خپله کړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اتلان د سویلي افریقا پر وړاندې د تاریخي یو ورځنیو سیالیو له ګټلو وروسته نن سهار کابل ته راستنه شول.
افغانستان دغه لړۍ ۲ـ۱ وګټله؛ دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډلې نه یوازې د سویلي افریقا پر وړاندې یو ورځنی لوبلړ وګاټه، بلکې د ICC په درجه بندۍ کې د پېنځه مخکښو لوبډلو پر وړاندې د لړۍ لومړۍ بریا یې هم خپله کړه.
سویلي افریقا په درېیمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو هدف تر لاسه کړ.
افغانان د ICC د نرینهوو د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې نهم ځای لري، چې د ۸۲ نمرو پر لرلو له بنګله دیش (۸۶) څخه وروسته دی.
افغانستان د فبرورۍ په نیمایي کې له اسټرالیا او انګلستان سره یو ځل بیا د اتلولۍ په ګروپ کې له جنوبي افریقا سره مخامخ کیږي.
-
تازه خبرونه5 days ago
ایران له افغانستان سره پر پوله له ۱۰ کیلومټره ډېر دیوال غځولی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران سپاه پاسداران پر حزب الله له برید وروسته پر مخابراتي وسایلو بندیز ولګاوه
-
لوبی4 days ago
د افغانستان اتلان له سویلي افریقا څخه د سیالیو له ګټلو وروسته کابل ته راستانه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر د افغانستان په اړه له تاجکستان سره پر ګډو همکاریو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی3 days ago
افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې نن شپه له پاراګوای سره مخامخ کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
تاجکستان د نړۍ له هېوادونو څخه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
مونږ د افغانستان په اړه عملي تګلارې په پام کې نیولي – ازبکستان
-
تازه خبرونه2 days ago
د امریکا ولسي جرګې له افغانستان څخه پر ناسمو وتلو بایډن او هریس پړه وګڼل