لوبی
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۱ نړیوال جام لوبو د خپرولو حق ترلاسه کړ

د آریانا نړیوالې شبکې په رسمي بڼه د ۲۰۲۱ کرکټ نړیوال جام د ۲۰آوره لوبو د خپرولو حق ترلاسه او پېرلی دی.
دا سیالۍ تېره یکشنبه (د اکتوبر پر ۱۷ ) پیل شوي او د نومبر تر ۱۴ به روانې وي.
له نن چارشنبې وروسته به هره ورځ دا سیالۍ د آریانا نړیوالې شبکې لخوا د افغانستان په جغرافیه کې خپریږي.
د آریانا ټلویزیون له لوري د یوې اوونۍ لپاره د دغو سیالیو ژوندۍ خپرونو ته د کابل پر وخت لاندې مهالوېش ټاکل شوی دی:
چارشنبه:
نامیبیا د نیډرلینډ پر وړاندې؛ له ماسپښین وروسته ۲:۳۰
سریلانکا د ایرلینډ پر وړاندې؛ د ماښام ۶:۳۰
پنجشنبه:
بنګله دېش د پاپوآ نوې ګینا پر وړاندې؛ له غرمې وروسته ۲:۳۰
عمان د سکاټلینډ پر وړاندې؛ د ماښام ۶:۳۰
جمعه:
نامیبیا د ایرلینډ پر وړاندې؛ غرمه ۲:۳۰
سریلانکا د نیډرلینډ پر وړاندې؛ ماښام ۶:۳۰
شنبه:
آسټرالیا د سویلي آفریقا پر وړاندې؛ ماسپښین ۲:۳۰
انګلستان د ویسټ انډیز پر وړاندې؛ ماښام ۶:۳۰
د یادونې ده، چې له دې مخکې هم آریانا نړیوالې شبکې هېوادوالو ته د بېلابېلو سترو سپورټي سیالیو په ګډون د نړیوال جام، د دوبي او ژمي المپیک لوبو او د نړۍ فوټسال سیالیو د قانوني خپرلو حقوق هم پېرلي وه.