لوبی
آریانا تلویزیون له ۸ کلونو راپدیخوا نړیوالې سپورتي لوبې خپروي
له اته کلونو راپدیخوا آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې (ATN) پر پوره ډاډ د نړۍ د سپورت بېلابېلې لوبې په افغانستان کې د میلیونونه مینه والو کورونو ته راوړي دي.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د لوبو لیدونکيو تېره میاشت له دمې پرته شاوخوا څلور اوونۍ بېلابېلې سیالۍ ولېدلې؛ د هیلو، ولولو، خفګانونو، حیرانتیاوو، خوښیو او د لوبډلو د وتلو شاهدان شول.
وروستۍ لوبه، چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د ارجنتاین او فرانسې ترمنځ ترسره شوه ورسره په تاج یا جام کې شته ګاڼه په ډاګه شوه او له شک پرته دا د نړیوال جام ترټولو غوره پایلوبه وه، چې ATN خپره کړه او په ټول هېواد کې یې مینه والو ته هره په زړه پورې شېبه د هرې کورنۍ تر کوره په ژوندۍ بڼه راورسوله.
روان ۲۰۲۲ ز. کال په حقیقت کې د آریانا تلویزیون مینه والو ته یو ښه کال و. د دې کال په دوه یمه نیمایي کې ATN د سپورتي هڅو درې لویو پېښو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړل:
لومړی د آسیا کرکت شورا د آسیا کپ شل آوریزې سیالۍ وې، چې د اګست له ۲۷ څخه د سپتمبر تر ۱۱ پورې ترسره شوې.
دغه سیالۍ د سریلانکا پر کوربتوب وې؛ خو په عربي متحده اماراتو، دوبۍ او شارجه کې ترسره شوې او دا لوبې په افغانستان کې له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېدې.
د سپورت دوه یمه لویه پېښه، چې ATN د مینه والو تر کورونو ورسولې؛ د سږکال ICC T20 نړیوال جام و، چې د اکتوبر له ۱۶ څخه د نومبر تر ۱۳ پورې په آسترالیا کې ترسره شو.
دا د نړۍ په کچه د سپورت یو بل څلور اوونیز پړاو و، چې د ATN لخوا په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وړاندې شو.
درېیم او وروستۍ ګاڼه یي هغه جام و، چې قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام نومول شوی او د نومبر له ۲۰ څخه د دسمبر تر ۱۸ پورې بریالی او له ولولو ډک ترسره شو.
افغانان له کرکت او فوتبال سره مینه لري او د نږدې درې میاشتو په بهیر کې یې په ژوندۍ بڼه نړیوالې لوبې له ځنډ پرته خپرې کړې؛ میلیونونو هېوادوالو ته یې د هیلو، لیوالتیا او خوښۍ زیري وړاندې کړل.
د کرکت مینه وال خوږیاڼي په فیسبوک کې د ۲۰ آوریز نړیوال جام پر مهال څرګنده کړې: له آریانا څخه مننه، چې زما کورنۍ یې ډېره خوشحاله کړه او مونږ د کرکت دا لوبې ګورو.
احمدي، یو بل مینه وال دی، چې د ارجنتاین فوتبال لوبډلې له لوري یې د جام ترلاسه کول په فیسبوک کې ستایلي او څرګندوي: له آریانا مننه! تا زما اتل لیو میسي ان زما تر کوره راوست.
دا د هغو سلګونه زره مینه والو څخه یوازې دوه دي، چې په تېرو څو میاشتو کې یې په پرلپسې توګه یې له آریانا تلویزیون څخه خوښۍ او منندویۍ وړاندې کړې دي.
آریانا نړیوالې شبکې له ټولو غوره ستاینه دا ده، چې د نړۍ په کچه د سیالیو پر پېژندلو یې ملت ته د خوښۍ روحیه ورکړه.
همدا لامل دی، چې ATN غواړي په ۲۰۲۳ کال کې د نورو سپورتي پېښو د خپرېدا حق هم خوندي او د افغانستان مینه والو ته یې وړاندې کړي.
په ۲۰۱۴ ز. کال کې مونږ خپلو لیدونکیو ته د برازیل ۲۰۱۴ فیفا نړیوال جام تر کورونو راوړ او بیا مو په رایو کې د ۲۰۱۶ المپیک لوبې، چې ورپسې د فیفا نړیوال جام ۲۰۱۸ په روسیه کې ترسره شو؛ بیا د افغانستان غوره لیګ ۲۰۱۹؛ بیا د هند غوره لیګ ۲۰۱۹ او په ۲۰۱۹ کې د پاراګوای فوتبال ساحل نړیوال جام، چې لیدونکي یې له لیدنې او نندارې برخمن کړل.
په ۲۰۲۰ ز. کې د کرونا ناروغۍ په سپورتي اړوند ډګرونو کې یو ځنډ رامنځته کړ؛ خو په ۲۰۲۱ کې د محدودیتونو له څه نا څه پورته کېدو سره ATN درې مهمې پېښې؛ د توکیو اولمپیک لوبې ۲۰۲۰ چې په حقیقت کې د ۲۰۲۱ په جولای کې ترسره شوې وې؛ د ICC T20 نرینه وو نړیوال جام ۲۰۲۱ او د فوتسال نړیوال جام ۲۰۲۱ سیالۍ خپرې کړې.
سږکال، ۲۰۲۲ د آریانا لپاره یو زړه راکښونکی کال و؛ محدودیتونه چټک پورته شول او خلکو د سپورت نړۍ ته بیا مخه کړه. د قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام، د ICC T20 د نرینه وو نړیوال جام ۲۰۲۲؛ د آسیا جام ۲۰۲۲؛ د آسیا لمانز لړۍ ۲۰۲۲؛ د بیجینګ ۲۰۲۲ ژمني المپیک لوبې او د ۲۰۲۲ کال د هند غوره لیګ سیالۍ خپرې شوې.
ATN په پام کې لري، چې خپلو لیدونکیو ته په ۲۰۲۳ ز. کال کې د سترو سپورتي پېښو ډېرې ژوندۍ خپرونې د امکان تر حده افغان مینه والو تر کورونو راورسوي؛ ځکه، نو دا سرچینه د خبرتیاوو، مهالوېشونو او همدارنګه د پړاوونو او پایلو لپاره وګورئ.
لوبی
نن د ۲۰۲۴ ابوطبي ۱۰ اوریز کرکټ اتم پړاو لیګ پیلیږي
د دې سیالیو په اتم پړاو کې د لومړي ځل لپاره په عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو کې دوه افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي او رحمان الله ګربز لوبډلمشري کوي.
نن پنجشنبه ( د لیندۍ لومړۍ / د نومبر یوویشتمه ) متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د ۲۰۲۴ کال ۱۰ اوریز کرکټ سوداګریز لیګ پیلېږي، چې ۲۳ افغان لوبغاړي هم په کې دي.پیلیږي.
د دې سیالیو په اتم پړاو کې د لومړي ځل لپاره په عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو کې دوه افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي او رحمان الله ګربز لوبډلمشري کوي.
په دغه لیګ ګې د نړۍ د نورو هېوادونو لسګونه لوبغاړي هم لوبېږي.
د لیګ وروستۍ لوبه د ډسمبر پر دوهیمه ده.
محمد نبي، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او اعجاز احمدزی د عجمان بولټز او رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مسعود ګربز، فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د آپ نوابز په لوبډلې کې دي.
مسعود ګربز د رحمان الله ګربز ورور دی او د افغانستان په داخلي لوبو کې لوبېږي. فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د افغانستان د الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) غړي دي.
نور افغان لوبغاړي کریم جنت، قیس احمد، شرف الدین اشرف او حمزه هوتګ د موریسویل سامپ ارمي؛ راشد خان، حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد د بنګله ټایګرز او نوین الحق او فضل حق فاروقي د ډیلي بولز په لوبډلو کې لوبېږي.
همدغه راز نور احمد لکڼوال او الله محمد غضنفر په ابوظهبي او عظمت الله عمرزی، فرید ملک او ضیاء الرحمن د نارترن واریز د لوبډلو غړي دي.
د دغه لس اوریز لیګ په درې نورو لوبډلو چینای براېف چاګوارز، نیویارک سټرایکرز او ډکن ګلاډیټرز کې کوم افغان لوبغاړی نشته.
د کرکټ نړیواله شورا د کرکټ درې رسمي بڼې لري، چې شل اوریزې، یوه ورځنۍ او د ټست لوبې دي.
۱۰ اوریز لیګ هرکال کېږي؛ خو تر دې دمه رسمي بڼه نلري.
نن به درې لوبې ترسره شي.
د یادونې ده، چې دا لیګ نن ( پنجشنبه د لیندۍ لومړی ) د ماسپښین ۳ بجې پر ژوندۍ او قانوني بڼه له آریانا راډیو او ټلویزیوني شبکې څخه خپریږي.
لوبی
د پاکستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې افغان لوبدلې ته ماتې ورکړه
دا لوبه نن (چارشنبه) د متحده عربي اماراتو پر کوربتوب ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د درې اړخیز لوبلړ د یو ورځنیو لوبو په درېیمه لوبه کې د پاکستان پر وړاندې د ۱۳ منډو پر توپیر ماتې وخوړه.
دا لوبه نن (چارشنبه) د متحده عربي اماراتو پر کوربتوب ترسره شوه.
په دې لوبه کې د پاکستان لوبډلې په ۴۹.۴ اورونو کې افغانستان ته د ۲۴۴ منډو هدف وټاکه.
د هېواد کرکټ لوبغاړو پر ۲۳۱ منډو له ډګره وویستل شول او د سیالې لوبډلې د ټاکلي هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل.
د کرکټ ملي لوبډلې تېره اوونۍ په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې خپله دوهیمه لوبه د ۱۶۹ منډو پر توپیر ګټلې ده.
افغانستان به د نومبر پر څلیریشتمه د متحده عربي اماراتو له ۱۹ کلنو لوبډلې سره لوبه وکړي.
د یادونې ده، چې د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر میاشتې پر شپږویشتمه ترسره کېږي.
لوبی
د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۹ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو پر سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان کرکټ ۱۹کلنو ملي لوبډلې په دبۍ کې د درې اړخیزو سیالیو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۹ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو پر سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.
فیصل خان ۱۵۶ او لوبډلمشر محبوب خان ۱۴۱ منډې جوړې کړې.
د اماراتو لوبډلې په ۴۵.۴ اورونو کې د ۱۹۰ منډو پر جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بریالۍ نشوه، چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.
دا په دې درې اړخیز لوبلړ کې د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې دوهیمه بریا ده.
د یادونې ده، چې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
-
لوبی4 days ago
آریانا تلویزیون د ابوظبي ۱۰ اوریز کرکټ لیګ سیالۍ خپروي
-
تازه خبرونه5 days ago
په افغانستان کې مو د ځانګړي ځواک د نیولو موضوع تر څار لاندې ده – کاناډا
-
سوداگري5 days ago
په کابل کې د کمبل جوړولو کارخونه پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
عباس عراقچي په م.م کې د ایران له سفیر سره د ایلان ماسک لیدل رد کړل
-
نړۍ3 days ago
د لبنان حزب الله له اسرائیلو سره د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ومانه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
هند د سوپرسونیک توغندي بریالۍ ازموینه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
په بُن او برلین کې د پخواني حکومت دوه ډیپلوماټان ګوښه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
په پاکستان کې د یوې چاودنې له کبله ۱۵ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې