لوبی
آریانا تلویزیون د ۲۰۲۲ کال د بیجینګ ژمني المپیک لوبو د خپرولو حق خپل کړی

آریانا تلویزیون د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د بیجینګ ژمني المپیک لوبو د ژوندۍ خپرولو حق ترلاسه کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ د چين د ولسمشر شي جين پينګ به د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د بېجينګ ژمنيو اولمپيک لوبو په پرانيستونکیو مراسمو کې ګډون وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ويلي؛ ولسمشر به د دولتونو مشرانو او د حکومتونو او نړیوالو ټولنو استازیو ته ښه راغلاست ووایي.
په دې مراسمو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په ګډون د نړۍ یو شمېر مشران او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوونیو ګوترش هم ګډون وکړي.
دا لوبې سبا مازیګر ۴ بجې د فبرورۍ پر ۴ پیلیږي او د همدې میاشتې تر شلمې به روانې وي.
د بیجنګ دغه ژمنۍ اولمپیک لوبې به هره ورځ له آریانا ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي؛ ځکه، چې یوازې آریانا ټلویزیون یې د نشر حق ترلاسه کړی دی.
د پاراولمپیک لوبې به هم د مارچ پر څلورمه پیل شي او تر ۱۳ به روانې وي.
بېجينګ په نړۍ کې لومړی ښار دی، چې د ژمنيو او دوبنيو اولمپيک لوبو کوربتوب کوي.