Connect with us

لوبی

آریانا تلویزیون د نوي ۲۰ اووریز لیګ د تولید او خپراوي حقونه خپل کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

آریانا تلویزیوني شبکې (ATN) د نوي کورني ۲۰ اووریز کرکت لیګ سیالیو د تولید او خپراوي حقونه ترلاسه کړل.

دغه سیالۍ په کابل کې ترسره کیږي.

د کابل غوره لیګ یا KPL 2023 په نوم نوی کورنی لیګ به په ایوبي سپورتس کمپلیکس کې ترسره شي او په پیل کې به یې پېنځه لوبډلې ګډونوال وي.

د نورو لیګونو په څیر، د لوبغاړیو د خونديتابه لپاره هره لوبډله اړه ده، چې د مسودې په لاسلیک کې برخه واخلي.

د دې پړاو په بهیر کې به غوره څلور لوبډلې لوبې کوي؛ لومړی به پلی آف او بیا فاینل ته ځي. د لوبډلو شمېر ممکن له سیالیو مخکې بدل شي.

هره لوبډله به ۱۶ لوبغاړي ولري او سیالۍ به د هر کال په جولای میاشت کې لږ تر لږه اته ورځې ترسره کیږي.

آریانا تلویزیون د سیمه ییز کرکت د ودې لپاره د دغو سیالیو د فلم، تولید او خپریدو حق اخیستی، چې د لوبغاړیو د مهارتونو په لوړولو کې به ډاډمنه مرسته وکړي.

دغه لیګ به د روان کال د جولای له ۲۴ نېټې څخه د اګست تر ۲ نېټې پورې روان وي، چې په یوه ورځ کې به دوه سیالۍ ترسره کیږي او دواړه به ATN خپروي.

دغه راز به دا سیالۍ پر دیجیتلي بڼه هم خپریږي.

د لوبډلو د بشپړ جوړښت او د سیالیو د مهال‌وېش جزئیات به د سیالیو له پیل څخه مخکې خپاره شي. تر اوسه د کابل زلمي، اباسین هنترز، پامیر ستارز، شاهین الوین او شمشاد ایګل لوبډلو ته امتیازات ورکړ شوي دي.

په هرصورت، آریانا تلویزیون او آریانا نیوز به د لیګ سیالیو وروستي خبرونه له ټولو کرکت مینه والو سره شریک کړي.

اوس‌مهال د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي مهمې لوبې په آریانا تلویزیون کې خپریږي، چې پای لوبې ته یې څو ورځې پاتې دي.

تر ټولو غوره پر لاره دي:

د کابل غوره لیګ له پرانستې وروسته د آریانا تلویزیون په راتلونکیو خپرونو کې د آسیا جام سیالیو سیالۍ شاملې دي، چې په دواړو ډولونو، یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو کې ترسره کیږي.

دا سیالۍ به د سپتمبر په میاشت کې پیل شي او پر ژوندۍ بڼه به خپرې شي.

په ۱۹۸۳ ز.کال کې کله، چې د آسیايي هېوادونو ترمنځ د کرکت آسیايي شورا جوړه شوه؛ د ODI یا یو ورځنیو سیالیو لومړی پړاو په ۱۹۸۴ ز.کال کې ترسره شو، چې په کې د هند، پاکستان او سریلانکا درې واړو لوبډلو برخه اخیستې وه. ۲۰ آووریزې لوبې په ۲۰۱۶ ز. کال کې رامنځته شوې.

د سږنيو سیالیو لپاره ګروپونه او فارمیتونه د ۲۰۲۳ ز. کال د جنورۍ پر ۵ اعلان شول او شپږ لوبډلې په دوه ګروپونو ووېشل شوې.

ټولټال ۱۳ لوبې ترسره کیږي، چې په کې ۶ لیګ لوبې، ۶ غوره څلور لوبې او یوه فاینل شامل دي.

په الف ګروپ کې هند، پاکستان او نیپال او په ب ګروپ کې دفاعي اتل سریلانکا له بنګله دیش او افغانستان سره دي.

له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې به غوره څلورو ته لاړ شي او له هغه ځایه به دوه غوره لوبډلې په فاینل کې له یو بل سره لوبه وکړي.

سږ کال د کرکټ نړیوال جام د  ODI پر زړه پورې لوبو پای ته رسیږي او یو ځل بیا به د آریانا تلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.

په دې یو ورځنیو نړیوالو (ODI) سیالیو کې به لس هېوادونه د جام لپاره مبارزه وکړي، چې پر وروستی ځل انګلستان په ۲۰۱۹ کې ګټلی و.

دغه سیالۍ به په اکتوبر او نومبر کې د هند پر کوربه‌توب ترسره شي.

انګلستان هغه دفاعي اتل دی، چې په تېر ۲۰۱۹ پېر کې یې اتلولي ګټلې وه او په فاینل کې یې نیوزیلند ته ماتې ورکړه.

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځه‌ویشتمه) ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

له  دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.

د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!