تازه خبرونه
آرمنستان او آذربایجان یو بل له اوربنده پر سرغړونه تورن کړل

باکو د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د ایروان پر توغندیز برید د آذربایجان په ګنجه ښار کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
له بلې خوا آرمنستان باکو پر توغنديزو بریدونو تورنوي. په هره توګه دواړه خواوې یو بل د هغه اوربند پر ماتولو تورنوي، چې د روسیې پر منځګړیتوب رامنځته شوی و.
د نګورنو قره باغ پر لانجمنې سیمې د ۱۹۹۰ کلونو راپدیخوا د آذربایجان او آرمنستان تر منځ توکمیزې جګړې روانې دی، چې اوس یو ډېر بد او ویجاړوونکي پړاو ته رسیدلي دي.
نګورنو قره باغ د آذربایجان په خاوره کې یوه جلا سیمه ده، چې دا مهال د آرمنستانیانو لخوا اداره کیږي.
کارپوهانو ویلي؛ که په روانه جګړه کې روسیه او ترکیه ښکېل شي، نو ورسره به د بشري ناورین شونتیا هم ډېره شي.
رویترز څرګنده کړې؛ د شنبې پر سهار د آذربایجان په ګنجه ښار کې د دوی یوه انځور اخیستونکي نه یوازې ګڼه ګوڼه او د ژغورنې کارکونکي لیدلي، بلکې له یو شمېر کوروو یې هم انځورونه اخیستي، چې څه ناڅه اوار شوي دي.
د سپتمبر له ۲۱ راپدیخوا په جګړه کې سلګونه خلک وژل شوي دي. تېره اوونۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د روسیې په منځګړیتوب د اوربند تړون لاسلیک شو، چې بندیان تبادله او د جګړې له ډګرونو د وژل شویو کسانو مړي راټول کړي.