تازه خبرونه
یونیسف په کندوز ولایت کې زرګونه ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره کړه
په کندوز ولایت کې د یونیسف ادارې ویلي؛ له سیمه ییزو چارواکو سره مو په همغږۍ کې د دغه ولایت له ۵۰۰۰ ډېرو ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره کړې ده.
د کندوز ولايت د ټولنيزو چارو مشرتابه احمدشاه حقاني ويلي؛ د تېر حکومت له پرځېدو وروسته يونيسف د سيمه ييزې ادارې له همکارۍ سره سم د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر نورو جنګ ځپلیو ولسوالیو کې د ۵۲۶۰ ماشومانو لپاره د زدکړو ټولګي چمتو کړي دي.
د ځايي چارواکو په وينا، ډېرى دغه مرکزونه په جګړه ځپلو سيمو کې جوړ شوي او زياتوي، چې په دې مرکزونو کې هغو کسانو ته زده کړې ورکول کېږي، چې د جګړو له امله معيوب شوي او يا هم له رواني ناروغيو سره مخ دي.
په ورته وخت کې هغه ښوونکي، چې په دې مرکزونو کې ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي وايي، چې بېوزلو او معلولو ماشومانو ته ډېره پاملرنه کوي.
د دې ترڅنګ هغه ماشومان، چې د زدکړو زمینه ورته برابره شوې خوښ دي؛ خو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندوز ولايت کې د روانو ناامنيو له کبله زرګونه ماشومان ښوونځيو ته تللاى نشي او اوس، چې امنيت په کې خوندي دى؛ په سلګونه ماشومان د اقتصادي ستونزو له کبله ښوونځيو ته نشي تللى، چې د ښوونځي پر ځاى په سختو کارونو بوخت دي.