Connect with us

بی بی سی پښتو

‘کورنۍ مې راته ویل رویبار ته هو ووایم- په ۱۴ کلنۍ کې کوژده شوم’

خپور شوی

 په

(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۳۹۹)
Abeba stands by her school's doors

UNICEF
عابده: زما کورنۍ اړه کړم چې کوژده وکړم.

۱۴ کلنه حبیبه وايي: “زما کورنۍ راته وویل زه باید دغه ډول وړاندیز ته نه ونه وایم، په داسې حال کې چې هغه هلک چې له ما سره یې واده کاوه، د یوې شتمنې کورنۍ غړی و.”

یوازې څو میاشتې وړاندې، هغه د خپلې مور او د کورنۍ د نورو غړو لخوا تر سخت فشار لاندې وه چې د جرګه والو وړاندیز ومني، واده وکړي او دا کار د کورونا وبا په ترڅ کې د رامنځ ته شویو مالي ستونزو له منځه وړلو کې مرسته ورسره وکړي.

حبیبه غواړي چې یوه ډاکټره شي، خو په ایتیوپیا کې د هغې په ټاټوبي لوېدیځ ګوندار ښار کې، د هغې راتلونکې زده کړې نامالومه دي.

رابي ۱۶ کلنه ده، اوس هم د نایجېریا په ګوساو کې منځني ښوونځي ته ځي، خو د دغې وبا په ترڅ کې د هغې د ښوونځي څلور ملګرې واده شوې او د هغې مور هم په دې باور ده چې نوموړي دې هم نور د جرګه کوونکي منتظره اوسي. هغه وايي: “زموږ دوې ګاونډیانې به دغه اونۍ واده شي ان شاء الله. زه هېڅ نه پوهېدم چې نوبت به مې دومره زر را ورسېږي.”

او له قانوني سن وړاندې د ودونو دغه حالتونه غیر معمولي دي.

د یونیسف نوی راپور ښيي چې د کوویډ-۱۹ له امله د راتلونکې لسیزې په ترڅ کې، لس میلیونه نورې نجونې هم د قانوني سن ښکته ودونو له خطر سره مخامخ شوې دي.

د یونیسف اټکل ښيي چې ان د وبا له پیل وړاندې هم داسې اټکل شوې وه چې ۱۰۰ میلیونه ماشومان به په راتلونکو لسو کلونو کې اجباري ودونو ته اړ شي.

خو اوس دغه شمېرې تر دې هم لوړې دي – او ۱۰٪ زیاتوالی پکې اټکل شوی دی.

Two Fulani girls at an empty school playground

Getty Images
په نایجریا کې ګڼې نجونې له قرنطین وروسته ښوونځیو ته ستنې شوې. خو په ورته وخت کې بیا ګڼې نورې کوژده شوې.

د راپور له مخې د نړۍ په کچه د ښوونځیو تړل کېدل، اقتصادي ستونزې او د قرنطین په ترڅ کې د کورنیو او ماشومانو لپاره د مالي ملاتړ بندېدل هغه څه دي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به لس میلیونه نورې نجونې هم له قانوني سن ښکته عمر کې واده شي.

نانکالي مکسود چې په یونیسف کې د مضرو رواجونو یا اعمالو د مخنیوي په برخه کې ستر سلاکار دی وايي، “دغه شمېرې موږ ته ښيي چې نړۍ نور د نجونو لپاره په یو ډير سخت ځای بدلېږي”.

کورنۍ چارې

حبیبه وايي “کورنۍ باید خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي، د دې پر ځای چې هغوی واده کوي”.

دغې ایتوپیايي پیغلې وکولای شو چې د هغې لپاره له پلان شوي واده څخه ځان وژغوري، ځکه په دې اړه یې د پلار ملاتړ تر لاسه کړ.

“زما مور او وروڼو ټولو راته ویل چې واده وکړم. هغوی بلاخره کله چې مشاوره تر لاسه کړه، په دې اړه یې نرمښت وښود. چارواکو دوی وهڅول چې خپل ذهنیت بدل کړي.”

د رابي لپاره (د هغې اصلي نوم نه دی او دا چې نه یې غوښتل وپېژندل شي او یا یې انځور واخیستل شي) دغه ګواښ اوس هم موجود دی.

هغه د دامبا په نامه یوه کرنیزه سیمه کې چې د نایجېریا شمال ته د هاوسا-فولاني یوه قومي ډله ده اوسیږي، دا هغه ځای دی چې کله یو جرګه مار د واده کولو په نیت یوې کورنۍ ته ورځي، سمدستي نجلۍ باید ورکړل شي.

دغه ۱۶ کلنه نجلۍ وايي “زما لپاره دا ټول د قرنطین په ترڅ کې پیل شول، کله چې زما ځوانو وروڼو د املا یوه لوبه تر سره کوله او ما پرېکړه وکړه چې زه هم ور سره په دغې لوبه کې یوځای شم.”

هغه مني او وايي “ما له دې سره مبارزه وکړه”. د رابي مور پر هغې په غصه شوه.

Bangladeshi women protesting in the capital Dhaka

Getty Images
په بنګله دېش کې د ښځو ټولنه له کلونو راهیسې د ټیټ عمر نجونو د ودېدو د مخنیوي پروړاندې مبارزه کوي

هغې وویل “تا ښوونځي ته په تلو کې هسې ډير وخت ضایع کړ! خپلو کوچنیو وروڼو ته دې وګوره، تاته نصیحت کوي. “

د هغې مور زیاته کړه “تر اوسه، ستا د ښوونځي د عمر ټولې نجونې واده شوې دي. زه هم نور (د رابي جرګې) ته وایم چې خپل مور او پلار راولیږي تر څو ستا د واده رسمي غوښتنه وکړي.”

د هغې ملګرې حبیبه، منصوره، اسما، رالییه د تېر کال په ترڅ کې واده شوې تر څو د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

یوه سیمییزه ښځه چې د رابي د مور ملګرې ده د نجلۍ په نارضایتۍ نه پوهیږي: “یو مور او پلار به نور د څه لپاره انتظار کوي؟ زه د خپلې لور د زدکړو پیسې نه شم ورکولی. واده د یوې نجلۍ لپاره یوه موقع ده چې ژوند یې سره خوندي شي، او په دغه کور کې به یو څو کسان وي.”

بېرته راګرځېدونکی بهیر

یونیسف وايي له ۲۰۱۱ کال راهیسې، د هغو نجونو شمېر چې له قانوني سن ښکته عمر کې یې واده کړی، په ټوله کې تر ۱۵٪ راټیټ شو، خو اوس د دغې وبا له امله دغه پرمختګ له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

ښاغلی مکسود وايي “موږ د نړۍ په کچه د ماشومانو د ودونو په کموالي کې پرمختګ کاوه. تر اوسه هم دا هر څه ددغو ودونو د پوره مخنیوي موخې ته په رسېدو کې کافي نه دي، خو بیا هم موږ په سم مسیر روان و.”

“خو کوویډ-۱۹ په دغې برخه کې نورې ستونزې هم راپورته کړې. د پیغلو نجونو ژوند په ټوله نړۍ کې نور هم خراب شوی دی. “

په دغه راپور کې ځینې مثبت اړخونه هم منعکس شوي دي، که څه هم شته شواهد ښيي چېرته چې نفوذ ممکن دی، د ماشومانو ودونه او اړیکې بندېدای شي.

کارپوهان وايي که څه هم د ماشومانو ودونه اوس هم د نړۍ په ځینو برخو کې د یو مروج عمل په توګه دوام لري، خو که په دې اړه اړین او سم اقدامات تر سره شي، مروج والی یې راکمیږي. او د دغې وبا په پایله کې د اټکل شویو شمیرو زیاتوالی ښايي بېرته راکم شي.

“ماته نهه ځله د واده وړاندیز شوی دی”

Close up of Maram, at the refugee camp where she lives in Jordan

UNICEF
مرام څو کاله مخکې له سوریې نه اردن ته د کډوالې په توګه ولاړه

مرام چې څو کاله وړاندې له سوریې څخه اردن ته راغله او اوس د دغه هېواد پولې ته څېرمه د کډوالو په زاتاري کمپ کې اوسیږي، وايي “له ۱۴ کلنۍ وروسته راته د واده په اړه نهه ځلې وړاندیزونه وشول. “

هغه زیاتوي چې ” زموږ د ټولنې لخوا ډير زیات فشار و، خو زما مور او پلار زما ملاتړ کوي”

نوموړي وايي “مور مې تر ټولو زیاته ملاتړ کوونکې ده، هغه ماته وايي زه تر اوسه هم ډيره ځوانه یم او راته سخته ده چې د واده په واقعي مانا پوهه شم. “

د دې پر ځای، مرام دا موقع تر لاسه کړې ده چې ښوونځي ته ولاړه شي او فوټبال چې د هغې ور سره ډيره علاقه ده، وکړي.

هغه وايي “زه نجونې پیژنم چې واده یې وکړ او له ښوونځي پاتې شوې. دوی باید خپلې کورنۍ تر شا پریږدي او له خپلو میړونو او د هغوی له کورنیو سره ولاړې شي. دغه نجونې د دغه لوی بار پر اوږو کولو ته نه دي چمتو “

“زما دوې ملګرې چې واده یې وکړ، اوس پېښمانه دي. دوی د خپل نوي ژوند له امله سختې ځوریږي او له خپلو حقوقو څخه د بې برخې کېدو احساس کوي. “

ایا د ماشومانو د ودونو مخه نیول کېدای شي؟

کارپوهان په دې باور دي چې د ماشومانو د ودونو مخه د وخت مطابق ټولنیز نفوذ او مداخلو سره نیول کېدای شي.

ښاغلی مکسود وايي “تر ټولو ښه بېلګه هند دی. په تیرو ۳۰ کلونو کې، هند د پیسو د لیږد تر ټولو لوی ملي پروګرامونه درلودلي دي. “

په پایله کې یې هندي کورنیو د دې لپاره چې له قانوني سن ښکته عمر کې خپلې لورګانې واده نه کړي، اقتصادي مرستې تر لاسه کړې دي.

همداراز، که څه هم د ودونو مخه نشي نیول کېدای خو هغوی ځنډول کیږي، دغه اغیزې اوس هم د ټولنې په ګټه دي.

ښاغلی مکسود زیاتوي “دا ډیره مهمه ده، ځکه موږ دغو نجونو ته اجازه ورکوو چې ښوونځی بشپړ کړي، په ژوند کې څو انتخابونه ولري، خپل مهارتونه لوړ کړي، او په پایله کې موږ کولای شو د بې وزلۍ دایره ودروو. “

A school playground in Africa - a billboard reads "Girls need to study, don't marry them off"

UNICEF
ښوونځی د ټیټ عمر نجونو لپاره تر ټولو خوندي ځای دی

“دوی ماته پیسې راکوي که چیرې زه واده کولو ته انتظار وکړم”

ساویتا فکر کوي چې ۱۶ کلنه یا ۱۷ کلنه ده. هغه پوره ډاډه نه ده. که څه هم د هغې په تذکره کې ۱۴ کاله عمر ښودل شوی، هغه وايي دا عمر یې سم نه دی.

هغه د هند شمال ته په اترا پرادیش کې له خپل مور او پلار، څلورو خویندو او دوو وروڼو سره اوسیږي. ساویتا وايي هغه هیڅکله ښوونځي ته نه ده تللې، نو ځکه لیک او لوست نشي کولای.

د قرنطین په مهال، د هغې کورنۍ ته اضافي غله ورکړل شوه، خو بیا هم د واده کولو لپاره یې فشارونه وو. د هغې خور په کوچنیوالي کې واده شوه او د هغې په څېر واده کولو ته راضي نه وه. کله چې سیمییزو چارواکو څو اونۍ وړاندې د هغې د واده د مخنیوي هڅه وکړه، ساویتا راحته شوه. هغې ته وړاندیز وشو چې د پیسو انتقال په په پروګرام کې ګډون وکړي – خو په دې شرط چې تر ۱۸ کلنۍ پورې واده و نه کړي، نو هغه به تر هغه وخته پورې مالي ملاتړ تر لاسه کوي.

له وبا وروسته

د یونسف نانکالي مکسود وايي د دې لپاره چې د کویډ له امله د ماشومانو د ودونو شمیرې بېرته پخواني حالت ته وګرځول شي، دری اساسي برخې دي چې باید ورته رسېدنه وشي.

مکسود وايي، “تر هر څه وړاندې، په خوندي ډول نجونې بېرته ښوونځيو ته واستول شي،” یا دوی ته دا موقع برابره شي چې خپل مهارتونه لوړ کړي لکه سوداګري یا یو بل هنر ده کړي.

“موږ همداراز اړتیا لرو چې په بې وزله کورنیو کې د کویډ له امله اقتصادي اغیزو ته رسېدنه وکړو، ځکه چې دغه مالي ستونزې د نجونو په پلورلو او واده کولو سره نه کمیږي. “

د یونسف دغه سلاکار همداراز زیاتوي چې د پیغلتوب په دوره کې امیندواري هم تر قانوني سن ښکته عمر کې د ودونو تر شا یو مهم عامل دی.

“له همدې امله دا مهمه ده چې جنسي او تولید مثل صحي خدمتونه بیا پیل شي او نجونې هغو ته لاسرسی ولري، او دوی په دې اړه مالومات او مرسته تر لاسه کوي چې دوی ورته اړتیا لري تر څو وکولای شي سمې پریکړې وکړي. “

“ما مې خور له واده کولو څخه وژغورله”

Savita talking to her case worker

UNICEF
سویتا (ښۍ خوا ته) د خپلې قضیې همکارې ته غږېږي

مینارا له هغې وروسته په خپله ټولنه کې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي په برخه کې یوه فعاله او مبارزه شوله چې کله یې د بنګلدیش شمال ته په کالماکاندا کې له یو د ځوانانو له یو ښوونیز مرکز سره یوځای شوه. هغه مهال دغه ۱۸ کلنه بنګلدیشۍ ښځه نه پوهېده چې دغه روزنه به ور سره مرسته وکړي تر څو خپله پیغله خور ریتا وژغوري.

مینارا چې له خپل مور او پلار او دوو خویندو او وروڼو سره په یو خاورین کور کې ژوند کوي، وايي ” دغه وبا زما پر کورنۍ ډيره سخته تیره شوه”

د قرنطین په مهال یې پلار خپله دنده له لاسه ورکړه او د پیسو په تړاو ورته سخته اندېښنه پیدا شوه. مینارا پوهه شوه چې یو ګاونډي یې پلار ته وړاندیز کړی چې خور یې ورکړي، وايي هغه غوښتل چې له دغې کورنۍ سره مرسته وکړي چې مالي ستونزې یې راکمې کړي. هغه وايي دغه سړي د وبا له پیل کېدو وړاندې په مکرر ډول ریتا ځوروله. د مینارا د مرکز د ګډونوالو په مرسته، هغې وکولای شو چې د ماشومانو له مرستندویه مرکز سره اړیکه ونیسي او د دغه واده مخنیوی وکړي – خو ډاډه نه ده چې تر کومه وخته به یې مخه ونیسي.

“که دغه وبا دوام وکړي، میندې او پلرونه به خپلې لورګانې له ۱۸ کلنۍ وړاندې واده کولو ته اړې کړي. “

“مشاوره مرسته کوي”

Close up of Minara, wearing a red scarf draped over the back of her head

BBC
۱۸ کلنه مینارا پخپله ټولنه کې له پېغلوټو سره مرسته کوي

په ایتوپیا کې، حبیبه هیله لري چې ملګرې به یې په ښوونځي کې ور سره پاتې شي او لږ تر لږه تر دې چې له ښوونځي څخه فارغیږي، له پلان شوي واده څخه ډډه وکړي.

۱۴ کلنه میکدیس هیله لري چې په راتلونکي کې یوه انجینرې شي.

هغې بي بي سي ته وویل “کله چې موږ په کور کې وو (د قرنطین په ترڅ کې)، ما مې له مور او پلار اورېدل چې له یو هلک سره چې ما هیڅ نه پیژانده، زما د واده په اړه به یې خبرې کولې. “

“ما وویل زه نه غواړم چې واده وکړم او غواړم درس ووایم، خو هغوی غوږ نه نیولو. “

دغه نوې ځوانه نجلۍ وايي “د ښوونځي تر بیا پرانیستل کېدو مې صبر وکړ او بیا مې د ښوونځي مدیر ته دا خبره وکړه، هغه سیمییز چارواکي خبر کړل او دوی زما مور او پلار ته مشوره ورکړه چې دا کار ونه کړي. “

د هغې مور او پلار اوس ژمنه کړې ده چې هغه به تر ۱۸ کلنۍ وړاندې نه ودوي.

“د مشورې ورکولو خدمت زموږ په ټولنه کې ډيره مرسته کوي. آن تر چې اوس د پولیسو لپاره داسې یو سیستم موجود دی چې هغه میندې او پلرونه تر عدلي تعقیب لاندي ونیسي چې دا مشوره نه مني او زموږ پر ودونو ټینګار کوي. “

From left to right: Abeda, Mekdes and Wude, three girls from Ethiopia who have avoided getting married before turning 18

UNICEF
عابده (کیڼ) او مقدس (منځ کې) له خپلې ملګرې ودي سره – دوی ټولو هوډ کړی چې په ټیټ عمر کې به واده نه کوي

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

ملګري ملتونه: طالبان د افغان ښځو پر ضد جنسیتي تبعیض ته سیستماتیکه بڼه ورکوي

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۰)
Burqa-clad women travel in a vehicle along a street in Kandahar on 18 December

Getty Images

د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمېسیون وايي، افغانستان کې د طالبانو مشران د ښځو او نجونو پر ضد تاوتریخوالی او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تبعیض تنظیموي.

په یوه اعلامیه کې ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو تګلاره ښځو او نجونو ته یو ډول ډله ییزه سزا رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا له کار او زدکړو د ښځو ایستلو ستراتیژي افغان ښځې د فقر او بیوزلۍ پر لور بیايي.

په اعلامیه کې راغلي، دغه تبعیضي پالیسۍ کار ته د ښځو ستنېدو مخنیوي، په عام محضر کې له ښځو سره د نارینه محرم شتون لازمي کولو، له یوازې سفر کولو او یا په عامه ټرانسپورټ کې د دوی د سفر مخنیوي او دغه راز د کالیو په برخه کې د ځانګړو بندیزونو له لارې پلي کېږي.

د اعلامیې په ټکو دغه پالیسي پر ښځو د فعالیت، بیان او سیاسي چارو کې د ګډون بندیزونو تر څنګ د ژوند لپاره د دوی پر کاري وړتیاوو هم اغېز کوي او دوی د بیوزلۍ پر لور بیايي.

اعلامیه کې راغلي: په هېواد کې له روان بشري بحران سره سره هغه ښځې له دې اقداماتو ډېرې اغېزمنې شوې، چې د کورنیو مشري ورپرغاړه ده.

طالبانو د ملګرو ملتونو تازه څرګندونو ته غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې دا ډول رپوټونه رد کړي دي. طالبان وايي ښځو ته حقونه ورکوي خو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم.

بل لور پر یکشنبه افغان پلازمېنه کابل کې یو شمېر ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه.

د دې مظاهرې یوې ګډونوالې ویلي، طالبانو د دوی هغې مظاهرې مخنیوي لپاره چې کابل کې یې طالبانو یوې امنیتي پوستې ته څېرمه د یوې پېغلې وژل کېدو پر ضد کړې وه، پر احتجاج کوونکو اوړه شوي مرچ وشیندل.

ښځې

Getty Images
افغان ښځو د دا وروستیو کې پرلپسې احتجاجونه کړي.

مظاهره کوونکو ښځو ادعا کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په مزار شریف او هرات کې یو شمېر ښځینه فعالانې تري تم شوې او دغه راز یې پر ښځو د اجباري حجاب تحمیلولو پر ضد شعارونه ورکول.

واک ته له رسېدو وروسته د تېر کال سپتمبر کې طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل.

له هغه راهیسې طالب مشران په تکرار سره وايي، چې په دې تړاو یوه تګلاره چمتو کوي او ژره به ټولو نجونو د ښونځي تګ اجازه ورکړي.

طالبانو وړمه ورځ دې لړ کې وویل، تمه ده د نوي لمریز کال په وري میاشت کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي حکومت به په دې تړاو خپلې ټولې هڅې وکاروي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

طالبان: د نجونو ټول ښوونځي په نوي لمریز کال کې پرانیزو

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۰)
افغانستان، نجونو زده کړه

BBC

طالبان وايي تمه ده د نوي لمریز کال په وري میاشت کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي حکومت به په دې تړاو خپلې ټولې هڅې وکاروي.

پر افغانستان د طالبانو له ولکې سره تېرې څو میاشتې له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته په دې پلمه ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې ګواکې نوې تګلارې جوړیږي.

د نړیوالې ټولنې یوې لوی او مهمې غوښتنې ته د طالبانو ځواب دا چې وايي د نوي لمریز کال په رادبره کېدو به د نجونو ټول ښونځي په هېواد کې پرانستل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره خبرو کې دا هیله ښودلې چې حکومت یې په دې هڅه کې دی چې په وري میاشت کې به ټولې افغانې نجونې خپلو ښوونځيو ته ستنې شي.

دې مرکه کې ښاغلي مجاهد ویلي، د نجونو د زده کړو لپاره اسانتیاوې خورا مهمې دي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا شي، د نجونو لپاره خوندي لیلیې جوړې، او د ښونیزو ودانیو ستونزې له منځه لاړې شي.

واک ته له رسېدو سره طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په نږدې ډېرو بهرنیو سفرونو کې ویلي چې ښوونځي به ژر پرانستل شي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو له لوري ورپېژندل شوي سهیل شاهین هم په ډېرو مرکو کې ویلي دوی د ښوونځيو د ژر پرانستل کېدو لپاره کار کوي.

خو د پوهنې وزرات د دفتر ریس عبدالحکیم همت په یوه مرکه کې بي بي سي ته وویل چې د هېواد یوه کونج کې هم نجونې لوړو ټولګیو ته د تګ قانوني اجازه نه لري تر هغه چې د ریاست الوزار له لوري یې نوې تګلارې بشپړې شوې او اعلان شوې نه وي.

افغانستان، نجونو زده کړه

Getty Images
د طالبانو ویاند ښاغلي مجاهد ویلي د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا شي، د نجونو لپاره خوندي لیلیې جوړې، او د ښونیزو ودانیو ستونزې له منځه لاړې شي.

افغانې نجونو دې حالت یوه نهیلي راتلونکي ته کینولې ځکه په ۹۰مو کلونو کې طالبانو د خپلې واکمنۍ تر پایه دا ژمنه پوره نکړه چې ګواکې افغانې نجونې د ټولو زده کړو د بشپړولو حق لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال وزیر او د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد دا تازه ژمنه پر کاله ناستو نجونو ته تر پسرلي د هیلو یو څرک دی او که طالبان پر ژمنه ودرېږي نو پر افغانو نجونو به د نوي کال او پسرلي غږ د خوښۍ زیری وي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو واکمنۍ افغانستان کې بشري ناورین لا چټک کړی

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۳, ۱۴۰۰)
Burqa-clad women travel in a vehicle along a street in Kandahar on 18 December

Getty Images
د بشري حقونو څار سازمان وایي، تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې د ښځو حقونو برخه کې شاتګ شوی

د بشري حقونو د څار سازمان خپل تازه رپوټ کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو په دې هېواد کې د بشري حقونو ناورین او همدا راز هلته روان بشري بحران لا چټک کړي دي.

یاد سازمان د ۲۰۲۲ کال لپاره خپل ‘نړیوال رپوټ’ کې د افغانستان په اړه ویلي، د تېر اګست پر پنځلسمه نېټه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هلته د ښځو د حقونو او د رسنیو ازادۍ برخه کې پرمختګونه په شاتګ بدل شوي.‌

په رپوټ کې همدا راز راغلي، د نجونو ډېری ثانوي ښوونځي تړل شوي او ښځې د عامې روغتیا برخې پرته نورو برخو کې له کار کولو منع کړل شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره پټریسیا ګاسمن وایي،‌ افغانان دا مهال د طالبانو د جبر او د لوږې ترمنځ راګېر دي.

نوموړې وایي، هغه هېوادونه چې تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې ښکېل وو، باید له دې هېواد سره د روغتیا او معارف په ګډون ګڼو برخو کې بشري مرستې وکړي.

خو نوموړې ټینګار کوي چې هېوادونه باید دا مرستې د وسیلې په توګه وکاروي‌ او له طالبانو وغواړي چې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې بندې کړي.‌

د طالبانو غبرګون: د خلکو ټول حقوق خوندي دي

Taliban guard standing as women carry placards during a rally demanding the international community unfreeze the country's assets

EPA
طالبانو ویلي، دا رپوټ د ناسمو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر په څېر د بشر د حقونو څار سازمان دا وروستی رپوټ هم رد کړی دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له هغه راهیسې چې طالبان واکمن شوي په افغانستان کې د خلکو ټول حقوق خوندي دي.

ښاغلی مجاهد وایي، یاد رپوټ د هغو ناسمو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی چې ځینې کړۍ یې د پروپاګند لپاره خپروي.‌

خو د بشر د حقونو څار سازمان خپل رپوټ کې وایي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو ګڼ پخواني افسران وژلي.

رپوټ همدا راز وایي، طالبانو ګڼ داسې اصول او شرایط لاګو کړي چې ورسره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

یاد سازمان همدا راز پر طالبانو تور لګوي چې پر رسنیو یې پراخ محدودیتونه لګولي، چې له کبله یې افغانستان کې اویا سلنه رسنیو فعالیتونه بند کړي.‌

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!