کوید۱۹
کرونا: ویروس کرونا در جهان
تازه خبرونه
د روغتیا نړیواله ډله پر کرونا ویروس د څېړنې لپاره د چین ووهان ته رسېدلې

د روغتیا نړیواله ډله د کرونا ویروس د سرچینې او خپرېدو د پلټلو او څېړلو لپاره د چین ووهان ښار ته رسېدلې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د یوه ټویټ له مخې د دوی یو ۱۳ کسیز څېړنیز پلاوی تېره ورځ د چین هېواد ووهان ښار ته رسیدلی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړې: د روغتیا پوهانو نړیواله ډله، چې د کوویډ – ۱۹ ویروس د سرچینې په اړه څېړنې کوي؛ نن د چین ووهان ته رسیدلې.
دې ټولنې زیاته کړې؛ چین ته له روانېدو مخکې د دوه روغتیا پوهانو د کرونا آزموینه په سینګاپور کې مثبت وښودل شوه او دمګړۍ په دې هېواد کې قرنطین شوي دي.
The international team of 13 scientists examining the origins of the virus that causes #COVID19 arrived in Wuhan, #China, today.
The experts will begin their work immediately during the 2 weeks quarantine protocol for international travelers.
— World Health Organization (WHO) (@WHO) January 14, 2021
د ۲۰۲۰ کال په پیل کې کرونا ویروس د چین هېواد د هوبي ولایت په مرکز ووهان کې وپېژندل شو او ډېر ژر ټولې نړۍ خپور شو.
چین هڅه وکړه، چې د دغه ویروس د خپریدو په اړه معلومات پټ وساتي. دې هېواد له میاشتوـ میاشتو ډیپلوماټیکو هڅو وروسته د روغتیا نړیوالې ډلې ته اجازه ورکړه، چې د دغه ویروس سرچینه وپلټي.
دې هېواد ان هغوکسانو ته هم سزا ورکړې، چې د ویروس په اړه یې راپور خپور کړی. د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې یوه چینایي ژورنالیسته ژانګ ژان له ووهان څخه د اړوند راپور د خپرولو پر تور پر څلور کلونو بند محکومه شوه.
په ټوله نړۍ کې اوس پر کرونا ویروس له ۹۰ میلیون ډېر خلک اخته شوي او ۱۹۹۳۱۶۴ خلک یې مړه کړي دي.
تازه خبرونه
د ترکیي په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له پېښې پر کرونا اخته ۹ ناروغانو ساه ورکړې

د ترکیې روغتیایي چارواکو څرګنده کړې؛ د شنبې پر ورځ د ترکیې د ګازنټیپ روغتون د کرونا ویروس د پاملرنې په څانګه کې اورلګېدنې له ۹ کسانو ژوند اخیستې.
د روغتیا وزیر فرحتین کوکا ویلي؛ اورلګېدنه په یوه شخصي روغتون کې رامنځته شوې او داسې انګیرل کیږي، چې پېښه د اکسیجن د وینټیلیټر له چاودنې وروسته پیل شوې ده.
کوکا زیاته کړې نور ناروغان نږدې روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د انادولو خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ اور د ګازنټیپ په سانکو پوهنتون روغتون کې لګېدلی.
دوی د روغتون د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې قربانيان د ۵۶ او ۸۵ کلونو تر منځ عمرونو لرونکي وه.
د انادولو د راپور له مخې؛ د ولایت چارواکو ویلي، چې ۱۹ ناروغان په روغتون کې ول، چې د سهار پر ۴:۴۵ دقیقو د آکسیجن د وینتیلیټر له چاودنې رامنځته شوې ده.
تازه خبرونه
تر ۷ میاشتو به افغانستان ته د کرونا ویروس واکسین راورسیږي

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ لومړی به روغتیایي کدرونه، ښوونکي، خصوصي او دولتي کارمندان، د ډېر عمر لرونکي مشران او د دې ناروغۍ مرګوني ناروغان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند داکتر اکمل سمسور ویلي؛ په لومړي پړاو کې له ۳ سلنه واکسینو برخمن کیږو، چې په ۶ پړاوه کې به ۲۰ سلنه هغه هېواد ته راورسېږي.
ولسمشرۍ د ۸:۳۰ لومړۍ ناسته د کرونا ویروس دوه یمې څپې ته ځانګړې کړه او پرېکړه وشوه، چې په اوونۍ کې دوه ځله د یکشنبې او چارشنبې پر ورځو به د ولسمشر غني په مشرۍ ورته ناستې تر سره کیږي.
دغه راز ولسمشر غني د کابینې په ناسته کې واکسینو ته پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.
تر دوه کلونو به کرونا ویروس د افغانستان ۴۰ سلنه خلکو ته د نړیوال بانک د ۱۰۰ میلیون او د آسیا پراختیایي بانک د ۵۰ میلیون دالرو پر ارزښت برابر شي.
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
دوستم له طالبانو سره د جګړې ډګر ته بیا ستون شو
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
سیکهـ هېوادوالو د هېوادنۍ سولې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
په پروان ولایت کې چارواکو د کرونا ویروس بودجه بې ځایه لګولې
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
طالبانو د سیمې د استخباراتو په ملاتړ بې پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
په دوحه کې د سولې خبرو پر ګړندي کیدو عبدالله خپل ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
طالبانو د خپلې اجنډا د سپارلو لپاره وخت غوښتی – سرچینې
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
قطري چارواکو د سترې محکمې د دوه قاضيانو وژنه وغندله
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
په کابل کې د سترې محکمې دوه کارمندان د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوي