تازه خبرونه
کابل د مسکو د وسلو او تجهیزاتو، پېرودلو ته لیواله دی
په روسیه کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد ویلي، کابل له مسکو څخه د وسلو پېروېدلو ته لیواله او چمتو دی.
هغه ټاس خبري آژانس ته ویلي؛ مونږ هیله من یو، چې روسیه به د روسیې د شته تجهیزاتو په ځانګړي توګه د چورلکو رغولو او ترمیمولو ته پام راواړوي.
هغه دا هم ویلي؛ په روسیه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي کدرونه هم تر روزنې لاندې دي.
ټاس په ډاګه کړې، چې سید طیب جواد زیاته کړې؛ تمه ده، چې په روسیه کې د افغانستان پیلوټانو او میخانیکي انجینرانو هم د زدکړې زمینه برابره شي.
سربېره پردې جواد ټاس خبري سرچینې ته ویلي؛ افغانستان چمتو دی، چې د روسیې کرونا ضد سپوتنیک واکسین وپېري او پلي کولو ته یې زمینه برابره کړي.
جواد ویلي، چې په دې اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له څرګندونو پنځه میاشتې تېرې شوي؛ خو د سپوتنیک واکسینو د احتمالي سپارلو په اړه کوم پرمختګ لیدل شوی ندی.
هغه وایي: مونږ غوښتنه کړې، خو پدې اړه کوم حرکت ونه لیدل شو. په داسې حال کې، چې مونږ د هند یا نورو سیمو او هېوادونو په څیر د دوه یمې یا درېیمې څپې په اړه اندېښمن یو او پوهیږو، چې سپوتنیک واکسین اغېزمن دی؛ نو که دوی یې مونږ ته چمتو کړي، مونږ به یې واخلو او پلی کړو.
تازه خبرونه
تحول: د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم
تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې
تازه خبرونه
د اماراتو مشر د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل
دا غونډه د ابوظبي په قصرالشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د اماراتو خبري سرچینې (وام) راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.
دا غونډه د ابوظبي په قصرالشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دوی د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړلې او په ځانګړې توګه یې د اقتصاد او پراختیا پر اړوند برخو یې خبرې وکړې.
دواړو چارواکو د افغانستان د بیارغونې او ثبات د ملاتړ لپاره پر هڅو بیاکتنه وکړه، چې موخه یې د افغانانو لپاره پرمختګ، سوکالي او اقتصادي وده ده.
سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ له همکارۍ ستاینه وکړه او له افغانانو سره یې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه هم وکړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم په دې سفر کې له حقاني سره مل دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه22 hours ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه3 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
تازه خبرونه21 hours ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
-
نړۍ3 days ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول
-
نړۍ22 hours ago
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه