سوداگري
چینایي پانګوالو د افغانستان د جلغوزیو پروسس ته لیواتیا ښکاره کړه

يو چینايي شرکت لیواله شوی، چې د افغانستان جلغوزي له پروسس کېدو وروسته چين ته صادر کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو پر بنسټ؛ پخوا به د افغانستان یوه برخه جلغوزي پاکستان ته صادرېدل او امین زونګ شرکت به بیا دا جغلوزي په پاکستان کې له پروسس وروسته چین ته صادرول. دا شرکت اوس غواړي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او پروسس شوي جلغوزي په مستقیم ډول چین ته صادر کړي. سوداګرۍ خونې مسوولین زیاتوي، چې د دې پانګونې له تر سره کیدو سره به د اومو جلغوزیو د قاچاق مخنیوی هم وشي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین څرګندوي؛ امین زونګ نومی چینايي شرکت مشر ورسره کتلي او د جلغوزیو د پروسس په برخه کې پانګونې ته يې لېوالتيا ښودلې ده.
د خصوصي سکتور غړي وایي، که د افغانستان د جغلوزیو پروسس په هېواد کې وشي؛ نو نړیوال مارکیت ته به پخپل نامه سره صادریږی۔
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وایي: مونږ له چینایي شرکتونو سره خبرې کړي او دوی لیواله دي، چې په افغانستان کې د جلغوزیو د پروسس په برخه کې زیاته پانګونه وکړي.
د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو هم په افغانستان کې د چینایي پانګوالو پانګونه تائید کړې او زیاتوي، چې له دې پانګونې سره به د هېواد په کچه په زرګونه هېوادالو ته د کار زمېنه برابره او تر څنګ به یې له هېواد د جلغوزیو د قاچاق مخنیوی هم وشي.
د صنایعو او کانونو خونې مشر شېر باز کمین زاده څرګندوي: له مونږ سره د چینایي پانګوالو خبرې شوي؛ دوی د تورو جلغوزو په ګډون د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې ډاډ څرګندوي او دمګړۍ مو هېواد پانګونې ته ډېره اړتیا لري.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم په هېواد کې د هرډول بهرنۍ پانګونې هرکلی کوي او وایي، دا پانګونې کولی شي په افغانستان کې اقتصادي بحران مدیریت کړي۔
د اقتصادي چارو کار پوه سیدالرحمان عمران وایي: د افغانسنان اوسنیو شرایطو ته په کتو دا ډول پانګونې د افغانستان اقتصادي پراختیا ته اړینې دي او باید ورته زمینه برابره شي.
د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمېدو راپدیخوا تل په کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګونې غږ کړی او دا وایي، چې د پانګوالو د امنیت خوندي کولو ترڅنګ یې په ټولو بر خو کې د همکاريو زمینه برابره کړې ده.