Connect with us

تازه خبرونه

چلسي د ۲ـ۵ پایلو په لرلو د ویسټ برومویچ پر وړاندې مات شو

خپور شوی

 په

Reuters
(Last Updated On: وری ۱۵, ۱۴۰۰)

چلسي د آلماني توماس توخل پر مشرتابه د ۲ ـ ۵ د ویسټ برومویچ پروړاندې خپله لومړۍ ماته ومنله.

د دېرشمې اوونۍ دغه لوبه نن د انګلستان د غوره لیګ د ویسټ برومویچ د لوبډلې پر کوبتوب په سټمفورډ بریج لوبغالي کې تر سره شوې ده ۳۰ مې اوونۍ کې البیون لخوا کوربه وه.

لوبه د ویسټ برومویچ لوبډلې په ګټه پای ته رسیدلې ده.

د سپورت ۳ د څرګندونو له مخې؛ ویسټ برومویچ  د چلسي پر وړاندې غوره دفاع وکړه.

له دې پایلې سره د راتلونکي فصل لپاره چلسي دریځ له خطر سره مخ شو.

ویسټ بروموویچ له دې بریا سره ۲۱ امتیازونه ترلاسه کړل او ۱۹ ځای یې خپل کړ او چلسي له دې ماتې سره ۵۱ امتیازونه ترلاسه کړي او د نوملړ په څلورم ځای کې پاتې شو.

تازه خبرونه

قطر او ترکیه د کابل هوايي ډګر د څارنې، رغونې  او سمبالونې لیوالتیا لري

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۰)

د قطر بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د کابل هوايي ډګر ټولې مسلې له ترکیې او افغان حکومت سره تر څارنې لاندې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د کابل نړیوال هوايي ډګر د الوتنو د عادي کولو او رغونې او سمبالولو له هڅو وروسته ويلي، چې د ترکیې په همکارۍ د دې هوايي ډګر د مدیریت د څرنګوالي په اړه سلا مشورې کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وایي؛ مونږ د هوايي ډګر پر مسلې له نږدې کار کوو، که د هوايي ډګر د بېرته فعالولو لپاره د اړتیاوو ارزونه وي او یا هم په راتلونکي کې د هوايي ډګر د فعالیت موضوع. مونږ  د اسلامي امارت له حکومت سره له نږدې کار کوو. مونږ له قطر او ترکیې سره له نږدې کار کوو او زموږ مشورې روانې دي.

د قطري چارواكو د څرګندونو له مخې؛ نړيواله ټولنه تر اوسه د افغانستان په اړه روښانه تګلاره نلري او ټول هغه هېوادونه، چې د افغانستان مسئلې ته لیوالتيا لري باید له اسلامي امارت سره خبرې وکړي.

نوموړی وایي: هغه څه، چې مونږ یې غواړو هغه د افغانستان له طالبانو( اسلامي امارت ) سره د ټولو ښکېلو اړخونو، ټولو ګاونډ هېوادونو او د امنیت شورا د دایمي غړيو، چې په یو ډول له افغانستان سره تړلي دي؛ تعامل ته وهڅوو.

له بلې خوا د ملکي هوايي چلند اداره وايي، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت د قرارداد ټول شرطونه شرکتونو ته وړاندې شوي او قرارداد به هم د ملي ګټو پر بنسټ ترسره شي.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ویاند امام الدین احمدي ویلي: تر اوسه د کابل نړیوال هوايي ډګر د څارنې، رغونې او سمبالولو قرارداد له کوم شرکت سره ندی شوی. مونږ د ملي ګټو پر بنسټ بېلابېلو شرکتونو ته خپل شرایط وړاندې کړي او له هر هغه شرکت سره، چې زمونږ ملي ګټو ته په ښه توګه خدمت کوي؛ قرارداد کوو.

د کابل نړیوال هوايي ډګر تخنیکي برخې په ځانګړي توګه د رادار وسایل شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته له هېواده د بهرنیانو او د هغوی د افغان ملاتړیو د وتلو په ماموریت کې سخت زیانمن شول. که څه هم یو شمېر هېوادونو ته الوتنې روانې دي؛ خو چارواکي وايي، چې اوس هم ګڼې ستونزې شته، چې د الوتنو تر پوره عادی کیدو پورې به حل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

سر له سبا به په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم پاسپورټ وېش پیل شي

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۰)

د پاسپورټ ادارې مشر ټولو خلکو ته د یوشان خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او له خلکو غواړي، چې کمیشنکار ته له پیسو ورکولو پرته پاسپورټونه ترلاسه کولی شي.

د پاسپورټ ادارې د ولایتي څانګو د پرانیستل کېدو په لړ کې د دغه ادارې مشر عالم ګل حقاني یوې خبري ناستې ته په فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، سمنګان، لغمان، روزګان، کونړ، تخار، زابل، جوزجان، بامیان، پنجشېر او بغلان ولایتونو کې د پاسپورټ دفترونو له پرانیستل کېدو خبر ورکړ.

د پاسپورټ عمومي مشر عالم ګل حقاني ويلي، چې په مرکز کې د پاسپورټ د وېش په برخه کې تخنیکي ستونزو دا لړۍ درولي؛ خو ټینګار کوي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې حل کړي او د پاسپورټ وېشلو لړۍ به ژر پیل شي.

نوموړی زیاتوي؛ مونږ نوي کاري تجهیزات پېرلي، چې یوشمېر یې رارسېدلي او ځینې نور یې د رارسېدو په حال کې دي. کله، چې مو ماشین الات بشپړ شي؛ مونږ به په مرکز کې هم ان شاالله ډېر ژر کارونه بیل کړو.  

د پاسپورټ ادارو له کابل پرته د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې خپل کار پیل کړی او چارواکي له خلکو غواړي، چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره دې خپلو ولایتونو ته مراجعه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د هندي مرستو د لېږد لپاره دې د افغانستان باري موټر وکارول شي – پاکستان

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۰)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی له خاورې افغانستان ته د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو او طبي تجهیزاتو د مرستې لېږدولو ته اجازه ورکړ شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ حکومت پرېکړه کړې، چې له واګې بندره به افغانانو ته د هندي مرستو د لېږد لپاره د افغانستان خپل باري موټر وکارول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ دغه پرېکړه په اسلام آباد کې د هند سفارت چارسمبالي ته استول شوې، چې وروستۍ هڅې هم تر سره کړي.

په افغانستان کې وروستیو سیاسي تحولاتو او بشري ناورین ته په کتو هند پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د پنځوس زره ټنو غنمو او یو شمېر طبي وسایلو مرسته وکړي.

پاکستان مخکې ویلي وه؛ هندي لاریو ته به اجازه ورکړي، چې له دې لارې تېر شي او مرسته شوي غنم او تجهیزات به د پاکستانيو لاریو او یا په پای کې د افغانستان د لاریو له لارې نه یوازې ولېږدوي، بلکې د لېږدولو لګښت به یې هم هند پرې کوي.

د افغانستان د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا ۲۰ کلنه جګړې پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې ودرولې؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره د نړیوالو موسسو نغدي مرستې وځنډېدې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي