تازه خبرونه
چاپېریال د نړۍ د ګټې اخیستنې له کبله د تباهۍ له خطر سره مخ دی – حنفي
د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ریاست الوزراء اداري مرستیال ويلي، د افغانستان چاپېریال په تېرو څلور لسیزو کې د بېلابېلو وسلو پر کارولو زیانمن شوی دی او هغه هېوادونه، چې تر ټولو ډېر زرغون ګاز تولیدوي باید له زیانمنو هېوادونو سره همکاري وکړي.
د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي؛ د اقلیم بدلون د افغانستان نیمایي ځنګلونه له منځه وړي او اوبه مدیریت شوې ندي؛ خو اسلامي امارت د ځمکې د سمسورتیا او چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره منظم پلانونه لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا ويلي، افغانستان د بل هر هېواد پر پرتله د اقليمي بدلون له کبله ډېر زيانمن شوی دى.
هغه وایي: نن مونږ د چاپېریال نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځو، چې زمونږ د سیارې او افغانستان لپاره ډېره مهمه نېټه ده. د افغانستان په شمال ختیځ کې وروستیو سېلابونو ته وګورئ، چې هر څه یې له منځه یوړل، سړکونه، کورونه، پلونه او څه باندې شل زره کسانو کورونه له لاسه ورکړل. مونږ له دې بحران سره د مقابلې لپاره لاسونه سره یو کړل.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ويلي، په هېواد کې وروستیو سېلابونو ۲۹۳ کسان مړه کړي ۲۶۶ نور ټپیان شوي، څه باندې څلور زره کورونه څه نا څه او یا بشپړ ویجاړ شوي او سلګونه زره جریبه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
تازه خبرونه
په ترکيه کې د يوې ربړي بېړۍ ۳۲ افغان کډوال ونيول شول
ویل کیږي، چې نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.
ترکي رسنیو ویلي؛ د ترکیې سمندري ځواکونو د اژه سمندرګي په شمالي څنډه کې له يوې ربړي بېړۍ څخه ۳۲ افغان کډوال نيولي، چې ۱۶ یې ماشومان دي.
ویل کیږي، چې نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.
ډېري افغان کډوال په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو لپاره ځانونه په خطر کې اچوي.
هر کال سلګونه هغه کډوال مري یا ډوبیږي، چې غواړي د ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.
تازه خبرونه
افغانستان هم د ماینونو له کبله یو سخت ځپل شوی هېواد دی – یوناما
یوناما لیکلي: “هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي.”
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي نهمه) په ایکس پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه، چې د جګړې له کبله یې د پاتې شویو ماینونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
یوناما لیکلي: "هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي."
په افغانستان کې د ماین پاکۍ بېړنۍ اړتیا ته په نغوته کې یوناما د ارمان نومي یوه ماشوم کیسه کړې، چې د چاودېدونکیو توکو له چاودنې وروسته یې بدن او مخ ټپي شوی دی.
د ارمان پلار هم د ماشومانو د لوبو په ځایونو کې د ځمکني ماینونو د ککړتیا په اړه اندېښنه ښیي او د ماشومانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هالوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د روان کال په لړم کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د ۲۶ ولایتونو له ۶۵ کیلومټرمربع زیاته ځمکه د ناچاودو توکو له کبله ککړه ده. د دې بنسټ د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو څلور هېوادونو څخه دی، چې "پر ځمکني ماینونو ډېر ککړ دي."
تازه خبرونه
په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار پر بندیز یو ځل بیا ټینګار وشو
د اقتصاد وزارت په وروستۍ کړنلاره کې یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د فعالیت پر بندولو ټینګار کړی او وایي، چې د دې کړنلارې پر بنسټ ټولې نادولتي موسسې مکلفې دي، چې دغه کړنلاره تعقیب او لازم اقدامات وکړي.
اسلامي امارت یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو حکم صادر کړ.
د اقتصاد وزارت په وروستۍ کړنلاره کې یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د فعالیت پر بندولو ټینګار کړی او وایي، چې د دې کړنلارې پر بنسټ ټولې نادولتي موسسې مکلفې دي، چې دغه کړنلاره تعقیب او لازم اقدامات وکړي.
دې وزارت خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې به د سرغړوونکیو بنسټونو ټول فعالیتونه وځنډول شي او د فعالیت جوازونه به یې لغو شي.
اسلامي امارت د ښځو د تعلیمي، تحصیلي او کاري محدودیتونو پر دوام اوس یو ځل بیا په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو حکم صادر کړی دی.
د اقتصاد وزارت ل خوا په یوه خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې هیڅ کورنۍ او یا بهرنۍ خصوصي موسسه د دې جواز نلري، چې په خپلو ادارو کې ښځې او یا هم نجونې پر کار وګوماري.
په کړنلاره کې دا هم راغلي، چې که کومه موسسه له دې لارښوونو څخه سرغړونه وکړي؛ د سرغړونکې ادارې فعالیت به وځنډول شي او جواز به یې لغو شي.
د اقتصاد وزارت د مکتوب یوه برخه داسې ټینګار کوي: " یو ځل بیا ټولو غیر اماراتي موسسو ته لارښوونه کیږي، چې د دې وزارت (۲۲۹۳) شمېرې مکتوب له مخې د ښځینه قشر د وظیفې د ترسره کولو مخه ونیسي او لازم اقدامات ترسره کړي. که غیر اماراتي موسسې په دې برخه کې همکاري نهکوي؛ د سرغړونکې ادارې ټول فعالیتونه به وځنډول شي او د فعالیت جواز، چې له دې وزارت څخه یې ترلاسه کړي لغو کیږي.
د اقتصاد وزارت همدا راز ویلي، چې دا وزارت د نادولتي موسسو د ثبت او راجستر یوازنی قانوني واک لري او د اسلامي امارت پر استازیتوب د کورنیو او بهرنیو انجوګانو د ټولو فعالیتونو د څارنې او رهبرۍ دنده لري. ټولې نادولتي ادارې مکلفې دي، چې دغه حکم تعقيب کړي او له مخې يې لازم تدبيرونه ونيسي.
یو شمېر کارپوهان وايي؛ دا محدودیت کولی شي په افغانستان کې د اړینو خدماتو پر وړاندې کولو کې منفي اغېز ولري. په داسې حال کې، چې په وینا یې هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم د ښځو پر وړاندې د زیاتېدونکیو محدودیتونو په اړه اندېښمنې دي.
د اقتصاد وزارت دا اقدام په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو پر دوام ترسره کېږي، چې د کارپوهانو په وینا ښځې د افغانستان په کورني اقتصاد کې مهم رول لوبوي.
-
نړۍ5 days ago
د سوریې د پخواني حکومت ځواکونو ۱۴ پولیس سرتېري ووژل
-
تازه خبرونه4 days ago
نړیواله ټولنه دې د پاکستان د بې عدالتۍ او ظلم مخه ونیسي ـ د هوایي برید ټپیان
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلې نن ټسټ لوبه کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان په افغانستان کې خپل هوايي بریدونه تائید کړل
-
سوداگري1 day ago
په افغانستان کې له بدخشان څخه تر هرات پورې د ډبرو سکرو یو کمربند شته
-
تازه خبرونه1 day ago
په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار پر بندیز یو ځل بیا ټینګار وشو
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په ایران کې ځانمرګي دوه پولیس افسرانو ته مرګ او ژوبله واړوله
-
نړۍ2 days ago
د جنوبي کوریا د الوتکې د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۲ کسان وژل شوي