تازه خبرونه
په کابل کې د ۵ پراختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کابل کې د اقتصاد، لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو او د هند سفارت تر منځ د ۵ پراختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور ویلي؛ د اقتصاد، لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو او په افغانستان کې د هند سفیر تر منځ د ۶.۲ میلیون دالرو پر ارزښت د پېنځه پرمختیايي پروژو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې په بدخشان او نورستان کې درې ښوونځي او په فراه او کاپیسا کې دوه پوهنتونونه بیا ورغول شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په بدخشان کې دوه ښوونځي او یو بل به هم په نورستان ولایت کې د پوهنې وزارت لخوا جوړ شي او دغه راز د کاپیسا د طبي پوهنتون سړک او د فراه تدریسي ودانۍ په پام کې نیول شوي دي.
د پوهنې وزارت اداري او مالي مرستیال عبدالسبحان رووف ویلي؛ د بدخشان او او نورستان پر دغو ښوونځیو ۹۰۰ زره دالر لګښت راځي.
د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالی عبدالتواب بالاکرزی وایي؛ هیله ده، چې دغه پروژې د اقتصاد وزارت لخوا پلې شي.
په کابل کې د هند سفیر ویلي، دا ډول پروژې د زد کوونکیو او محصلانو د پوهې د کچې په لوړولو کې اړینې دي.
په افغانستان کې د هند سفیر ویني کمار وایي، چې هند نه یوازې په افغانستان کې فزیکي کارونه کړي، بلکې د ځوانانو د وړتیاوو په جوړولو کې یې هم همکاري کړې، چې خپله پروژې جوړې کړي.
له ۲۰۰۵ کاله تر اوسه هند د اقتصاد وزارت په همکارۍ څلور سوه پراختیایي پروژې پلې کړي او دا هېواد ژمنه کوي، چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې اوږد مهاله مرسته وکړي.
تازه خبرونه
طالبان باید له پاکستان سره اړیکې پرې کړي– اشرف غني

ولسمشر هرات ته د خپل سفر پر دوه یمه ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي؛ له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پرېکول د افغانستان د سولې مهمه اړتیا ده.
دغه راز ولسمشر زیاته کړې: سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره باید طالبان له هېواده بهر پټنځایونه ونلري. که طالبان غواړي په افغانستان کې وي، دوه ګونی تابعیت نلرل يې شرط دی.
نوموړی د لنډ مهال حکومت د جوړولو پر طرحه هم د نیوکې تر څنګ څرګنده کړې؛ که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، دی به د واک لېږد لپاره حاضر شي.
ولسمشر غني مني، چې اوس هم د کابل او اسلام آباد تر منځ باور کمزوری دی او تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ د سرچینو تعریف ندی شوی.
د هغه په خبره، اسلام آباد په ډېرو برخو کې افغانستان ته اړ دی.
ولسمشر اشرف غني ویلي؛ ما د پاکستان له لومړي وزیر وغوښتل، چې طالبانو ته ښکاره ووایي، چې له سیاسي حللارې پرته بله لار نشته.
ولسمشر د سولې خبرو په لړ کې هغه خطرونه، چې ښایي را منځته شي هم اټکل کړي دي.
هغه په دې اړه څرګنده کړې: مونږ سولې ته هیله من یو؛ خو هر راز خطرونو ته هم چمتوالی لرو. ملت، چې چمتو نه وي تېرایستل کیږي.
که څه هم د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوی په دوحه کې له طالبان و سره خبرې روانې ساتلي؛ خو ولسمشر غني په ډاګه کړې: وروستۍ پرېکړه د پلاوي په لاس کې نده، بلکې د خلکو او د دولت په ځینو برخو پورې تړاو لري.
تازه خبرونه
پاکستان د طالبانو او امریکایانو د هوکړې پلي کېدل غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له ولسمشره غواړي، چې خپل ځواکونه د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ له افغانستان څخه وباسي.
په امریکا کې د نوي ولسمشر جوبایډن له راتلو سره ټول په تمه دي، چې امریکا به د افغانستان په اړه کومه پالیسي غوره کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جوبایډن له ادارې غوښتي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستو بهیر د فبرورۍ د نهه ویشتمې هوکړې له مخې روان وساتي.
شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي؛ د افغانستان له خاورې بهیر بهرني تخریب کوونکي شته او د امریکا له نوي ولسمشره غواړي، چې را منځته شوی فرصت او د افغانستان د سولې په بهیر کې را منځته شوي پرمختګونه درک کړي او له دې پرمختګونو دې د په شاتګ سبب نکیږي.
دغه راز د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار هم ویلي، چې یوازې مرکچي ډلې کولی شي سولې ته لاس رسی پیدا کړي او افغان دولت باید له هیڅ بهرني عنصر څخه د سولې د ټینګښت تمه ونلري.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موهید یوسف وایي: د مرستو او آسانتیاوو په برخه کې مونږ کارونه تر سره کړل او تر سره به یې کړو؛ خو د امریکا په خاطر نه، بلکې په رښیتنې ډول باید ووایم، چې یوازې پاکستان به ترې ډېره ګټه واخلي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، چې اسلام آباد د افغانستان د سولې په بهبر کې آسانتیاو برابرولو ته چمتو دی؛ خو افغان دولت باید فکر ونکړي، چې بهرني عناصر کولی شي، په دې هېواد کې سوله ټینګه کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، د دوحې د سولې په خبرو کې را منځته شوې دمه د دې لپاره ده، چې طالبان په دې برخه کې د جوبایډن تازه اقدامات وویني.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ریچارډ اولسن ویلي؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي له افغانستان څخه د روان کال د مې تر میاشتې د ټولو ځواکونو د ویستو بهیر له ننګونو ډک بولي او وایي، چې د افغانانو د سولې په خبرو کې اوسنی بندون هم د طالبانو قصدي کار دی، چې بایډن د افغانستان د سولې په تړاو تازه ګامونه واخلي.
ریچارډ اولسن وایي: هغوي اوس یوه دمه اخیستې؛ زما په اند طالبان په رښتیا په دې تمه دي، چې د ټرمپ ادارې لخوا د سولې بهیر په تړاو کوم اقدام کیږي. زما په نظر د بایډن اداره د ۲۰۲۱ کال د مې په میاشت کې د پرېکړې په تړاو له ننګونو سره مخ ده، چې څه باید تر سره کړي.
که څه هم ویل کیږي، چې د نوي ولسمشر له راتلو سره به د امریکا په بهرني سیاست کې د پام وړ بدلون رانشي؛ خو وبه کتل شي، چې د امریکا نوی ولسمشر د افغانستان په اړه کومه پرېکړه کوي.
تازه خبرونه
په کابل ښار کې له دوه چاودنو درې کسان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې پنجشنبې پرماسخوتن د کابل ښار د کوټې سنګي او دارالامان په اړوند سیمو کې د ملي اردو او شخصي موټرو د طالبانو په برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
دغه راز همهاله د دارالامان په درې لاري کې پر یوه شخصي کرولا د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې، چې یو ملکي وګړی یې وژلی او دوه نور ټپیان شوي.
پولیسو دا چاودنه هم تائيد کړې؛ خو د قربانيانو د هويت په اړه يې جزئيات ورنکړل.
دغه دوه پېښې د یو ساعت په دننه کې د ټولنیزو رسنیو وکاروونکیو تر منځ سخته اندېښنه راپورته کړې او د ناامنیو پړه یې پر امنیتي ادارو وراچولې ده.
د فیسبوک کاروونکیو پوښتلي، چې د دې مهال په ګڼه ګوڼه کې څنګه له چاودنې دوه کسان وژل کیدلی شي؟ خو پولیس نشي کولی د چاودنو د عاملینو مخنیوی وکړي.
دا چاودنې له هغې وروسته رامنځته کیږي، چې د اروپا د بشري حقونو سفیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر ملکي وګړیو د چاودنو غندنه وکړه.
دوی ویلي، چې د پام وړ تلفات د طالبانو او بېلابېلو تروریستي سازمانونو لخوا ملکي وګړیو ته اوښتي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د بشري حقونو د مدافعینو، قاضیانو، ژورنالیستانو، د رسنیو د کارمندانو او د مدني ټولنې د مخکښانو موخه ییزې وژنې د منلو وړ ندي.
دوی د حساب ورلونې او د ټولو بریدونو د بشپړې څېړنې او پلټنې غوښتنه وکړه او زیاتوي، چې ټول مجرمین باید محاکمه شي.
په کابل کې د موخه ییزو وژنو له زیاتوالي وروسته د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي؛ هغه مجرمین، چې نیول شوي باید اعدام شي.
د بندیانو د اعدام په اړه د امرالله صالح څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو خبرداری ورکړی که د دوی بندیان اعدام شي؛ نو دوی به یې غچ واخلي.
د طالبانو ویاند ویلي؛ ټول طالب بندیان، چې د افغان حکومت د محکمو لخوا پر مرګ محکوم شوي؛ د خوشې شویو ۵۰۰۰ بندیانو پرته له نورو بندیانو سره بد چلند به د سولې بهیر ته زیان ورسوي.
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
دوستم له طالبانو سره د جګړې ډګر ته بیا ستون شو
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
طالبان د افغانستان اوسنی نظام د اصلاح وړ نه بولي – سرچینې
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
په پروان ولایت کې چارواکو د کرونا ویروس بودجه بې ځایه لګولې
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
طالبانو د خپلې اجنډا د سپارلو لپاره وخت غوښتی – سرچینې
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
طالبانو د سیمې د استخباراتو په ملاتړ بې پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
قطري چارواکو د سترې محکمې د دوه قاضيانو وژنه وغندله
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
نن د کابل ښار د ۶ ناحیې او ۱۱ حوزې په اړوند سیمو کې چاودنې شوي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د غزني د پارلماني ټاکنو په ګډون د ولسوالیو، ولایتي او ښاروالیو شوراګانو ټاکنې کیږي- صالح