کوید۱۹

په چین کې د کرونا وبا پېښې مخ پر ډېریدو او روغتونونه تر فشار لاندې دي

Published

on

(Last Updated On: )

د راپورونو له مخې؛ په چین کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر ډېرېدو دي او په روغتونونو کې پر بېړنیو څانګو فشار ډېر شوی دی.

د رویترز د راپور له مخې؛ د چین په پالیسۍ کې د کرونا ویروس په اړه د روانې میاشتې له پیله ناڅاپي بدلون رامنځته او اړوند محدودیتونه لرې شول او دغه هېواد خپل ځپل شوي اقتصاد ته د بشپړې پاملرنې هڅې پیل کړې.

یو شمېر نړیوالو روغتیایي متخصصینو څرګنده کړې؛ دا اقدام، چې د محدودیتونو پروړاندې له پراخو لاریونونو وروسته رامنځته شو؛ نو کرونا ویروس هم ورسره په پراخه کچه بې کنټروله خپور شو او شونې ده، چې په ورځ کې میلیونونه خلک پرې اخته شي.

د سې شنبې پر ماښام د روغتون بېړنۍ څانګې تر فشار لاندې راغلې او له کلینیکونو بهر هم اوږده کتارونه جوړ شول.

رویترز د بېړنۍ څانګې د درملتون د یوې کارمندې د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ ډېري هغه کسان، چې امبولانسونو ته رسیدلي، د تنفسي آسانتیاوو لپاره اکسیجن ورکړ شو.

هغې زیاته کړې؛ د روغتون ټول ناروغان څه نا څه کرونا لري.

دغه را ټینګار شوی، چې روغتون د کرونا ویروس د ځانګړيو درملو ذخیره نلري او پرځای یې کولی شي په ساده ډول د ځانګړیو نښو لکه ټوخي لپاره درمل چمتو کړي.

د بېجينګ د چاو يانګ روغتون يوې داکترې جانګ يوهوا ويلي؛ د بېړنۍ پاملرنې ترلاسه کوونکیو ناروغانو شمېر هره ورځ تر ۵۵۰ پورته شوی.  په داسې حال کې، چې پخوا ۱۰۰ کسان ول.

که څه هم چین د کرونا وبا د تلفاتو د شمېر پر اعلان بندیز لګولی؛ خو د راپورونو له مخې؛ اوس هم هره ورځ په دې هېواد کې زرګونه کسان د کرونا وبا له امله مړي.

نړیوال روغتیا پوهان په راتلونکي کال کې لږ تر لږه د یو میلیون مړینې وړاندوینه کوي.

تجارتي شرکتونو په چین کې د محدودیتونو د لرې کولو له پرېکړې هرکلی کړی دی او خوښ دی، چې بهرنیو ته یې دې هېواد ته د سفر اجازه ورکړې ده.

تجارتي شرکتونو دا پرېکړه د تجارتي فعالیتونو د بیا غوړېدو لپاره اړینه بولي.

چین پرون اعلان وکړ؛ بهرنیان کولی شي، چې د جنورۍ له اتمې وروسته دې هېواد ته سفر وکړي.

چین د کرونا ویروس له کبله د دوه زره شلم کال په لومړیو کې دغه هېواد ته د بهرنیانو پر تګ یو لړ محدودیتونه وضع کړل. اوس حکومت پرېکړه کړې، چې د کرونا ویروس سره  د مبارزې لپاره پر خلکو تقویتي درمل ووېشي، چې په روغتونونو فشار کم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې جاپان پرون دغه هېواد ته د بهرنیو پر تګ یو شمېر محدودیتونه ولګول او علت یې د کرونا زیاتېدل یاد کړل.

Trending

Exit mobile version