سیمه ییز خبرونه
په هند کې سختو سیلابونو څلور کسان مړه کړل
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ ( د وري دولسمه ) د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې سخت توپان او سیلابونو څلور کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.
د دغه راپور له مخې؛ د لویدیځ بنګال ایالت د جلپایګوری په اړوند سیمه کې توپان او سیلاب یو شمېر کورونه ویجاړ، ټرانسپورټ ګډوډ او برښنا پرې کړې ده.
د جلپایګوري په اړوند سیمه کې چارواکو د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره خلک له سیمې وتلو ته اړ کړل.
سیمه ییز خبرونه
ټرمپ به د اسرائیل او ایران د جګړې خطر زیات نکړي – فیصل بن فرحان
د اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې وېره د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته زیاته شوه او د ایران د متحدینو په ګډون یې د لبنان حزب الله او د یمن حوثیان د فلسطینیانو پر ملاتړ په جګړه کې ښکېل کړل.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سېشنبې پر ورځ (د سلواغې دوهیمه) ویلي، چې د اسرائیل او ایران ترمنځ باید د جګړې مخه ونیول شي.
هغه زیاته کړې؛ باوري ندی، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت وکولی شي د داسې یوې جګړې خطر زیات کړي.
فیصل بن فرحان دا خبرې په سویس کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې کړي او دغه راز یې په راتلونکو څو ورځو کې لبنان ته له خپل سفر هم خبر ورکړ.
دا به د سعودي د بهرنیو چارو وزیر لخوا په تېره یوه لسیزه کې لبنان ته لومړی رسمي سفر وي.
شهزاده فیصل وایي: "طبیعي ده، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه او دغه راز زمونږ په سیمه کې هر ډول جګړه هغه څه دي، چې مونږ باید تر ممکنه حده ترې ډډه وکړو."
هغه زیاته کړې: "زه د امریکا حکومت د جګړې د خطر عامل نهګڼم؛ بلکې دا ښکاره ده، چې ولسمشر ټرمپ د شخړې پلوي ندی."
د اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې وېره د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته زیاته شوه او د ایران د متحدینو په ګډون یې د لبنان حزب الله او د یمن حوثیان د فلسطینیانو پر ملاتړ په جګړه کې ښکېل کړل.
اسرائیلو په غزه کې د حماس او د لبنان د حزب الله پر وړاندې ویجاړونکې جګړه پیل کړه؛ د دواړو ډلو پوځي جوړښتونه یې ویجاړ کړل، په منځني ختیځ کې یې د ایران د نفوذ شبکه له منځه یوړه او د سوریې د ولسمشر بشارالاسد، چې د ایران یو متحد و؛ په نسکورولو کې مرسته وکړه.
د اوکټوبر له بریدونو ۱۵ میاشتې وروسته د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند هوکړه لاسلیک شوه.
د قطر لومړي وزیر په دې غونډه کې دا هیله هم څرګنده کړه، چې د اسرائیلو د جګړې له پای ته رسیدو وروسته به د فلسطین اداره بېرته د غزې د ادارې لپاره سیمې ته راستانه شي او د غزې خلک باید پرېکړه وکړي، چې غزه څنګه مدیریت شي.
اسرائیل د غزې په اداره کولو کې د حماس هر ډول رول رد کړی؛ خو څه نا څه پهمدې کچه له فلسطیني حکومت سره هم مخالف دی.
سیمه ییز خبرونه
د اوربند پر لومړۍ ورځ حماس یرغمل او اسرائیل فلسطیني بندیان خوشې کړل
اوربند فلسطینیانو ته اجازه ورکړه، چې په بمبارډ شوو سیمو کې بېرته د خپل ژوند بیارغونه پیل کړي. په داسې حال کې، چې د مرستو لاریو خورا اړینې مرستې رسولي او د غزې په نورو برخو کې خلکو له حماس جنګیالیو، چې ښکاره شول؛ هرکلی وکړ.
رویټرز راپور ورکړی، چې د اوربند پر لومړۍ ورځ( یکشنبه د مرغومي دېرشمه / د جنورۍ نولسمه) حماس درې اسرائیلي یرغمل او اسرائیل ۹۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل. دا په داسې حال کې ده، چې د غزې تړانګه ویجاړه شوې او د منځني ختیځ اور ته یې لمن ووهله.
اوربند فلسطینیانو ته اجازه ورکړه، چې په بمبارډ شوو سیمو کې بېرته د خپل ژوند بیارغونه پیل کړي. په داسې حال کې، چې د مرستو لاریو خورا اړینې مرستې رسولي او د غزې په نورو برخو کې خلکو له حماس جنګیالیو، چې ښکاره شول؛ هرکلی وکړ.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې رومي ګونن، ډورن سټینبرچر او امیلي ډاماري له خپلو میندو سره لیدلي او یوه ویډیو یې خپره کړې، چې په کې دوی په ښکاره له روغتیا برخمن ښودل شوي. ډاماري، چې د تښتول کېدو پر ورځ یې دوه ګوتې د ډزو له کبله له لاسه ورکړې وې؛ موسکا وکړه او خپله مور یې غېږ کې ونیوله او خپل بنداژ شوی لاس یې پورته کړ.
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو قومندان ته په تیلیفوني اړیکه کې وویل "زه غواړم هغوی ته ووایم: رومي، ډورن او امیلي! یو ملت تاسې په غېږ کې نیسي؛ کور ته ښه راغلاست!".
په شیبا طبي مرکز کې ښځې له خپلو کورنیو سره غاړه غړۍ شوې، چې ورو – ورو یې ژړا پر خندا بدلېدله. یوه موسکا کوونکې ډاماري د اسرائیلو په بیرغ کې پوښل شوې وه.
اسرائیل ویلي، چې دوی د هغو ۲۵۰ څخه د زیاتو کسانو په ډله کې ول، چې د ۲۰۲۳ ز. کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې تښتول شوي او ۱۲۰۰ وژل شوي وه.
د غزې د طبي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له هغه وخت راپدېخوا د اسرائیلو په بریدونو کې له ۴۷ زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي؛ په غزه کې څه نا څه ۲ اعشاریه ۳ میلیون وګړي بې کوره او شاوخوا ۴۰۰ اسرائیلي سرتېري هم وژل شوي دي.
اوربند د جګړې د بندولو، غزې ته د مرستو د لېږدولو او د اسرائیلو په زندانونو کې د شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د نږدې ۱۰۰ پاتې اسرائیلي او بهرنیو یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه د ۳۳ کسانو د خوشې کولو غوښتنه کوي. باور کېږي، چې ډېری یرغمل شوي کسان مړه شوي دي.
د اوربند لومړی پړاو د درې ساعته ځنډ وروسته پلی شو؛ خو اسرائیلي جنګي الوتکو او توپخانو په غزه کې د دې هوکړې له لاسلیک وروسته بمبارډ وکړ.
د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان وکړ، چې د وروستۍ شېبې په دې چټکو بریدونو کې ۱۳ کسان ووژل شول. اسرائیل د هغو یرغمل شویو کسانو د نومونو په سپارلو کې د ځنډ پړه پر حماس واچوله، چې خوشې کوي یې او وايي؛ ترهګر یې پر نښه کړي دي. په داسې حال کې، چې حماس د نوملړ ځنډول تخنیکي وبلل.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې دندې په وروستۍ بشپړه ورځ کې له هغه اوربند هرکلی وکړ، چې له یو کال څخه زیات وخت لپاره د امریکا ډیپلوماسۍ ته پاتې و؛ وویل: "نن په غزه کې وسلې غلي شوې دي." هغه زیاته کړې: « مونږ نن دې مرحلې ته د هغه فشار له کبله رسېدلي یوو، چې اسراېیلو او امریکا پر حماس اچولی و.»
د حماس لپاره اوربند د ۱۵ میاشتو له پټیدو وروسته د ښکاره کېدو او راوتلو فرصت برابر کړ. د حماس پولیس، چې په نیلي پولیسي یونیفورم کې بېلابېلو سیمو ته ورسېدل او وسلوال جنګیالي د سویلي ښار خان یونس څخه تېر شول، هلته، چې خلکو د "القسام کنډکونو" چې یوه وسلواله څانګه ده، د هڅونې شعارونه ورکول.
یوه جنګیالي رویټرز ته وویل: "د نتنیاهو له فشار سره - سره، د مقاومت ټولې ډلې پاتې دي."
له جګړې وروسته د غزې د حکومت کولو لپاره کوم پراخ پلان نشته؛ د هغې بیا رغونه، خو پرېږده. رویټرز راپور ورکړی، چې د حماس هر ډول راستنېدل به د اسرائیلو صبر وازموي، چې ویلي یې دي تر هغې، چې دا وسلواله ډله په بشپړه توګه له منځه لاړه نشي، جګړه به بیا پیل کړي.
د ملي امنیت سخت دریځي وزیر اتمار بن ګویر د اوربند په اړه له کابینې څخه استعفا ورکړه. که څه هم د هغه ګوند ویلي، چې د نتانیاهو د حکومت د نسکورولو هڅه به ونهکړي. یو بل یاد سخت دریځی د مالیې وزیر بیزلل سموتریچ په حکومت کې پاتې شو؛ خو وایي، چې که جګړه د حماس له منځه تلو پرته پای ته ورسیږي،استعفا به ورکړي.
د ټرمپ د ملي امنیت منتخب سلاکار مایک والټز ویلي، چې که حماس له هوکړې څخه سرغړونه وکړي؛ امریکا به د اسرائیلو ملاتړ وکړي "په هغه څه کې، چې ورته اړتیا ده".
هغه وایي: "حماس به هيڅکله پر غزه واکمني ونهکړي. دا پوره د منلو وړ نده."
د غزې ښار ویجاړ شوي سړکونه اوس د خلکو له هغو ډلو ډک دي، چې د فلسطین بېرغونه یې پورته کړي او پخپلو ګرځند ټیلیفونونو کې یې بېلابېلې صحنې فلمولي.
په راپور کې ویل شوي، چې د کورنیو توکو څخه ډکې څو ګاډۍ له کثافاتو او خاورو څخه پر ډک سړک تېرېږي.
احمد ابو عیهم، ۴۰ کلن، له غزې ښار څخه ویلي: که څه هم اوربند ممکن انسانان وژغوري؛ خو دا ویجاړۍ او زیانونه ترې راپاتې دي.
د یادونې ده، چې دا اوربند د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو په درشل کې پلی شو.
سیمه ییز خبرونه
نن به په غزه کې اوربند او د یرغمل شوو کسانو خوشې کول پیل شي
حماس وسلوال د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.
په غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې؛ اوربند او د یرغمل شوو کسانو خوشې کول به له څو ساعتونو وروسته پیل شي؛ خو د حماس لخوا د خوشې کېدونکو یرغملو د نوملړ په نه چمتو کولو کې د پاتې راتلو له کبله اسرائیلو لاریونونه کړي دي.
حماس وسلوال د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.
د اسرائیلي پوځ او همدارنګه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ماجد الانصاري د اعلان له مخې، اوربند به د یکشنبې پر ورځ پر ځایي وخت د سهار ۸:۳۰ پیل شي.
مخکې اعلان شوی و، چې درې اسرائیلي یرغمل شوي کسان، چې درې ملکي ښځې هم په کې شاملې دي؛ د مازدیګر پر ۴:۰۰ خوشې شي او د اسرائیل خاورې ته یې له لېږدولو وروسته به له ۹۰ څخه ډېر فلسطیني بندیان خوشې شي.
د هوکړې له مخې، حماس باید د یرغمل شویو کسانو نومونه له خوشې کېدو څخه ۲۴ ساعته مخکې ورکړي؛ خو اسرائیلي رسنیو د شنبې پر ماښام ناوخته راپور ورکړ، چې حماس تر اوسه د هغو ۳ یرغمل شویو کسانو نومونه ندي اعلان کړي، چې ټاکل شوې د اوربند پر لومړۍ ورځ خوشې شي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د شنبې پر ماښام په خبرپاڼه کې ویلي، چې "تړون به تر هغې پورې پرمخ لاړ نشي" چې نوملړ ترلاسه نشي او حماس له تړون څخه د سرغړونې بشپړ مسوولیت لري.
د اوربند تړون او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د امریکا، قطر او مصر پر منځګړیتوب رامنځته شو او د جګړې ښکېلو خواوو هم لاسلیک وکړ.
د دې تړون لومړی پړاو ۶۰ ورځې دی او د راتلونکو پړاوونو جزئیات به د دغو اړخونو ترمنځ په خبرو اترو کې وټاکل شي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی؛ غوره ده، چې تړون وساتل شي او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول روان وساتل شي.
ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ماښام NBC نیوز ته د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هغه ډاډه دی اسرائیلي یرغمل به ژر خوشې شي وویل: "مونږ به ژر وګورو؛ دا غوره ده، چې دوام ومومي."
ډونالډ ټرمپ، چې له شبکې سره په ټیلیفوني خبرو اترو کې ویلي، چې هغه بنیامین نتانیاهو ته ویلي: "دا [چاره] باید پای ته ورسیږي؛ مونږ غواړو، چې پای ته ورسیږي او هغه څه روان وساتو، چې باید ترسره شي."
هغه په دې اړه نور جزئیات ورنکړل او دا یې هم وویل: پرته له دې، چې جزئیات ورکړي وویل؛ ډېر ژر به له بنیامین نتانیاهو سره وویني.
د لاسلیک شوي تړون له مخې، ټاکل شوې، چې د اوربند له پیل سره سم د بشري مرستو بار وړونکې لارۍ غزې ته ننوځي او د دوی شمېر به هره ورځ ۶۰۰ لاریو ته ورسیږي، چې په کې ۵۰ د تېلو ټانکرونه هم شامل دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د شنبې په ورځ وویل، چې د بشري مرستو بار لارۍ او همدارنګه د تېلو ۵۰ ټانکرونه به د یکشنبې پر ورځ غزې ته ننوځي.
هغه د خپل نایجیریایي سیال سره په یوه ګډه خبري غونډه کې زیاته کړه: "مونږ هیله لرو، چې ۳۰۰ لارۍ به د غزې شمالي سیمې ته ننوځي، چې د مرستندویه بنسټونو په وینا، زرګونه خلک په سختو شرایطو کې بند پاتې دي."
رویټرز د شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په سلګونه لارۍ د رفح پولې ته څېرمه د مصر په لاره کې د اوربند د پیلېدو پر تمه ولاړې دي.
دا لاره پخوا غزې ته د مرستو د رسولو لپاره تر ټولو مهمه لار وه؛ خو د سږ کال په غویي( ثور ) کې وتړل شوه.
له بلې خوا، د اسرائیلو لومړي وزیر په یوه ثبت شوي ویډیوي پیغام کې د تړون لومړي پړاو ته "لنډمهاله اوربند" وویل.
په هغه ویډیو کې، چې د شنبې پر ماښام خپره شوه هغه وویل؛ جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړو ټینګار کړی چې که د تړون راتلونکي ګامونه پوره نشي، نو اسرائیل کولی شي د غزې جګړه بیا پیل کړي.
بنیامین نتانیاهو دا هم ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ماښام له هغه سره په ټیلیفوني خبرو کې د تړون لومړی پړاو لنډمهاله اوربند وباله.
د غزې جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې حماس د اسرائیلو پر جنوبي برخه برید وکړ؛ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
د دې برید په ځواب کې اسرائیلو پر غزه پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس د چارواکو په وینا، تر اوسه پورې یې له ۴۶ زره څخه ډېر کسان یې وژلي دي.
-
تازه خبرونه3 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
تازه خبرونه1 day ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه1 day ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه
-
نړۍ12 hours ago
مونږ اوس په امریکا کې یوازې د نرینه او ښځې دوه جنسیتونه لرو- ټرمپ
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو