کوید۱۹
په هند کې د کرونایي مړینې کچه ۳۰۰ زره کسانو ته پورته شوه

رویټرز په ډاګه کړې، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په هندوستان کې د کرونا ویروس له کبله ۴۴۵۴ کسان مړه شوي دي.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له دې شمېر سره د مړو شمېره ۳۰۰ زره ته پورته شوی دی.
رویټرز زیاته کړې، چې په همدې موده کې نور ۲۲۲۳۱۵ کسان پر کرونا ویروس ویروس اخته شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سویلي آسیا په هېوادونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۶ اعشاریهپېنځه اویا میلیون او د مړو هغه ۳۰۳۷۲۰ میلیون څخه ډېر شوی دی.
کوید۱۹
د نیوزیلینډ لومړۍ وزیره پر کرونا ویروس اخته شوه

د نیوزیلینډ د لومړي وزیرې دفتر په ډاګه کړې، چې د جسینډا آرډرن کتنه ښیي، چې د کرونا ویروس له نښو برخمنه شوې ده.
د نیوزیلینډ د لومړۍ وزیرې له دفتره په ډاګه شوې، چې جسینډا آرډرن به د کرونا ویروس له کبله د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې له پارلماني ناستو بې برخې وي؛ خو هغه به امریکا ته ټاکل شوی سوداګریز سفر ونځنډوي.
د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې د جمعې له ماښام راپدیخوا د کرونا ویروس لږې نښې درلودې او نن سهار یې د ویروس لپاره مثبته کتنه تر سره کړه، چې پایله یې مثبته وه؛ د مې تر ۳۱ مې نېټې به په قرنطین کې وي او خپل رسمي مسوولیتونه له لرې ترسره کوي.
د لومړۍ وزیرې مرستیال ګرانټ رابرټسون نن په رسنیو کې تر ټاکل شوې نېټې د نوي لومړي وزیر په توګه اعلان شوی دی.
کوید۱۹
نیویارک ښار له کرونا ویروس څخه ورپېښ ګواښ منځنۍ کچې ته لوړوي

په نیویارک ښار کې د دوشنبې پر ورځ له کرونا ویروسه د ورپېښ ګواښ کچه له ټیټې څخه منخنۍ ته لوړه کړه او د عامې روغتیا ځینې سپارښتنې د بیا پلي کیدو وضعیت ته راغلې دي.
د نیویارک پوسټ د څرګندونو له مخې؛ نیویارک ښار روغتیایي کمیشنر اشون واسان د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د خطر کچه؛ ځکه لوړه شوې، چې اوس په منځنۍ کچه په هرو ۱۰۰۰۰۰ خلکو کې هره ورځ له ۲۰۰ ډېرې نوې پېښې رامنځته کیږي.
نوموړي زیاته کړې، د نویو پېښو له زیاتېدو سره د نیویارک ښار خلک باید د تېرو څو اوونیو پر پرتله خورا ډېر پام وکړي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې ښار په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه هره ورځ ۲۴۸۹ نوې پېښې لرلې، چې د مارچ له پیل راپدیخوا په ورځني شمېر کې ۶۰۰ ډېروالی ښیي؛ خو د تېرې میاشتې پر پرتله په روغتون کې بستر کیدل او د مړینې پېښې لږ څه کمې شوې دي.
منځنۍ یا ژیړه کچه پدې معنی ده، چې خلک باید په عامه ځایونو کې ماسک اغوستل په پام کې ونیسي او د لوړ کیفیت ماسکونو ته وده ورکړي.
کوید۱۹
له نیمایي ډېر امریکایان پر کرونا ویروس اخته دي

په ټوله امریکا کې شاوخوا ۵۸ سلنه وګړي او له ۷۵ سلنې ډېر لږ عمر لرونکي ماشومان پدې ناروغۍ اخته شوي دي.
د امریکا د ناروغیو د څارنې او مخنیوي مرکزونو لخوا ترسره شوې څېړنه ښيي، چې په دې هېواد کې له نیمایي ډېر وګړي لږ تر لږه یو ځل پر SARS-CoV-2 ویروس باندې اخته شوي دي.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په ډسمبر کې د اومیکرون له رارسیدو مخکې د امریکا یو پر درېیمه برخه وګړيو د پخواني SARS-CoV-2 انفیکشن نښې لرلې.
د نویو معلوماتو له مخې، پر اومیکرون د هر عمر ګروپ اخته شوی؛ خو ماشومان او تنکي ځوانان، چې ډېري یې واکسین شوي ندي، د انفیکشن لوړه کچه لري. په داسې حال کې چې د ۶۵ کلنو او له دې پورته عمر لرونکي خلک، چې پوره واکسین شوي؛ لږ پر کروانا اخته دي.
د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو مشر ډاکټر روچیل والنسکي خبریالانو ته ویلي، چې په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی، چې یوازې تېره اوونۍ ۲۲ اعشاریه ۷ سلنه ډېر شوي، چې په ورځ کې ۴۴۰۰۰ ته لوړیږي. دغه راز په روغتون کې د دویمې اوونۍ لپاره په بستر کې پاتې کېدل ۶ اعشاریه ۶ سلنه ډېر شوي دي.
دغه راز د مړینې کچه په یوه اوونۍ کې ۱۳ اعشاریه ۲ سلنې ته راکښته شوې؛ خو ټولشمېر یې یو میلیون ته نږدې کیږي.
د راپورونو له مخې د امریکا له ۶۶ سلنې څخه ډېر وګړي د کرونا پر وړاندې بشپړ واکسین شوی او نږدې ۴۶ سلنه خلکو تقویتي واکسین تر لاسه کړی.
-
نړۍ 2 ورځې مخکې
په نیویارک ایالت کې یوه وسلوال ۱۳ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت له کورني مشروعیت او رضایت پرته ناشونی دی
-
سوداگري 3 ورځې مخکې
اسلامي امارت د ۱۴۰۱ مالي کال خپلواکه بودجه تصویب کړه
-
کوید۱۹ 3 ورځې مخکې
د نیوزیلینډ لومړۍ وزیره پر کرونا ویروس اخته شوه
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
د افغانستان کورني مسایل د افغانانو خپل کار دی – ذبیح الله مجاهد
-
سوداگري 2 ورځې مخکې
د اسلامي امارت د کانونو وزارت په عوایدو کې ډېروالی راغلی
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
په افغانستان کې ترهګريزۍ سر راپورته کړی – انتونیو ګوترش
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د روسیې او تاجکستان ولسمشران د افغانستان په اړه وغږېدل