Connect with us

نړۍ

په نیویارک ښار کې له اورلګېدنې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان مړه شوي

خپور شوی

 په

(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۰)

د نیویارک ښار د چارواکو د څرګندونو له مخې؛  د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي ۱۹) د نیویارک د برونکس په یوه اپارتمان کې د اورلګېدنې له کبله د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د نیویارک ښاروال ایرک اډمز د پېښې په تړاو ویلي، چې اورلګېدنه سهار مهال ۱۱۲ بجې په ۱۹ پوړ کې رامنځته شوې؛ ۶۰ کسان روغتون ته استول شوي، چې د ۳۲ روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د ښار د اور وژنې کمیشنر ډینیل نیګرو خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د اور لګېدو لامل  تر څېړنې لاندې دی.

نوموړي ویلي، چې ډېري کسان لوګیو زیانمن کړي دي؛ خو نږدې ۲۰۰ اوروژونکیو ډېري خلک وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په فلاډلفیا ښار کې د چارشنبې پر سهار له یوې اورلګېدنې د اته ماشومانو په ګډون دولس کسان وژل شوي.

نړۍ

که روسیه پر اوکراین پوځي برید وکړي؛ بې ساري بندیزونه به پرې ولګول شي – اروپا

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۰)

اروپايي ټولنې مسکو ته خبرداری ورکړی، چې که روسیه پر اوکراین د برید پرېکړه وکړي؛ نو له بې ساري اقتصادي بندیزونو سره به مخ شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون ویلي، چې مسکو ته به یو ګډ خبرداری واستوي.

د ختيځ او لویديځ ترمنځ کړکېچ له هغې وروسته ډېر شو، چې روسيې له اوکراين سره په پوله کې زرګونه پوځيان ځای پر ځای کړل او ورسره دا وېره ډېره شوه، چې ښايي مسکو پر اوکراين برید وکړ؛ خو مسکو ویلي، چې پر کیف د برید پلان نلري.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لاینډبرګیس په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل: د روسیې د تاکتیکونو له پوهیدو سره باوري یم، چې د دوی یوه موخه د لویدیځ وېشل دي. دا هغه بریا ده، چې مونږ یې روسانو ته ورکولی نشو.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ژپه کوفود خبریالانو ته ویلي: په دې کې شک نشته، چې که روسیه بیا پر اوکراین برید وکړي؛ مونږ چمتو یو، چې پرې بې ساري بندیزونه ولګوو.

ژپه کوفود ونه ویل، چې کومې برخې به یې تر بندیزونو لاندې راشي.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا د ۲۰۰ میلیون ډالرو دفاعي مرسته اوکراین ته ورسېده

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۰)

رویټرز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د امریکا سفارت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د اوکراین لپاره د امریکا د ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د امنیتي ملاتړ لومړۍ ټولګه کیف ته ورسېده.

د امریکا دغه نوښت له هغې وروسته په ډاګه کیږي، چې په روانه اوونۍ کې یې د بهرنیو چارو وزیر کیف ته سفر وکړ. دا کار له اوکراین سره په پوله کې د لسګونه زره روسي سرتېرو د ځای پرځای کیدو له غبرګون او د کیف او لویدیځو متحدینو له اندېښنې رامنځته شو. په داسې حال کې، چې روسیې پر اوکراین برید رد کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې؛  واشنګټن د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو دغه ټولګه تصویب کړې وه.

دغه راز امریکا به د روسیې د تېري پر وړاندې د اوکراین له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په روانو هڅو کې د اوکراین له وسلوالو ځواکونو ملاتړ هم روان ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین دفاع وزیر د امریکا له دغې دفاعي مرستې مننه کړې ده.

Continue Reading

نړۍ

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن پر زندان هوایي برید رد کړ

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۴۰۰)

د سعودي رسمي خبري آژانس د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن په صعده ولایت کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر زندان برید رد کړ او وایي، چې پر اړوند ودانیو برید بند هم ندی.

د رویټرز یوه عیني شاهد ویلي؛ د جمعې په برید کې د آفریقایي مهاجرو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او له دوه سوه ډېر نور ټپیان دي.

د سعودي دولتي خبري آاژانس د ائتلاف د یوه ویاند د څرګندونو له مخې ویلي؛ ائتلاف به په یمن کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) او د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سي آر سي) ته د حقایقو او جزئیاتو په اړه خبر ورکړي.

په یمن کې د حوثیانو د روغتیا وزیر طه المتوکل د جمعې پر ورځ ویلي، چې د سعودي پر مشرۍ ائتلاف د حوثیانو تر څارنې لاندې پر زندان هوایي برید کړی؛ ۷۰ کسان یې وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ایران او عربانو د سیالیو او نیابتي جګړو په اړه له ایران سره د عربستان د اړیکو پر عادي کولو خبرې روانې دي؛ خو د ابوظبۍ پر خاوره د حوثي یاغیانو د بې پلوټه الوتکې برید د سیمې وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش دغه برید غندلی او په دې اړه یې د پوره څېړنو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!