تازه خبرونه

په ننګرهار کې لسګونو بېوزلو کورنیو د بیات بنیاد د روژې مناسبتي مرستې تر لاسه کړې

د دې بنیاد چارواکي وايي، چې په دې مرسته کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې له یوې رڼې سروې وروسته اړمنو ته ووېشل شول.

Published

on

(Last Updated On: )

د بیات بنیاد د روژې د مناسبتي مرستو په لړ کې دا ځل د ننګرهار ولایت لسګونه بېوزلو کورنیو دا مرستې ترلاسه کړې.

د دې بنیاد چارواکي وايي، چې په دې مرسته کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې له یوې رڼې سروې وروسته اړمنو ته ووېشل شول.

په ننګرهار کې د بیات بنیاد استازي عطاءالله ساحل ویلي: “بیات بنیاد هر کال په ټول افغانستان کې له زرګونو کورنیو سره مرسته کوي. له نېکه مرغه نن د روژې دا مناسبتي مرستې په جلال‌آباد کې سلګونو کورنیو ته هم وویشل شوه. په دې مرسته کې اوړه، وريجې او غوړي شته دي.”

د ننګرهار ولایت د اقتصاد ریاست چارواکي د بیات بنیاد د ستایلو تر څنګ له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

د ننګرهار د اقتصاد ریاست استازي محمد آصف رحماني ویلي: “دا کورنۍ ډېرې مستحقې کورنۍ دي، چې د اقتصاد ریاست او بیات بنیاد د استازو په شتون کې د یوې سروې له ترسره کولو وروسته غوره شوې دي. دا کورنۍ مستحقې دي، چې کونډې، معیوبین او غریب خلک دي.”

د مرستو ترلاسه کوونکي هم د بیات بنیاد لخوا د روژې له مناسبتي مرستو هرکلی کوي او وايي، چې اړمن کسان نورو مرستو ته اړتیا لري.

حیدر، چې د مرستو له ترلاسه کوونکو څخه یو دی وایي: “مونږ ډېر غریب خلک یوو. د کار فرصتونه نشته. له بیات بنیاد څخه ډېره مننه، چې مرسته یې وکړه.”

د مرستې یو بل ترلاسه کوونکی محمد زمان هم ویلي، “زه په دې روژه کې له ستونزو سره مخ وم. نه مې شو کولی نفقه پیدا کړم. بیات بنیاد راسره مرسته وکړه. خدای دې ورسره مرسته وکړي.”

بیات بنیاد نه یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې، بلکې د طبیعي پېښو پر مهال هم له اړمنو خلکو سره مرسته کړې او همدارنګه یې په بېلابېلو سکټورونو په ځانګړي توګه د روغتیا او تعلیم په برخه کې یې له دولتي ادارو سره همکاري کړې ده.

 

Trending

Exit mobile version