نړۍ
په مالي هېواد کې ناڅرګندو وسلوالو ۲۴ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د مالي هېواد چارواکو څرګنده کړې، چې ناڅرګندو وسلوالو تېره ورځ پر حکومتي ځواکونو دوه بریدونه کړي؛ شپږ سرتېري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د مالي هېواد یوه پوځي ویاند رویټرز ته ویلي، چې د دولتي ځواکونو او ناڅرګندو وسلوالو ترمنځ وسلواله نښته هم شوې، چې په دې بریدونو کې ۳۰ وسلوال بریدکوونکي هم وژل شوي دي.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ برید د دې هېواد د مرکز په اړوند بولکسي او موندرو سیمو کې رامنځته شوی دی.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په دې سیمو کې له القاعدې او داعش سره تړلې ډلې هڅې کوي.
تازه خبرونه
جو بایډن د ګوانتانامو زندان پر تړلو غور کوي

رویټرز د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن همکارانو په کیوبا کې د ګوانتانامو زندان پر تړلو غور پیل کړی.
رویټرز د دوه لوړپوړیو چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د جوبایډن همکارانو د یاد زندان پر تړلو خبرې اترې کوي، چې ټاکل شوې په راتلونکیو اوونیو یا میاشتو کې د بایډن لخوا په دې اړه یو فرمان لاسلیک شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي خبریالانو ته ویلي: د دې زندان تړل د جو بایډن د حکومت موخه ده او مونږ یې د تړلو اراده لرو.
د ګوانتانامو زندان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته، چې د بش پر مهال پر نیویارک او واشنګټن برید وشو؛ له بهرنیو شکمنو کسانو څخه د پوښتنو لپاره جوړ شو او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د ځورونو سمبول وګرزېده. ان اوباما د خپلو ټاکنیزو هڅو پر وخت ژمنه وکړه، چې دا زندان به وتړي؛ خو له بریا وروسته له خپلې ژمنې تېر شو.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په سپینه ماڼۍ کې د خپلو څلور کلونو واکمنۍ په بهیر کې زندان پرانستی ساتلی و.
د یادونې ده، چې اوس ۴۰ بندیان په ګوانټانامو کې بې برخلیکه پاتې دي او نږدې دوه لسیزې کیږي، چې له تور او محکمې پرته ساتل کیږي.
تازه خبرونه
د نړۍ اوږد مهاله جګړې مسوولانه پای ته رسوو – جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبه پر ورځ له پنټاګون څخه د لیدنې پر وخت ویلي؛ هغه به هیڅکله د امریکا د دفاع لپاره د ځواک له کارولو ډډه ونکړي، خو هغه ژمنه وکړه، چې د نړۍ له مشرانو سره به د روانې اوږدمهالې جګړې پر پای ته رسولو کار وګړي.
بایډن څرګنده کړې: ستاسو د اعلی سر قومندان په توګه به هیڅکله د امریکا، د امریکا د خلکو او په ټوله نړۍ کې زمونږ د متحدینو د حیاتي ګټو د ساتنې لپاره د ځواک کارول ونسپموي.
هغه زیاته کړې، باید ووایو، چې د دفاع وزارت مرکزي او اړین ماموریت دا دی، چې د دښمنانو د یرغل مخه ونیسي او که اړتیا وي جګړه او ګټل د امریکې خوندي وساتي.
هغه په دې مراسمو کې د دفاع وزارت کارمندانو ته څرګنده کړه، چې د امریکا دفاع وزارت په ټوله نړۍ کې د بهرنیو چارو وزارت ډیپلوماتانو ته اړین دی.
جو بایډن ژمنه وکړه، چې د دفاع له وزیر لویډ آسټین او د نړۍ له مشرانو سره به کار وکړي، چې اوږدمهاله جګړې مسولانه پای ته ورسوي او دا ډاډ هم ترلاسه شي، چې ترهګریز ګواښونه د امریکا د خلکو امنیت له خطر سره مخ کولی نشي.
بایډن د می د لومړۍ نېټې د عسکرو ایستلو کومه نغوته نده کړې. په داسې حال کې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې باید په افغانستان کې د ځواکونو شمېر صفر ته ورسوي.
تر دې دمه ، نښې نښانې داسې دي، چې نوې اداره به پر لاسلیک شوي ټړون بیاکتنه کوي او د ځواکونو وتل به د شرایطو پر بنسټ وي، نه د هوکړې له مخې.
نړۍ
د میانمار په کودتا کې آنګ سان سوچي نیول شوې

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د میانمار پوځي چارواکو د دغه هېواد د غوره شوې مشرې آنګ سان سوچي پر ضد کودتا کړې ده.
د راپورونو له مخې، سوچي او د میانمار څو لوړ پوړي چارواکي نیول شوي دي.
د دغه هېواد د پوځي چارواکو د یوې ټلویزیونې څرګندونې له مخې، دغه کودتا د ټاکنو د درغلیو په غبرګون کې رامنځته شوې ده.
د اعلامیې له مخې، واک پوځي مشر ته سپارل شوی او تر بل کاله په هېواد کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په پلازمېنه کې عام بازارونه ، مخابراتي شبکې او انټرنیټي خدمات د لاسرسي وړ ندي.
امریکا د سوچي نیول غندلي او څرګندوي، چې امریکا د ټاکنو د پایلو بدلولو له هرې هڅې سره مخالفت کوي او خبرداری یې ورکړی، چې که دا هڅې جبران نشي؛ دا هېواد به په دې اړه اقدام وکړي.
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د افغانستان د سولې خبرو له پیلېدا وروسته ملکي ځاني زیانونه ډېر شوي – یوناما
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د افغانستان د تاریخي آثارو د خپلسرې کېندنې، قاچاق او سوداګرۍ مخه دې ونیول شي ـ طالبان
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د کندهار په جګړه کې د طالبانو تر څنګ بهرني جنګیالي درېدلي دي ـ پوځي چارواکي
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د دوحې د هوکړې د بیا کتنې په اړه له افغان چاواکو سره اړیکې لرو- امریکا
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
طالبانو په خپلو پوځي لیکو کې پر بهرنیو جنګیالیو بندیز لګولی
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان د سولې نیت وکړي –اشرف غني
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
په بدخشان کې د سرو زرو ۷ کان کېندونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه تصویب کړه