تازه خبرونه

په قزاقستان کې د منع شویو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت ایستل یو ښه پرمختګ دی – بهرنیو چارو وزارت

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په قزاقستان کې د منع شویو ډلو له نوملړه د افغانستان اسلامي امارت د نوم له ایستلو هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (سې شنبه د زمري پېنځلسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ګام له اسلامي امارت سره د قزاقستان د همغږۍ او په دې برخه کې د خنډونو د لرې کولو او د دوه اړخیزو اړیکو د کچې ښه‌والی په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: قزاقستان په سیمه کې د افغانستان مهم سوداګریز او ټرانزیټي ګډونوال دی او دا پرېکړه به د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ او پراخو اقتصادي همکاریو لپاره لار اواره کړي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.

د قزاقستان دولتي خبري آژانس پرون ( دوشنبه د غبرګولي څوارلسمه) راپور ورکړ؛ د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توکایوف اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت نوم یې د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستلی دی.

توکایوف دا خبره د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د غړیو هېوادونو د پارلمانونو له رییسانو سره په کتنه کې کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې دغه هڅه او ګام له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پورته شوی دی.

Trending

Exit mobile version