Connect with us

تازه خبرونه

په بلخ کې د طالبانو د استخباراتو د مشر په ګډون ۹ وسلوال وژل شوي

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: April 16, 2021)

د ملي دفاع وزارت ویلي، چې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو د مشر په ګډون نهه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دا پېښه پرون (پنجشنبه د وري ۲۶) د بلخ ولسوالۍ د حسین خېلو په کلي کې رامنځته شوې او پېنځه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په وژل شویو وسلوالو کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس اجمل ماشک هم شامل دی.

دې وزارت زیاته کړې: اجمل ماشک په دې ولایت کې دوه میاشتې مخکې د ښځینه غړیو په ګډون د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرطبیب ډاکټر صالح صمیم د وژڼې په هڅه کې هم لوی لاس درلود.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې د طالبانو ځینې تجهیزات هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، چې برید د استوګنې پر ملکي سیمه شوی، چې په کې یې ملکي وګړو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

تازه خبرونه

طالبانو له اوربنده سرغړونې کړي – دفاع وزارت

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: May 16, 2021)

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د طالبانو تر چتر لاندې ترهګريزو ډلو د هېواد په څو ولایتونو کې بریدونه تر سره کړي، چې ملکي وګړیو او امنیتي ځواکونو ته یې ځاني زیانونه رسولي دي.

که څه هم تمه کېده، چې د اختر په درې ورځو کې به خلک د جګړې شاهدان نه وي؛ خو په ښکاره د هېواد په اووه ولایتونو کې د پلازمېنې په ګډون تاوتریخوالی شوی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلي: د هېواد او ولایتونو په بېلابېلو برخو کې له اوربنده سرغړونه لیدل شوې او بېلابېلې ډلې د طالبانو تر چتر لاندې، چې له طالبانو سره اړیکې لري له اوربنده  سرغړونه کړې. حکومت اوربند مات کړی ندی، خو دښمن له اوربنده سرغړونه کړې ده.

د اختر په تېرو درې ورځو کې ترسره شوي تاوتریخوالي ملکيانو او پوځیانو ته ځاني زیانونه اړولي؛ د کابل د شکردرې ولسوالۍ په یوه جومات کې د چاودنې له کبله د جومات د امام په ګډون د ۱۴ کسانو وژل کېدل، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د یوه پوځي او دوه ملکي وګړيو ټپي کېدل، په کندوز کې د چاودنې له کبله د دوه ملکي وګړیو وژل کېدل او د دوه نورو ژوبلېدل، په غزني کې د چاودنې له کبله د دوه ملکي وګړیو وژل کېدل، په کندهار کې د چاودنې له کبله د ملکي وګړیو مرګ و ژوبله، په کاپيسا کې چاودنې ولسي خلکو ته مرګ و ژوبله لړولې او په روزګان کې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

د روزګان والي محمد عمر شېرزاد ویلي: د روزګان په دوه بېلابېلو سیمو کې له اوربنده سرغړونه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ لومړی د روزګان – کندهار پر لویه لار د امنیتی ځواکونو پر کاروان برید شوی او بل برید د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز شوی، چې امنیتي ځواکونه یې ټپیان کړي دي.

هغه وایي، طالبانو اوربند ته خپله ژمنتیا نده پوره کړې.

د ولسي جرګې غړي محمد عارف رحماني ویلي، چې د اوربند پرمهال ډېري بریدونه د درېیمې کړۍ له لوري د رامنځته شوې باوري فضا د له منځه وړو لپاره ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوې سرچینې ويلي؛ د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی، چې څلور ورځې مخکې په هرات کې ټپي شوی و، نن یې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د ملارسول د ډلې طالب مرستیال له ټپونو ومړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: May 15, 2021)

یوې سرچینې آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ د ملا رسول پر مشرۍ له طالبانو د بېلې شوې دلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی، چې تېره اوونۍ په هرات کې ټپي شوی و؛ نن شنبه ( د غویی ۲۵) د کابل په یو روغتون کې ومړ.

سرچينې د نوم د نه ښودلو پر شرط زیاته کړې، چې ملانیازی د پنجشنبې پر ماسپښين د سختو ټپونو له کبله د هرات ولایت له روغتون څخه د کابل روغتون ته ليږدول شوی و.

د راپورونو له مخې؛ د ملا هبت الله پر مشرۍ طالب وسلوالو نوموړی په هرات ولایت کې درې مرمۍ پر سر ویشتی و؛ لومړي د هرات روغتون ته د درملنې لپاره له خپلو درې ساتونکیو سره لېږدول شوی و.

سرچینې ویلي، چې په دې نښته کې درې وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ولایتي چارواکو تېره اوونۍ آریانا نیوز ته ویلي وه، چې ملا عبدالمنان نیازی د چارشنبې پر ورځ د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې له طالب وسلوالو سره په یوه نښته کې ټپي شوی دی.

سرچینو هغه وخت ویلي وه، چې طالب پلوه قومندان ملا نیازی د هرات عامه روغتون ته وړل شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په دې نښته کې د نیازي درې ساتونکي هم وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

داسې انګیرل کیږي، چې ملا نیازی د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په نومبر کې  له طالبانو څخه د بېلې شوې ډلې د مشر ملا محمد رسول مرستیال و. ملا محمد رسول د همدې کال په جولای کې اعلان وکړ، چې ملا  محمد عمر اخند مړ شوی دی.

په هغه وخت کې د ملا عمر مرستیال ملا اختر محمد منصور و، چې واک و ځواک یې خپل کړ او د طالبانو پر مشرتابه یې جګړه پیل کړه.

ملا رسول او ملا نیازی د طالبانو هغه قومندانان ول، چې د منصور ټاکل یې د مشر په توګه وننګاوه. ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۵ کال د جولای له ۲۹ څخه د ۲۰۱۶ کال د می تر ۲۱ طالب مشر و؛ خو له ایران څخه پاکستان ته د راستنېدو پر مهال د امریکایي څارګرې الوتکې په برید کې ووژل شو.

د یادونې ده، چې ملا عبدالمنان نیازی په ۱۹۶۸زېږدیز کال د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې زیږیدلی او د طالبانو د رژیم پر مهال د کابل والي په توګه یې دنده ترسره کړې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سولې خبرو ډلو په دوحه کې وکتل

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: May 15, 2021)

د افغانستان د سولې خبرو حکومتي او طالب پلاویو ویلي، چې تېره ورځ / جمعه د غویی ۲۴ /  یې په دوحه کې د اړوند خبرو د ګړندي کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

جمهوريت پلوي پلاوي ویلي؛ دواړو لوریو د هېواد پر اوسني وضعیت او په دوحه کې د سولې د خبرو پر ګړندي کولو بحث او خبرې وکړې او له کوچني اختر وروسته یې د خبرو پر دوام ټینګار څرګند کړی دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د خبرو پلاوي غړي محمد نعیم ویلي، چې د غونډې په بهیر کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې له اختر وروسته به خبرو ته دوام ورکوي.

نعیم ویلي، پر اختر مبارکیو سربېره په دې ناسته کې د هېواد پر اوسني وضعیت او د خپلمنځي خبرو ګړندي کولو بحث او خبرې شوې او دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې خبرې به له اختر وروسته بیا بیل کړي.

دواړه خواوې د بین الافغانی خبرو پر دوام ټینګار کوي؛ خو له دې مخکې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د پر ځنډ وتلو ته په نغوته کې ویلي وه، د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو به د استانبول په ناسته کې ګډون ونکړي.

له دې مخکې امریکایي چارواکو ویلي؛ د ځواکونو وتلو بهیر له می میاشتې پیل شوی او د سپتمبر پر ۱۱ به بشپړ شي او د سولې په خبرو کې پرمختګ ورته لومړیتوب لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې مخکې ویلي وه، چې طالبان او حکومت به وهڅول شي، چې په افغانستان کې د سولې او بیا رغونې ډاډ ورکړي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي