تازه خبرونه

په اوسني عصر کې عصري علومو ته ډېره اړتیا لرو- د پوهنې چارسمبالی

د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله آغا په کابل کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دیني او عصري علومو زدکړه نن یوه مهمه اړتیا ده؛ اسلامي امارت دواړو ته ژمن دی او خلک باید پر منفي تبلیغاتو دوکه نشي.

Published

on

(Last Updated On: )

د پوهنې وزارت چارسمبالي(سرپرست) ويلي؛ د زدکړې هغه مواد، چې د دین او ملي دودونو سره په ټکر کې وي؛ له نصاب څخه به لرې شي او دا وزارت پر دیني علومو سربېره عصري علومو ته هم پاملرنه کوي.

د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله آغا په کابل کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دیني او عصري علومو زدکړه نن یوه مهمه اړتیا ده؛ اسلامي امارت دواړو ته ژمن دی او خلک باید پر منفي تبلیغاتو دوکه نشي.

حبیب الله آغا زیاته کړې: “په دې پېر او عصر کې مونږ د عصري علومو زدکړې ته ډېره اړتیا لرو. راځئ، چې له عصري علومو سره پرمختګ وکړو او ځانونه له نړۍ سره د سیالۍ لپاره چمتو کړو.”

هغه دا ټینګار هم وکړ، چې یوازې د عصري علومو پر زدکړه د هېواد ژوند، نظام، روغتیا او جغرافیه خوندي کیدی شي.

دغه راز د رییس الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې ویلي؛ د اسلامي امارت مشرتابه ژمن دی، چې د پوهنې وزارت ټولې اړتیاوې پوره کړي او افغانستان یو غوره او ډاډمن ښوونیز نظام ولري.

عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې د پوهنې وزارت باید د هېواد د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړی وایي: ” د ښوونکو د ظرفیت لوړول، د سواد پورې اړوند مسایل، د درسونو د بهیر څارنه، په دیني مدرسو او عامه ښوونځیو کې د زدکړې کیفیت ښه کول او په پایله کې یې د داسې زدکړې رامنځته کول د پوهنې وزارت د چارواکو مسوولیت دی، چې ښوونیز نظام مود  کمیت او کیفیت له پلوه ښه شي.”

یو شمېر حکومتي چارواکو ویلي؛ که څه هم دښمن په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې د سړې جګړې له لارې د افغانستان اسلامي امارت بدنام کړي؛ خو هېواد ورځ پر ورځ پرمختګ کوي.

د ملي ازموینو د ادارې مشر عبدالباقي حقاني هم په دې مراسمو کې یادونه کړې، چې د افغان سوداګرو او بهرنیو هېوادونو پام باید د پوهنې سکټور سره مرستې ته راواړول شي.

د یادونې ده، چې ۱۴۰۴ ښوونیز کال په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو له بیا پرانستلو پرته پیل شو.

Trending

Exit mobile version