تازه خبرونه
په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ دی – عراقچي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي زیاته کړې، چې د پخوا په څیر، چې د افغانستان هره برخه د یوې ډلې تر کنټرول لاندې وه؛ اوس داسې نده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې په افغانستان کې اوسمهال “امنیت او حاکمیت” ټینګ او شرایط د پخوا پر پرتله بدل شوي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي زیاته کړې، چې د پخوا په څیر، چې د افغانستان هره برخه د یوې ډلې تر کنټرول لاندې وه؛ اوس داسې نده.
هغه له “خبر آنلاین” سره په یوه مرکه کې ویلي: “حقیقت دا دی، چې اوس په افغانستان کې یو داسې ځواک شته، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې یې خپل حاکمیت ټینګ کړی دی. د تېرو وختونو پر پرتله، چې د افغانستان هر کونج د یو کس تر کنټرول لاندې و؛ اوس هغسې نده. امنیت او حاکمیت ټینګ دی او مونږ باید له خپلو ملي ګټو لپاره موضوعات حل کړو.”
د ایران بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په ځواب کې اسلامي امارت وايي، چې دا څرګندونې د افغانستان د واقعیتونو بشپړ درک ښیي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: “دا په حقیقت کې د افغانستان د واقعیتونو سم درک دی. دا یو حقیقت دی، چې په افغانستان کې یو واحد سیاسي واکمني پر افغانستان بشپړ حاکمیت لري.”
عباس عراقچي په خپله مرکه کې زیاته کړې: په افغانستان کې داسې مسایل شته، چې د ایران له ملي ګټو سره تړلي دي؛ نو هغه کابل ته سفر وکړ، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر حقآبه، په ایران کې د افغان کډوالو او همدارنګه د داعش فعالیت هغه مسلې یادې کړې، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ باید پرې بحث وشي.
ایراني ډیپلومات زیاته کړې، چې تهران لکه نورو هېوادونو ته ورته اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو د بندیزونو لاندې، له افغانستان سره د دوی سوداګري پر رسمي او غیر رسمي توګه د میلیارډونو ډالرو ارزښت لري.
دغه راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال په تهران کې د افغانستان سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان او ایران اوږدمهاله مذهبي، تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري او د سفارت چارواکي باید د دې اړیکو د پیاوړتیا لپاره نور ډېر کار وکړي.
په تهران کې د افغانستان سفارت چارسمبالي(سرپرست) فضل محمد حقاني هم ویلي؛ د سفارت چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراخولو لپاره کار کوي، چې ښې پایلې یې ترلاسه کړې دي.
فضل محمد حقاني ویلي، چې په ایران کې د ګڼشمېر افغانانو شتون ته پر پاملرنه په دې سفارت کې قونسلي خدمات فعال دي او په هغه هېواد کې میشتو افغانانو ته ښه خدمات وړاندې کیږي او د دوی ستونزې حل کیږي.