Connect with us

تازه خبرونه

په اسلام آباد کې د اپتا تړون پر غزونه هوکړه وشوه

خپور شوی

 په

(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۳۹۴)

vlcsnap-2016-02-18-10h05m08s111د اپتا ترانیزیتي او سوداگریز تړون،چې په ۲۰۱۰میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی و، په کې د افغان سوداگرو په وینا؛پاکستاني لوري ډېر امتیازات تر لاسه کړي وه، د دغه تړون موده په تېر میلادي کال کې پای ته ورسیده،خو اوس د سوداگرۍ او صنایعو وزارت په دېتړون کې د کابل لخوا د نویو وړاندیزونو خبره کوي، چې په وینا یې د پاکستان لخوا به تر منل کیدو وروسته دغه تړون تمدید شي.

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت ویاندمسافر قوقندي وایی،چې د اپتا تړون د تمدید تر څنگبه د دواړو هېوادونو تر منځ یو بل ترانزیتي تړون هم لاسلیک شي،چې له مخې به یې ټولې ترانزیتي ستونزې حل او له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداگریزې چارې پراخې شي.

د اسلام آباد په دوه ورځنۍ ناسته کې افغان او پاکستانيو چارواکو پريکړه کړې؛د افغانستان باروړونکیو موترو ته به اجازه ورکړشي، چېد چمن او تورخم له بندرونو څخه په گټه پورته کولوله واگه څخه خپل سوداگریز مالونه هند ته ولیږدوي او په مقابل کې به پاکستاني باروړونکي موتر تاجکستان ته د خپلو سوداگریزو مالونو د لیږدله پاره شېرخان بندر کاروي.

خبریال: حال اسلم حجاب .

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

پوتین در نشست گروه ۲۰ به گونه مجازی شرکت میکند

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲۷, ۱۴۰۰)

کرملین یا کاخ ریاست جمهوری روسیه امروز (سه شنبه، ۲۷ میزان) در یک اعلامیه گفته که ولادیمیر پوتین، رییس جمهور آن کشور در نشست گروه‌ ۲۰  به گونه مجازی شرکت خواهد کرد.

کرملین گفته که پوتین در این باره با صدراعظم ایتالیا صحبت تلیفونی کرده است.

در اعلامیه کرملین آمده که در این صحبت در باره وضعیت افغانستان و روابط دوجانبه روسیه و ایتالیا نیز گفتگو شده است.

این درحالی است که قبل از این ایالات متحده امریکا گفته بود که در نشست مسکو در باره افغانستان شرکت نخواهد کرد.

نید پرایس، سخنگوی وزارت خارجه امریکا در این باره گفت:” ما در نشست مسکو شرکت نمی‌کنیم. ترویکای توسعه یافته یک فارمت  موثر و حیاتی است. ما تلاش میکنیم در آیند در این فارمت شرکت کنیم، اما حالا در حالتی نیستیم که در این نشست شرکت کنیم.”

قبل از این ضمیرکابلوف، نماینده فوق العاده رییس جمهور روسیه در امور افغانستان گفته بود که کشور اش با حضور هیات امارت اسلامی و نمایندگان پاکستان و چین در باره افغانستان نشست برگزار میکند.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان پر روانو حالاتو د وزیرانو شورا غونډه تر سره شوه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲۷, ۱۴۰۰)

تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند پر مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه ترسره او پر اړینو مسایلو بحث او خبرې وشوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په څرګنده کړې، چې د لومړي وزیر ملا محمد حسن مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د خپلو اقتصادي فعالیتونو راپورغونډې ته وړاندې کړ.

له عبدالسلام حنفي وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي هم د خپلو بهرنیو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

مجاهد زیاته کړې، چې په دې غونډه کې یوه پلاوي ته سپارښتنه وشوه، چې د نادر پښتون جادې د پلورنځیو د چارو د بیا رغونې او د کانونو د کېندنې چارې وڅیړي او پایله یې لومړي وزیر ته ولیږي.

په دې غونډه کې د لوړو زدکړو وزارت ته هم لارښوونه وشوه، چې د لوړو زدکړو معیاري کولو لپاره هڅې وکړي او همدارنګه خصوصي پوهنتونونه وهڅوي، چې رسمي جواز ترلاسه او خپل فعالیت روان وساتي.

کابینې ټولو اړوند کمیسیونونو ته سپارښتنه کړې، چې د موسسو فعالیتونه وڅېړي او د دغو بنسټونو فعالیتونه باید د هېواد ګټو پر بنسټ وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا او قطر بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۰)

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د یکشنبې پر ورځ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

سرچینې پدې اړه نور جزئیات ندي ورکړي؛ خو بلینکن د امریکایي وګړیو او افغانانو د خوندي لیږد پر مهال د قطري چارواکو له مرستې مننه کړې ده.

د اګست پر ۱۵ کله، چې کابل د اسلامي امارت لاس ته ولوید ؛ په زرګونو کسان په دوه اوونیو کې د کابل له هوایي ډګر څخه دوحې ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې قطر په افغانستان کې یو له مهمو لوبغاړیو څخه ګڼل کیږي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي