تازه خبرونه

په ازبکستان کې میشت افغانان او سوداګر دې د هېواد په آبادۍ کې برخه واخلي

په دې کتنه کې افغان سوداګرو په بېلابېلو برخو  کې په ځانګړي توګه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د ډېرو نورو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د ارګ د خبرپانې له مخې؛ تېرماښام سوداګرو او افغانانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره په لیدنه کې نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

په دې کتنه کې افغان سوداګرو په بېلابېلو برخو  کې په ځانګړي توګه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د ډېرو نورو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ازبکستان کې میشتو هېوادوالو او ملي سوداګرو ته ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې په هیواد کې دننه او له هېواده بهر د افغانانو نظریات او وړاندیزونه واوري او مناسبې حل لارې ورته ومومي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د دې حق لري، چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي او  هیچاته په هېواد کې امنیتي او سیاسي ستونزه نشته.

دغه راز هغه ویلي؛ په هیواد کې ټولو سوداګرو او پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ویل کیږي، چې دغه ناست د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت په انګړ کې ترسره شوې؛ د ریاست الورزاء اداري مرستیال، مل پلاوي، سفیر او یو شمېر نورو مسوولانو  په کې حضور درلود.

They did however ask for efforts to be made to ease certain processes relating to the trade of goods between the two countries.

Trending

Exit mobile version