Connect with us

بی بی سی پښتو

”پر ښځينه خیریه کارکوونکو د طالبانو بندیزونو افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب کړی”

خپور شوی

 په

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۴۰۰)
ښځې

Getty Images
د بشري حقونو د څار ډله وايي په ځینو سیمو کې ښځینه خیریه کارکوونکې اړ ایستل کېږي چې د خپلو چارو د پرمخ بیولو لپاره اړوند نارینه سرپرست ولري هغه شرط چې ډېر ځله نه شي پوره کېدای.

د بشري حقونو د څار ډله وايي د طالبانو هغو قوانینو چې ډېری ښځې له خیریه چارو منع کوي په افغانستان کې بشري بحران لا ناوړه کړی دی.

دغې کمپاین ډلې ویلي د افغانستان له نیمايي نه په ډېرو ولایتونو کې طالبانو یا ښځینه خیریه کارکوونکې له کاره منع کړي او یا یې د هغوی پر چارو محدیتونه لګوي دي.

دا ډله وايي ځینو سیمو کې ښځینه خیریه کارکوونکې اړ ایستل کېږي چې د خپلو چارو د پرمخ بیولو لپاره اړوند نارینه سرپرست ولري هغه شرط چې ډېر ځله نه شي پوره کېدای.

ویل شوي یوازې په دریو ولایتونو کې ښځینه خیریه کارکوونکې کولای شي چې له کوم شرط او محدودیت پرته خپلې چارې پرمخ بوځي.

د بشري حقونو د څار ډلې د یوې داسې لیکلې هوکړې غوښتنه کړې چې له مخې یې په ټول هېواد کې ښځینه خیریه کارکوونکي د خپلو چارو د پرمخ بیولو پرمهال د خوندیتوب احساس وکړي.

نوموړې ډله وايي په دې توګه به ښځینه خیریه کارکوونکې وکولای شي چې ډېرو زیانمنوونکو خلکو ته ځان ورسوي.

د طالبانو غبرګون

ذبیح

BBC
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته په یوه استولي پیغام کې د بشري حقونو د څار ډلې دغه ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل هغه موسسې چې غواړي کار وکړي مخه یې چا نه ده نیولې او دوی د نارینو په برخه کې تراوسه کوم خدمت کړی چې د ښځو په برخه کې یې مخه نیول شوې وي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د بشري حقونو په برخه کې هغسې چې ښايي چارې د خیریه بنسټونو لخوا نه دي ترسره شوې.

د هغه په وینا ځینو ادارو سره ښځینه کارکوونکي اوس هم شته او ځینو نورو ادارو خپل فعالیتونه هېڅ پیل کړي نه دي نو څنګه ویلای شي چې د ښځینه کارکوونکو مخه یې نیول شوې ده.

افغانستان له لسیزو راهیسې د بشري حقونو درجه بندۍ کې یو ستونزمن هېواد بلل کېږي.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د دې هېواد ۸۷ سلنه ښځې او نجونې په خپل ژوند کې له یو نه یو ډول تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

افغان ښځو تېرو شلو کلونو کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړه او یو شمېر بنسټیز حقونه یې تر لاسه کړي وو، خو اوس داسې اندېښنې شته چې د طالبانو په داسې سرپرست حکومت کې چې ټول غړي یې نارینه دي، ښايي د دې پرمختګونو مخه ډب شي.

افغان ښځې

Getty Images
په روغتیايي سکتور کې له ښځینه کارکوونکو پرته، نورې ښځې هم تر اوسه نه دي توانېدلې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي چې له امله یې څو ځلې یو شمېر ښځو مظاهرې هم وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څو ولایتونو پرته په نورو کې نجونې له منځني ښوونځیو هم منع کړې دي.

په روغتیايي سکتور کې له ښځینه کارکوونکو پرته، نورې ښځې هم تر اوسه نه دي توانېدلې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش پر طالبانو له دې کبله نیوکه هم کړې وه چې په وینا یې د افغان ښځو او نجونو په هکله یې ژمنې ‘ماتې ‘ کړې دي.

طالبان وايي، د مناسب چاپېریال له رامنځته کولو وروسته به ”د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ” ښځو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

عمران خان: نړیواله ټولنه باید د خپل نړیوال مسوولیت له مخې له افغانانو سره مرستې وکړي

خپور شوی

په

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۰)
عمران خان

Getty Images

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې نړیواله ټولنه باید د خپل نړیوال مسوولیت له مخې له افغانانو سره مرستې وکړي.

عمران خان پر ټویټر لیکلي چې په دې بیړنیو حالاتو کې دې نړیواله ټولنه له میلیونونو افغانانو سره عاجلې مرستې وکړي.

د هغه په وینا دا کار باید د هغه مسوولیت له مخې ترسره شي چې د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د رایو په اکثریت تصویب شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د بریتانیا حکومت ته د پخواني لومړي وزیر ګورډن براون هغه وړاندیز تکرار کړی چې وايي په افغانستان کې په ژمي کې دې د ولږې د مخنیوي لپاره له افغانانانو سره د مرستو په خاطر یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د هیلري کلنټن هیله

کلنټن

Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن وايي هیله منه ده چې پر طالبانو د اغیز یوه لاره به موجوده وي څو د نړیوالو فشارونو او نورو کړنو له لارې له طالبانو سره تعامل وشي او هغوی اړ ایستل شي چې لږ ترلږه د نجونو د زده کړو په برخه کې یو بل ډول کړنلاره غوره کړي.

نوموړې دا خبره په داسې مهال کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي اروپا ته د لومړني رسمي سفر په ترڅ کې ناروی ته تللی دی.

میرمن کلنټن له یوې ځوانې افغانې جلۍ سره په خبرو کې چې په افغانستان کې پټه ده وویل په افغانستان کې وضعیت په جدي ډول نامناسب او خطرناک دی.

میرمن کلنټن د لیمې په نامه دغې جلې سره په خبرو کې ویلي د افغان نجونو د ملاتړ لپاره چې هرڅه وکولای شم هغه به وکړم، ان که له لېرې هم وي څو هغوی وکولای شي چې خپلو زده کړو ته په افغانستان کې دوام ورکړي.

دغې افغانې جلۍ میرمن کلنټن ته وویل چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې خوشحاله ژوند درلود، ډېر فرصتونه یې لرل، د زده کړو او مدني چارو ترسره کولو حق یې درلود خو اوس په کور کې ناسته ده او اړه ده چې خپل هویت پټ وساتي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې پرون شنبه (د جنورۍ ۲۲مه) د ناروی په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته تللی وايي په اسلو کې به له ناروژي چارواکو، اروپايي ټولنې او امریکا له استازو او افغانانو سره د نړیوالو بشري مرستو په هکله خبرې وکړي.

لندن کې مظاهره

لندن مظاهره

BBC

ناروی ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره هممهاله پرون شنبه یو شمېر افغانانو په لندن کې د ناروی د سفارت مخې ته مظاهره وکړه.

دغو مظاهره چیانو په خپلو شعارونو کې د ناروی له حکومت نه غوښتنه کوله چې طالبان په رسمیت ونه پیژني.

مظاهره چیانو ویل د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکول ښايي د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندولو په مانا وانګیرل شي.

خو د ناروی حکومت ټینګار کړی چې امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي ته بلنه طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او رسمیت پیژندلو په مانا نه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی په یوه ځانګړې الوتنه کې ناروی ته تللی دی او ښاغلي متقي ویلي چې په دې درې ورځني سفر کې به د ناروی د حکومت، اروپايي ټولنې او امریکا له استازو او یو شمېر افغانانو سره خبرې وکړي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي د دوو بې درکه ښځینه فعالانو په هکله معلومات ورکړي

خپور شوی

په

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۴۰۰)
افغانستان

Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما وايي، د دوو بې درکه افغان ښځو تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهیم خېل په هکله اندېښنې په ډېرېدو دي.

رپوټونو کې ویل شوي، دا دواړه ښځې د چارشنبې پر ورځ پلازمېنه کابل کې له خپلو کورونو بېول شوي دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ له طالبانو غوښتي چې د دې دواړو ښځینه فعالانو د موقعیت په هکله باید معلومات شریک کړي. طالبانو بیا د دې دواړو ښځو له نیولو انکار کړی. د یوناما په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویل شوي:

ملګري ملتونو د دوو بې درکه افغان ښځینه فعالانو په هکله چې د رپوټونو له مخې د چارشنبې پر شپه له کورونو تښتول شوې، اندېښنه شریکوي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې د دوی د ځای ځایګي په هکله معلومات شریک کړي او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

https://twitter.com/UNAMAnews/status/1484762768796491780

د یادونې ده، چې تېره اونۍ کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو ادعا وکړه، چې طالبانو پرې د برېښنايي کوتکو ګوزارونه کړي او اوړه شوي مرچ یې پرې شېندلي دي.

په دې ښځو کې اغلې پریاني هم شامله وه، چې په هماغه شپه یې پر خواله رسنیو یو ویډیويي کلیپ خپور شو.

په دې کلیپ کې نوموړې وايي:

لطفاً مرسته وکړئ، طالبان مې کور ته راغلي، خویندې مې په کور کې دي. نوموړې له دې وروسته په لوړ غږ چیغه کوي: نه غواړم دا وخت راشئ، سبا راشي، سبا به خبرې وکړو.

نوموړې په ویډیويي کلیپ کې اورېدل کېږي چې وايي: تاسې باید دا نجونې دا وخت و نه وینئ. مرسته، طالبان مې کور ته راغلي.

له هغه راهیسې څو ورځې کېږي چې تمنا بې درکه ده.

د بي بي سي خبریال کوئنټین سامرویل چې د تمنا کور ته ورغلی په خپل رپوټ کې وايي، کور کې هېڅ نوک و او یو په خټو ککړه موزه له درشل سره پرته وه.

ګاونډیان یې وايي، اغلې پریاني یې له دوو خویندو سره بیولي او له هغه وروسته یې هیڅوک کور ته نه دي ورغلي. دوی یوازې دومره وايي: یوې وسلې ډلې دا نجونې له ځان سره بیولې دي.

د اعتراض کوونکو ښځو له ډلې یوه بله پروانه ابراهیم خېل هم په هماغه شپه بې درکه شوې.

خو طالبانو د دې ښځو بیول رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د وروستیو احتجاجونو د دې دوو مخکښو ښځینه فعالانو د نیولو رپوټونه بې بنسټه ګنګوسي بللي دي.

د طالبانو په چارسمبالي حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ بي بي سي ته وویل چې “دا خبره بې اساسه ده او کابل کې هیڅ ښځینه نه دي نیول شوي” او نه ” چاته څوک ورغلي دی”.

نوموړي دا یوه ” دسیسه” وبلله او په وینا یې ځینې ښځې غواړي چې بهر ته د تګ لپاره له دې لارې کار اخلي.

په کابل کې د ښځینه فعالانو د نیولو رپوټونه داسې مهال ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وویل افغانستان کې د طالبانو مشران د ښځو او نجونو پرضد تاوتریخوالی او د جنسیت پر بنسټ ولاړ توپیري چلن کوي.

دې بنسټ د طالبانو تګلاره ښځو او نجونو ته یو ډول ډله ییزه سزا بللې وه. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

ملګري ملتونه: طالبان د افغان ښځو پر ضد جنسیتي تبعیض ته سیستماتیکه بڼه ورکوي

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۰)
Burqa-clad women travel in a vehicle along a street in Kandahar on 18 December

Getty Images

د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمېسیون وايي، افغانستان کې د طالبانو مشران د ښځو او نجونو پر ضد تاوتریخوالی او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تبعیض تنظیموي.

په یوه اعلامیه کې ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو تګلاره ښځو او نجونو ته یو ډول ډله ییزه سزا رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا له کار او زدکړو د ښځو ایستلو ستراتیژي افغان ښځې د فقر او بیوزلۍ پر لور بیايي.

په اعلامیه کې راغلي، دغه تبعیضي پالیسۍ کار ته د ښځو ستنېدو مخنیوي، په عام محضر کې له ښځو سره د نارینه محرم شتون لازمي کولو، له یوازې سفر کولو او یا په عامه ټرانسپورټ کې د دوی د سفر مخنیوي او دغه راز د کالیو په برخه کې د ځانګړو بندیزونو له لارې پلي کېږي.

د اعلامیې په ټکو دغه پالیسي پر ښځو د فعالیت، بیان او سیاسي چارو کې د ګډون بندیزونو تر څنګ د ژوند لپاره د دوی پر کاري وړتیاوو هم اغېز کوي او دوی د بیوزلۍ پر لور بیايي.

اعلامیه کې راغلي: په هېواد کې له روان بشري بحران سره سره هغه ښځې له دې اقداماتو ډېرې اغېزمنې شوې، چې د کورنیو مشري ورپرغاړه ده.

طالبانو د ملګرو ملتونو تازه څرګندونو ته غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې دا ډول رپوټونه رد کړي دي. طالبان وايي ښځو ته حقونه ورکوي خو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم.

بل لور پر یکشنبه افغان پلازمېنه کابل کې یو شمېر ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه.

د دې مظاهرې یوې ګډونوالې ویلي، طالبانو د دوی هغې مظاهرې مخنیوي لپاره چې کابل کې یې طالبانو یوې امنیتي پوستې ته څېرمه د یوې پېغلې وژل کېدو پر ضد کړې وه، پر احتجاج کوونکو اوړه شوي مرچ وشیندل.

ښځې

Getty Images
افغان ښځو د دا وروستیو کې پرلپسې احتجاجونه کړي.

مظاهره کوونکو ښځو ادعا کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په مزار شریف او هرات کې یو شمېر ښځینه فعالانې تري تم شوې او دغه راز یې پر ښځو د اجباري حجاب تحمیلولو پر ضد شعارونه ورکول.

واک ته له رسېدو وروسته د تېر کال سپتمبر کې طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل.

له هغه راهیسې طالب مشران په تکرار سره وايي، چې په دې تړاو یوه تګلاره چمتو کوي او ژره به ټولو نجونو د ښونځي تګ اجازه ورکړي.

طالبانو وړمه ورځ دې لړ کې وویل، تمه ده د نوي لمریز کال په وري میاشت کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي حکومت به په دې تړاو خپلې ټولې هڅې وکاروي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!