تازه خبرونه
ولسمشر اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک
ښاغلی ولسمشره! هیله من یم، چې دا لیک تاسې ته ورسيږي. زه به د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله ته هم ورته لیک ولیږم.
زه ویاړم، چې د خبرو او د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د بیاکتنې فرصت مو راکړ؛ ستاسو او ستاسو د ملګرو اندونو زمونږ بیاکتنې ته ارزښت ورکړی دی.
زه نن تاسې ته لیکم او له اوسني وضعیته مو خبروم؛ هغه بېړنی غوراوی، چې زمونږ په مخکې پروت دی او بېړني مدیریت، چې جوبایډین او زه به یې په راتلونکیو اوونیو کې له تاسې وغواړو. که څه هم زمونږ د تګلارې بیاکتنه وروستۍ شوې نده؛ خو لومړنیو پایلو ته رسیدلي یو، چې د ګډو ګټو پرمخ وړلو غوره لار د سولې خبرو ګړندۍ کولو لپاره هر ډول هڅې کول دي، چې ښکېلې خواوې د ژمنو تر سره کولو لپاره راټولې کړو.
د دې لپاره، چې دایمي او هراړخیز اوربند ته ورسیږو؛ مونږ به سمدستي له ګوندونو، له سیمې هېوادونو او ملګرو ملتونو سره د لوړې کچې ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړو، چې ټولې مسلې پوره او ګړندۍ په پام کې ونیول شي:
لومړی- مونږ غواړو، چې ملګرو ملتونه د روسیې، چین، پاکستان، ایرا، هند او امریکا د بهرنیو چارو وزیران او استازي راټول کړي، چې د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ لپاره پر یوه ګډ چلند خبرې وکړي. زه باور لرم، چې دا هېوادونه د یو باثباته افغانستان لپاره ګډې ګټې لري او مونږ باید کار وکړو، چې دې موخې ته ورسیږو.
دوه یم ـ ولسمشر جو بایډن او ما له استازي خلیلزاد څخه وغوښتل، چې خپله اړینه دنده روانه وساتي، تاسو او طالب مشرانو ته د همکارۍ لپاره یو لیکلی پلان چمتو کړي، چې موخه یې د خبرو ګړندی کول دي، چې حل لارې او اوربند ته د رسیدو لپاره پیل شوې دي. دا پلان پر اندونو راڅرخي، چې د سولې د لارې نقشه ده او محب له ویلسن سره ترې یادونه کړې ده. د دغو سندونو له شریکولو مو نیت دا ندی، چې پر لوریو یو څه ومنو. دا سندونه اسلامي جمهوریت او طالبانو ته اجازه ورکوي، چې سمدلاسه لاندې دندې تنظیم کړي: الف ـ هغه اساسي اصول، چې راتلونکی اساسي قانون او د افغانستان د حکومت کولو لار ټاکي. ب - د نوي او ټولګډونه حکومت لپاره د لارې نقشه او شرایط چمتو کوي. ج ـ د تلپاتي او هر اړخيز اوربند رامنځته کېدل. زه له تاسو څخه غوښتنه کوم، چې جوړوونکي دریځونه خپل کړئ او له استازي خلیلزاد سره پرې خبرې وکړئ.
درېیم - مونږ به د ترکیې له حکومته وغواړو، چې په راتلونکیو اوونیو کې د دواړو لوریو د غونډې کوربتوب وکړي، چې د سولې تړون وروستی شي. زه له تاسې او یا ستاسو له واک لرونکي استازي څخه غواړم، چې په دې ناسته کې د اسلامي جمهوریت له نورو استازیو سره ګډون وکړي.
څلورم - مونږ به ستاسې د نظر له مخې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې د راکمولو لپاره هڅې وکړو، چې د افغانستان خلکو ته د نه منلو وړ زیان اړوي او سولې ته د رسیدو لپاره ژورې هڅې زیانمنوي. مونږ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ۹۰ ورځنی تعدیل وړاندیز کړی، چې موخه یې د طالبانو د پسرلنيو بریدونو مخنیوی دی او په ورته وخت کې زمونږ له ډیپلوماتیکو هڅو سره سم د ګوندونو ترمنځ له سیاسي هوکړه لیک ملاتړ کوي. زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې د استازي خلیلزاد لخوا د وړاندیز شوی مثبت وړاندیز ارزونه وکړئ.
زما پر اند د اسلامي جمهوریت په لیکو کې راټولېدل د هغه سخت کار لپاره اړین دی، چې ورته اړتیا ده. لکه څنګه، چې تاسې او هېوادوال مو پوهیږئ؛ د ۱۹۹۰ کال په لومړیو کې د افغانستان د مشرانو تر منځ اختلافات ناورین رامنځته کوونکي وه او مونږ باید اجازه ورنکړو، چې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړو. د ملي پخلاینې عالی شورا له مشر عبدالله سره ستاسې ګډ کار او د سولې لپاره د یوې بلې متحدې جبهې د جوړولو لپاره له پخواني ولسمشر کرزي او استاد سیاف سره ستاسې همکارۍ ښه زیری لري. زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې له دې څلور کسيزې ډلې سره مشورې وکړئ، چې افغانان ټولګډونه او ارزښتمن بولي او په دې توګه له طالبانو سره د اجماع رامنځته کولو، د حکومتدارۍ ، ځواک شریکولو او اړینو ملاتړیو اصولو په اړه خبرې وکړي. ټول پیغامونه، چې خلکو ته ورکول کیږي باید د هوکړې او یووالي ښکارنویي وکړي. مونږ به د امریکا د کار د پرمخ بیولو لپاره په دې لار کې له ټولو هڅو کلکه ملاتړ وکړو.
زه باید دا په ډاګه کړم، چې په واشنګټن کې زموږ د پالیسۍ بهیر روان ی او امریکا تر دې دمه کوم غوراوی نلري. مونږ پلان لرو، چې د می تر لومړۍ خپل ټول ځواکونه وباسو؛ ځکه، چې مونږ نور غوراوي هم په پام کې لرو. ان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ستاسو ځواکونو ته د امریکا دوامداره تمویل. زه اندېښمن یم، چې په افغانستان کې به امنیتي وضعیت خراب شي او طالبان به وکولی شي سمدلاسه ډېرې سیمې ترلاسه کړي. اجازه راکړئ په ډاګه کړم؛ هیله من یم، چې په دې لیک کې د لیکل شوي کار په اړه زما پر ټینګار پوهیدلي یاست.
مونږ به له تاسې سره د شریک په توګه کار کولو ته دوام ورکړو.
په درنښت
انتوني بلینکن
تازه خبرونه
اسلامي امارت د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل وغانده
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»
د افغانستان اسلامي امارت پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د پیل د ۴۵ کلیزې په مناسبت په خبربانه کې د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل غاندلی او د افغانانو مباره یې ستایلې ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»
د خبرپاڼې له مخې؛ افغانان له ۹ کاله مبارزې او جهاد وروسته داسې ورځ ولیده، چې سرو لښکرو په افغانستان کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووتل.
اسلامي امارت ویلي، چې راتلونکي نسلونه باید تل د دین، خپلواکۍ او وطن په دفاع کې د خپلو پخوانیو اسلافو پیروي وکړي او د هر ډول تېري او ظلم پر وړاندې ودریږي.
تازه خبرونه
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلې نن ټسټ لوبه کوي
دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.
د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن (د مرغومي شپږمه) ټسټ لوبو لړۍ پیلوي.
دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.
دغه ټېسټ لوبې د دواړو هېوادونو تر منځ د مخ پر زياتېدونکيو سيالیو يو بل زړهراکښونکی پړاو دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې سفر کې د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ ګټلې ده.
ټاکل شوې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټسټ لوبې ترسره شي او د دوی ترمنځ به دوهیمه ۵ ورځنۍ ټسټ لوبه د مرغومي پر دیارلسمه پیل شي.
ویل کیږي، چې د لوبو دا لړۍ به د روان ډسمبر تر دېرشمې د بولاوایو په کوینز سپورټي کلب کرکټ لوبغالي کې روانې وي.
تازه خبرونه
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د هوایي برید له کبله د سفارت چارسمبالی احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بمبارډ له کبله د دغه سفارت چارسمبالي ته یو «سخت اعتراض لیک» سپارلی، چې په کې پاکستاني لوري ته ویل شوي؛ د افغان خاورې ساتنه د اسلامي امارت “سره کرښه” ده، چې دا ډول غیر مسوولانه کړنې بدې پایلې لري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (چهارشنبه د لیندۍ پېنځمه) یې په کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړ.
د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بمبارډ له کبله د دغه سفارت چارسمبالي ته یو «سخت اعتراض لیک» سپارلی، چې په کې پاکستاني لوري ته ویل شوي؛ د افغان خاورې ساتنه د اسلامي امارت "سره کرښه" ده، چې دا ډول غیر مسوولانه کړنې بدې پایلې لري.
ویل کیږي، چې تېره ورځ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د بې پيلوټه الوتکې د بريد له کبله ٤٦ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
-
نړۍ4 days ago
په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
ټیکټاک د یو څه وخت لپاره په امریکا کې د پاتې کېدو ارزښت لري – ډونالډ ټرمپ
-
تازه خبرونه1 day ago
اسلامي امارت به په پکتیکا کې د پاکستان وحشیانه بریدونه بې ځوابه پرې نهږدي
-
تازه خبرونه4 days ago
ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي
-
تازه خبرونه4 days ago
په پروان ولایت کې ۵ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
کمزوری ایران ښایي د اټومي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي – سپینه ماڼۍ
-
نړۍ1 day ago
د سوریې پخوانیو وسلوالو له دفاع وزارت سره د ادغام هوکړه وکړه
-
نړۍ1 day ago
د شتمنو هېوادونو د مرستو کمېدو له کبله په نړۍ کې د لوږې بحران پراخه شوی دی