Connect with us

ورزش

ورزش د 1394 کال د تله 8

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: تله ۸, ۱۳۹۴)
Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

شفق د ۶ کلونو لپاره له کرکټ لوبو بې برخې شو

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غویی ۲۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له کبله، شپږ کلن بندیز ولګاوه.

د افغانستان کرکت بورډ څرګنده کړې؛ شفیق الله شفق دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو ۲۰۱۸ کال په سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو هوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ په سیالیو کې ترسره کړې، چې له همدې کبله به نوموړی په راتلونکیو شپږ کلونو کې د هیڅ ډول کرکټ لوبې اجازه ونلري.

کرکټ بورډ ويلي؛ دغه لوبغاړي د لوبو پر مهال له مفسدو خلکو څخه پیسې اخیستې، له هغوی سره یې نږدې اړیکې پاللي او همدغه راز هڅه یې کړې، چې یو بل افغان لوبغاړی هم د مفسدو خلکو په خوښه او ګټه په لوبو کې درغلۍ ته وهڅوي.

د بورډ د اعلامیې له مخې، شفق په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تاجکستان پریمیر لیګ د سیمې له کرونا ځپلیو هېوادونو ملاتړ څرګند کړ

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غویی ۱, ۱۳۹۹)

د تاجکستان پریمیر لیګ په سیمه کې له کرونا ځپلیو هیوادونو ملاتړ څرګند کړ.

د لیګ د درېیمې اوونۍ د یوې لوبې په پیل کې، لوبغاړي د لوی بیرغ مخې ته، چې په کې د افغانستان،  روسیې، قزاقستان، قرغزستان، چین او ازبکستان بیرغونه ځړول شوي وه؛ ودرېدل او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړ.

دا، چې تر دې دمه په تاجکستان کې د کروناویروس کومه مثبته پېښه تراوسه نده ثبت شوې؛ د دې هیواد غوره لیګ سیالۍ د تړلو دروازو ترشا ترسره کیږي.

دا په داسی حال کې ده، چې تر دې دمه په افغانستان کې ۹۹۳ ، په چین کې ۸۳۸۰۴ ، په روسیه کې ۳۶۷۹۳ ، قزاقستان کې ۱۶۶۱، قرغزستان کې ۵۵۴ او ازبکستان کې ۱۴۹۵ کسان له کرونا ویروس څخه رنځ وړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

غور کې د فوټبال سټیدیوم رغونې کار پیل شو

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۳۹۹)

د غور ولایت په مرکز چغچران ښار کې د فوټبال د سټیډیوم د رغونې دویم پړاو کار پیل شو.

د غور ولایت د فوټبال فدراسیون چارواکو د دوشنبې پر ورځ د یادې پروژې د کار دویم پړاو تیګه کیښوده.

د یاد سټیډیوم د لومړي پړاو د رغونې چارې، چې لوبو لپاره د شنه ډګر جوړول و، په کال ۲۰۱۹ کې پای ته رسیدلي.

د دغې پروژې ټول لګښت ۴۰ میلیون افغانې کیږي چې د هندوستان حکومت لخوا ورکول کیږي، چې د څوکیو، جامو خونو، تشنابونو او محافظتي دیوالونو د جوړولو لګښټ په کې ښکیل دې

Continue Reading

Trending