ساینس او ټیکنالوژي
هند فضا ته د انسان له لېږلو مخکې یو فضایي ازمون ترسره کړ
د هند فضايي څېړنو بنسټ څرګنده کړې، چې د شنبې پر ورځ یې د ګاګانیان سپوږمکۍ د فضايي ماموریت لپاره یوه بنسټیزه ازموینه ترسره کړه.
دې بنسټ په ایکس پاڼه کې لیکلي: د فضایي ماموریت د بندېدو لامل پېژندل شوی او بیا وکتل شو. د عملې د تېښتې سیستم له پلان سره سم کار کاوه. د ګاګانیان ماموریت پر بریالیتوب سره پای ته رسیږي.
دې ادارې د ځنډ لامل په ډاګه کړی نهدی.
د توغولو وخت د سهار اته بجې ټاکل شوی و؛ خو پر ټاکلي وخت ترسره نهشو او د سهار پر لسو بجو بریالی پای ته ورسېد.
د ګاګانیان ماموریت موخه د انسان د استوګنې لپاره د وړ فضایي بېړۍ رامنځته کول دي، چې د هند بحر ته له کښته کیدو مخکې به په ۴۰۰ کیلومتره مدار کې د درې ورځو لپاره درې کسان لیږدوي.
د هند د فضايي څېړنو بنسټ ویلي، چې د ګاګانیان ماموریت له بشپړېدو وروسته به په فضا کې د دوامداره بشري حضور د ترلاسه کولو لارې چارې ولټوي.
د دې ماموریت لپاره شاوخوا ۹۰ میلیارد هندي روپۍ ( یو میلیارد دالر) ځانګړي شوي، چې د سپوږمۍ په سویلي قطب کې د چندریان - ۳ فضايي بېړۍ له تاریخي ناستې وروسته ترسره کیږي.
تمه ده، چې د ګاګانیان ماموریت به له ۲۰۲۴ ز.کال مخکې د هېواد له اصلي فضا څخه په سریهاریکوتا کې پیل شي.
ساینس او ټیکنالوژي
ټیکټاک د یو څه وخت لپاره په امریکا کې د پاتې کېدو ارزښت لري – ډونالډ ټرمپ
رویټرز لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې یو له قوي پیغامونو څخه دی، چې هغه د امریکا له بازار څخه د چینایي ټولنیز پلیټ فارم د احتمالي وتلو مخالف دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ دوهیمه) ویلي، چې په امریکا کې ټیکټاک ته تر یو وخته لېواله دی.
رویټرز لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې یو له قوي پیغامونو څخه دی، چې هغه د امریکا له بازار څخه د چینایي ټولنیز پلیټ فارم د احتمالي وتلو مخالف دی.
د امریکا سنا د روان کال په اپریل کې یو قانون تصویب کړ، چې بایټډانس ته د ټیک ټاک د مور خطاب کېږي؛ د ملي امنیت د اندېښنو له کبله به د دغه ټولنیز پلیټ فارم مالکیت امریکایانو ته وسپاري.
د ټیک ټاک مالکین د دې قانون د لغو کولو غوښتونکي دي او د امریکا سترې محکمې د دې قضیې په اړه موافقه کړې ده؛ خو که محکمه د بایټډانس په ګټه رای ورنکړي، دا اپلیکیشن به د راتلونکي کال د جنوري پر نولسمه د ټرمپ له راتګه یوه ورځ بند شي.
اوس دا څرګنده نده، چې ډونالډ ټرمپ به څنګه د ټیک ټاک د بندېدو امر بېرته واخلي، چې په سنا کې په پراخه کچه تصویب شوی دی.
د دوشنبې پر ورځ ټرمپ د ټیک ټاک له اجرائیوي رییس سره هم وکتل. له دې غونډې وروسته او په همدې ورځ یې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې اپلیکیشن کې د هغه د ټاکنیز کمپاین د بریالیتوب لپاره ټیک ټاک غوره رول ولوباوه.
د امریکا عدلیې وزارت استدلال کړی، چې ټیک ټاک د چین ملکیت او د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی؛ دا یو داسې دریځ دی، چې د امریکا قانون جوړوونکي ترې ملاتړ کوي.
ساینس او ټیکنالوژي
ایران خپلې دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې
د کاظم جلالي د څرګندونو له مخې؛ دا سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي دي.
په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، چې نن سهار ( د لړم پېنځلسمه) ایران هدهد او کوثر نومې دوه سپوږمکۍ د روسیې د ختیځ له وستوچني پوځي مرکز څخه د سیوز سپوږمکۍلېږدوونکي توغندي پواسطه فضا ته واستولې.
د کاظم جلالي د څرګندونو له مخې؛ دا سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي دي.
د راپورونو لهمخې؛ ایران له دغو سپوږمکیو څخه د توغندیو د ویشتلو پر مهال د اهدافو په نښه کولو کې کار اخلي، چې لویدیځ په ځلونو د ایران له دغه ډول ازمایښتونو اندېښنه په ډاګه کړې ده.
ویل کیږي، چې تېره ورځ د ایران مذهبي مشر پر اسرائیلو د بې سارو، ویجاړوونکيو او خونړیو بریدونو ګواښ کړی و.
ساینس او ټیکنالوژي
روسیې ګوګل د نړۍ له ټولو پیسو څخه ډېر جریمه کړ
د بهرنیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا جریمه په ۲۰۲۰ ز، کال کې له یوې محکمې سره تړاو لري، چې د یوټیوب په ټولنیز شبکه کې د روسیې Tsargrad چینل د بندولو له کبله جوړه شوې وه.
د دې جریمې د کچې ښکاره کولو لپاره باید وویل شي، چې د نړیوال بانک د اټکل له مخې د نړۍ ناخالص کورني تولید (GDP) څه باندې سل زره میلیارډ ډالر دی، چې د دې جریمې پر پرتله ډېر کم شمېر دی؛ ځکه، نو ګوګل باید روسیې ته د ځمکې له ټولو پیسو څخه ډېره جریمه ورکړي.
د بهرنیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا جریمه په ۲۰۲۰ ز، کال کې له یوې محکمې سره تړاو لري، چې د یوټیوب په ټولنیز شبکه کې د روسیې Tsargrad چینل د بندولو له کبله جوړه شوې وه.
دا محکمې څلور کاله روانه وه او د دې دوسیې په بهیر کې د یادې شوې جریمې کچه محاسبه شوې ده. sargrad چینل په یوټیوب کې د هغه د بنسټوال پر وړاندې د امریکا د بندیزونو له مخې بند شوی و.
-
نړۍ4 days ago
په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
ټیکټاک د یو څه وخت لپاره په امریکا کې د پاتې کېدو ارزښت لري – ډونالډ ټرمپ
-
تازه خبرونه1 day ago
اسلامي امارت به په پکتیکا کې د پاکستان وحشیانه بریدونه بې ځوابه پرې نهږدي
-
تازه خبرونه4 days ago
ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي
-
تازه خبرونه4 days ago
په پروان ولایت کې ۵ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
کمزوری ایران ښایي د اټومي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي – سپینه ماڼۍ
-
نړۍ1 day ago
د سوریې پخوانیو وسلوالو له دفاع وزارت سره د ادغام هوکړه وکړه
-
نړۍ1 day ago
د شتمنو هېوادونو د مرستو کمېدو له کبله په نړۍ کې د لوږې بحران پراخه شوی دی