Connect with us

بی بی سی پښتو

هراتۍ حکاکه: ټولنیزو رسنیو زما کاروبار ښه کړی

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: September 5, 2020)
خاطره امید

BBC

هرات ډېر پخوا د انځورګرۍ او خطاطۍ ترڅنګ د حکاکۍ هنر زانګو هم پاتې شوې. حکاکي یعنې پر ډبره، فلزاتو او لرګیو د نقشونو کاږل او لیکنې کول پنځه پېړۍ مخکې په هرات کې ډېر دود و، خو په تېرو څو لسیزو کې ډېر پیکه شوی.

اوس د ګوتو په شمېر حکاکان په هرات کې فعالیت کوي. دېرش کلنه خاطره امید یوه له هغو حکاکانو څخه ده چې د یوه کارځي په جوړولو سره یې د دې هنر د ژوندي ساتلو لپاره هڅې پيل کړي. نوموړې اوس د ټولنیزو شبکو له لارې هم خپلو آثارو ته د بازارموندنې هڅې پیل کړي خو په خبره یې تر اوسه د دې آثارو بازار سوړ دی.

خاطره امید د هرات په ارګ یا اختیارالدین کلا کې، په یوه کوچنۍ خونه کې چې د دې په کارځي بدله شوې ناسته ده او پر یوه تابلو کار کوي.

په دې لرګینه تابلو په ښکلی خط د (مور) کلمه کښل شوې او ترڅنګ یې د یوه بیت شعر پرحک کولو یا کیندلو بوخته ده.

د دی کارځي په تاقچو کی مختلف توکي او آثار وینم. پر یوه نسبتا لویه اوسپنیزه تابلو د داسې نجلۍ انځور په ختلي یا برجسته ډول ترسترګو کیږي چې منګۍ یې پر اوږه دی او د ګودر پر غاړه ولاړه ده. تر څنګ یې له لرګیو جوړه شوې زښته لویه تسپې (تسبیح) او بلې خوا ته له لرګیو جوړ شوی کوچنی رباب اېښودل شوی.

مېرمن امید تازه خپلو آثارو ته د بازار موندنې نوې هڅه پيل کړې. د دې آثارو عکسونه پر ټلګرام او فیسبوک خپروي.

حکاکي

BBC
په دې لرګینه تابلو په ښکلی خط د (مور) کلمه کښل شوې او ترڅنګ یې د یوه بیت شعر پرحک کولو یا کیندلو بوخته ده.

مېرمن امید وایي په معمولي نندارتون کې د دې توکو اېښودل چندان ګټه نه کوي:

“دا چې موږ په نندارتون کې ګډون وکړو کم شمیر خلک دا آثار لیدلی شي. مګر اوس چې ټولنیزې شبکې کاروو کار یوڅه ښه شوی. ویلی شم چی ګټه مو درې برابره زیاته شوې. پخوا به مو په میاشت کې پنځه وړاندیزونه د هنري اثر د تولید لپاره ترلاسه کول او اوس په میاشت کې څه باندې پنځه لس وړاندیزونه موږ ته کیږي.”

حکاکي

BBC
د حکاکۍ هنر نورو هغو ته خورا ستونزمن دی، ځکه هر ځای دا کار نه شو کولای او فزیکي ستړیا هم لري.

د مېرمن امېد په خبره له تازه هڅو سره سره بیا هم د حکاکۍ بازار ډېر سوړ شوی:

“تر هغو چی دا آثار کورني او بهرني مشتریان پيدا نه کړي همداسې به پراته وي. هغوی چې اقتصاد یې ښه دی دغه توکي اخلي. له دولت څخه مو غوښتنه دا ده هغه توکي چې د ډالۍ په توګه یې ځینو مراسمو کې مشرانو ته ورکوي له همدې اثارو واخلي دا به د هنر مندانو د هڅېدو سبب وګرځي.”

حکاکي

BBC
يه هرات ولایت کې د حکاکۍ هنر

دا ډول هنري آثار د ماشیني توکو خلاف په زیاته کچه او په کم وخت کې نه جوړیږی.

حکاکي داسې یو هنر دی چی د انځورګرۍ او خطاطۍ خلاف، د ذهني مهارت ترڅنګ فزیکي زحمت او سختي هم لري او کله پر یوه اثر څو اونۍ او آن څو میاشتې هم کار روان وي. له مېرمن امید مې وپوښتل چې دا هم په دې هنر کې سختۍ ویني؟

“دا ډېر زیات سخت کار دی ځکه دا داسی یو کار دی چې د هنرمند ګوتې او لاسونه هم زخمي کولی شي. له بلې خوا دا کار هر چېرته نه شي ترسره کېدلی. موږ دا کار په کور کې نشو کولی ځکه ضایعات ډير لري او د بلې خوا غږیزه ککړتیا هم لري. د شپې له خوا دا کار نشو کولی.”

د حکاکۍ دغه هنر تر اوسه په سختۍ ساتل شوی ځکه په بېوزله ټولنو کې داسې توکۍي خرڅلاو نه لري.

ددې ډول توکو اصلي پېرودونکي (مشتریان) بهرني سیلانیان دي خو د دوی شمېر هم په ورستیو لسیزو کی د جګړو له کبله خورا کم شوی.

د بل هر کسب او کار په شان د حکاکۍ د هنر غوړېدل او د هغو د بازار تودېدل هم په سوله او ثبات پورې اړه لري.

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

“دریو کلونو کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري څه باندې ۵۵۰ پېښې څېړلې شوې”

Avatar

خپور شوی

په

(Last Updated On: October 28, 2020)
جنسي تاوتریخوالی

Getty Images
خو د ښځو حقونو مدافع بنسټونه وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی په فزیکي، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي، ژبني او جنسي ډول روان دی.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په تېرو دریو کلونو کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري څه باندې ۵۵۰ پېښې یې ثبت او څېړلي دي.

دا عدلي او قضايي بنسټ وايي د دغو جنسي تېریو لویه برخه په دریو لویو ښارونو کې دي او په خبره یې د محکمو له لوري عاملانو ته سزا ورکړل شوې ده.

لویه څارنوالي وايي، په تېرو دریو کلونو کې په ۳۴ ولایتونو کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري ۵۶۹ پېښې ثبت او څېړلې شوي دي. د لویې څارنوالۍ په وینا د جنسي تېریو یاد شمېر عاملانو ته محکمو سزا اورولې ده.

د لویې څارنوالۍ مرستیاله سینا شنا منصور په کابل کې په یوې خبرې غونډه کې د جنسې تیريو څو بېلګې له رسنیو سره شریکي کړي چې په وینا یې د محکمو له خوا یې عاملینو ته سزا ورکول شوې ده.

اغلې منصور وايي، د جنسي تیریو هغه پېښې چې په تېرو دریو کلونو کې دوی څېړلي لویه برخه په کابل، هرات او بلخ کې دي خو په وینا یې د جنسي تېري هغه پېښې، چې څارنوالۍ ثبت کړي، په کلني ډول پام وړ ډېروالي نه ښيي.

افغان حکومت په درې کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه په ټولو ولایتونو کې ځانګړې څارنوالۍ جوړې کړي او څارنوالانې یې هم ښځې دي.

خو د ښځو حقونو مدافع بنسټونه وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی په فزیکي، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي، ژبني او جنسي ډول روان دی.

جنسي تاوتریخوالی

Getty Images
د ښځو او ماشومانو حقونو بنسټونه وايي په افغانستان کې ډېر نارینه له ښځو او ماشومانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

د ‘ندای زن’ په نامه بنست مشره ثریا پاکزاد وايي په هېواد د رایجو دودونو له امله ښايي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبتي نه شي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، پر ښځو او ماشومانو د سرتیري پېښو د ډېرېدو لامل دا دی چې وروستیو کلونو کې د پخوا پرتله څارنواليو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی دی.

د ښځو او ماشومانو حقونو بنسټونه وايي په افغانستان کې ډېر نارینه له ښځو او ماشومانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

خو افغان دولت د تاوتریخوالي ډېرو لږو پېښو ته قضیو ته رسېدګي کوي او دا د دولت د کمزورۍ نښه ده.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

له ۱۹۵۳ کال راهیسې په لومړي ځل امریکا کې په فدرالي کچه یوه میرمن اعدامیږي

Avatar

خپور شوی

په

(Last Updated On: October 19, 2020)

د امریکا د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت ویلي، چې د دغه هیواد فدرالي حکومت په نږدې ۷۰ کلونو کې په لومړي ځل یوه ښځینه بندۍ اعداموي.

لیزا مونټګمېري په ۲۰۰۴ کال په میزوري ایالت کې یوه امېدواره میرمن زندۍ کړې او د هغې د نس تر څیرلو وروسته یې ماشوم ترې تښتولی و.

ټاکل شوې مونټګمېري ته د ډیسمبر پر ۸مه په انډیانا ایالت کې د زهرو ستن «پیچکاري» تطبیق شي.

امریکا کې د «اعدام سزا د معلوماتي مرکز» په حواله دغه هېواد کې په وروستي ځل په ۱۹۵۳ کال کې د بوني هیډي په نوم میرمن په میزوري ایالت کې ګازو خونه کې ایسارولو سره اعدام شوې وه.

ټاکل شوې یو بل بندي «برانډن بېرنارډ» هم په ډسمبر کې اعدام شي. هغه به ۱۹۹۹ کال کې له خپلو ملګرو سره دوه زلمي پادریان وژلي و.

د امریکا لوی څارنوال «ویلیام بار» دغه جرمونه «بوګنونکې وژنې» بللې دي.

د ډونلډ ترمپ ادارې تیر کال وویل، چې په فدرالي کچه د اعدام سزا له سره پیلوي.

لیزا مونټګمېري څوک ده؟

د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، مونټګمېري د ۲۰۰۴ کال ډیسمبر کې له کېنساس څخه ظاهرآ د یوه سپي د پیرلو لپاره میزوري کې د «بوبي جو سټینېټ» کور ته ورغله.

خو کور ته تر ننوتلو وروسته هغې پر سټینېت برید وکړ او نوموړې یې- چې د اتو میاشتو امیدواره وه- تر هغې زندۍ کړه، چې بې سده شوه.

«مونټګمېري تر دې وروسته د پخلنځي چړې سره د سټينېټ خیټه وڅیرله او دا کار لامل شو، چې نوموړې بیرته په سد راشي. سټینېت د ژوند لپاره هلې ځلې وکړې، خو مونټګمېري دا ځل تر مړه کېدو زندۍ کړه. مونټګمېري تر دې وروسته ماشوم د هغې له تنه جلا او له ځان سره یووړ او هڅه یې وکړه، چې خپل ماشوم یې وښيي.»

په ۲۰۰۷ کال یوه قضايي پلاوي نوموړې په فدرالي کچه په انسان تښتونه، چې په مرګ تمامه شوې وه، ګرمه وپیژندله او هغې ته یې په یوه خوله د اعدام سزا وغوښته.

خو د مونټګمېري وکیلان استدلال کوي، چې نوموړې په ماشومتوب کې د وهلو ټکولو له کبله مغزي صدمه لیدلې، له رواني اړخه جوړه نه ده، نو ځکه باید اعدام نه شي.

په فدرالي او ایالتي کچه د اعدام سزا توپیر څه دی؟

اعدام

Getty Images

د امریکا د متحدو ایالتونو د قضايي سیستم له مخې جرمونو ته هم په ملي کچه د فدرالي محکمو او هم په سیمه ییزه کچه د ایالتي محاکمو په وسیله رسیدګي شونې ده.

د جعلي پیسو او د ډاګخانې غلا «پوستي غلا» په څېر مشخصو جرایمو ته نیغ په نیغه فدرالي محکمې رسیدګي کیږي. په همدې توګه له اساسي قانون سرغړونې او داسې قضیې هم، چې متحد ایالتونه پکې یو اړخ ګڼل کیږي، دغو محکمو ته راجع کیدای شي.

په ۱۹۷۲ کال د سترې محکمې د پریکړې له مخې په دواړو فدرالي او ایالتي کچه د اعدام سزا ناقانوني وبلل شوې او هغه مهال د دې سزا ټول اړوند قوانین هم لغوه شول.

سترې محکمې په ۱۹۷۶ کال کې ایالتونو ته بیرته د اعدام سزا د پلي کیدو اجازه ورکړه او په ۱۹۸۸ کال حکومت داسې قانون جوړ کړ، چې په فدرالي کچه یې هم دغه کار شونی کړ.

د اعدام سزا د معلوماتي مرکز د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ له ۱۹۸۸ تر ۲۰۱۸ کال پورې په فدرالي کچه ۷۸ کسانو ته د اعدام سزا اورول شوې، خو یوازې درې یې عملي شوې دي.

د مونټګمیري او بېرنارډ د اعدام سزاګانې به په خپل وار سره د اعدام اتمه او نهمه قضیه وي، چې سږکال یې فدرالي حکومت پلې کوي.

د اعدام سزا په اصولو کې بدلون د څه لپاره؟

د ډونلډ ټرمپ ادارې تیر کال وویل، له اوږد ځنډ وروسته په فدرالي کچه د اعدام سزا له سره پیلوي.

هغه مهال لوی څارنوال په یوه اعلامیه کې ویلي و: «عدلیې وزارت د دواړو ګوندونو د واک او ادارې پر مهال بدترینو مجرمانو ته د اعدام سزا غوښتې ده.»

« د قانون حاکمیت د عدلیې وزارت دنده ده – موږ د خپل قضايي سیستم د اورول شویو حکمونو د پلي کیدو له اړخه د قربانیانو او د هغوی د کورنیو پوروړي یو.»

Continue Reading

بی بی سی پښتو

د کلیوالو ښځو ورځ؛ د افغان کلیوالو ښځو ژوند کې څومره بدلون راغلی؟

Avatar

خپور شوی

په

(Last Updated On: October 17, 2020)
ښځه

Getty Images
کلیوالې مېرمنې وايي، د راتلونکي نسل لپاره دې کار وشي تر څو هغوی د زده کړې په ګاڼه سمبال او ټولنې ته یې وړاندې کړي.

نن ( د اکتوبر ۱۵ ) د نړۍ لر او بر کې د کلیوالو مېرمنو نړیواله ورځ یادیږي، که څه هم افغانستان کې د کلیوالو مېرمنو د ژوند ښه کولو لپاره بیلابیل کارونه شوې او په کلیوالو سیمو کې ځینې روغتیايي اسانتیاوې هم رامنځته شوي خو افغان کلیوالې ښځې لا هم له کړاوه ډک ژوند تېروي او له خپلو حقونو ناخبره دي.

داسې کلیوالې مېرمنې هم شته چې لا د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او له شته کړاوونو سره سره بیا هم په دې هیله شپې سبا کوي چې ژوند به یې بدلون ومومي.

خو د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د کلیوالو مېرمنو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره یو پروګرام پيل کړی چې دوی پر ځای بسیا او د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.

د دې پروګرام مشر، عبدالوفي نبي زی وايي چې نړیوال بانک د پنځو کلونو لپاره د سل میلیونه ډالرو بلاعوضه مرسته کړې او له همدې مرستې په ۲۰۱۸ کال کې دا پروګرام په ۳۴ ولایتونو کې پيل شوی دی.

ښځې

Getty Images
ځینې کلیوالې مېرمنې وايي، د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، د پاکو اوبو اوپه ټوله کې د ټولګټو پروژو نه شتون یې لویه ستونزه ده چې د کلیوالو مېرمنو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

ښاغلی نبي زی وایي، له دې پروګرام څخه ګټه اخیستونکې ۸۰ سلنه یې مېرمنې دي او پاتې شل سلنه یې نارینه دي، چې مېرمنې له دغو مرسته شویو پیسو کوچني کارونه پیلوي او یاد پروګرام ورته د محصولاتو لپاره نندارتونونه جوړوي.

ښاغلی نبي زی زیاتوي چې تر اوسه یې په ټول افغانستان کې څلور لکه شپږ زره شپږ سوه مېرمنې تر پوښښ لاندې راوستي، خو په ټوله کې به په دغه پروګرام کې پينځه لکه مېرمنې تر پوښښ لاندې راولي او په کور دننه به ورته د کار زمنیه برابره کړي .

ځینې کلیوالې مېرمنې وايي، د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، د پاکو اوبو اوپه ټوله کې د ټولګټو پروژو نه شتون یې لویه ستونزه ده.

شاه ‌بي بي د ننګرهار کامه کې ژوند کوي هغه وایي، “ژوند مو ښکلی دی خوشحاله یم، خو کله نا کله ژوند راته سخت شي ټول عمر مو پټیو کې په کارونو تېر شو اولاد مو سم نه شو تربیه کولی ټوله ورځ بوختې یو.”

“له ماشومتوبه تر اوسه یواځې کار کول را زده شوي. کله نا کله خو وایم کاش مو د ښاري مېرمنو په څېر ژوند درلودای، خو له ښاري مېرمنو بیا اورم چې ستاسو په ژوند کې خوند دی زه حیرانه شم چې دوی څومره ارامه ژوند لري ولې زموږ ژوند ورته ښه ښکاري”.

ښځې

Getty Images
کوچیان له یو ځای نه بل ځای ته کډې کوي، د هر موسم په راتلو یې استوګنځی بدلېږي

۶۰ کلنه شا بي بي وایي، هېچا یې غم نه دی خوړلې او په خپل ټول عمر کې داسې څوک پیدا نه شو چې د ښځو لپاره کار وکړي.

بل لورته بیا داسې کلیوالې مېرمنې هم شته چې ارمان کوي کاش لوست یې کړی وای، اوس به د هېچا لاست ته نه وې ناستې.

خو دغه کلیوالې مېرمنې له چا ګیله لري

پتاسه په پکتیا کې د یوه لرې پراته کلي اوسېدونکې ده. هغه وايي “سهار وختي له کوره وځم په دې موخه چې خپلو مالونو ته واښه راوړم کله نا کله په د پټیو په پولو ګرځم تر څو سابه راټول کړم همدې ژوند کې خوشحاله یم.”

دا وايي یواځینۍ ارمان یې دا دی چې کاش یې خپلې زده کړې سرته رسولې وای.

” کله چې ګردېز کې اوسېدلو نو د یوې ښځې کورته به تللم د اسلامي زده کړو ترڅنګ به مې ځیني کتابونه هم لوستل خو اوس رانه هر څه پاتې شوي”.

هغه وایي په دې ښه پوهېږي چې اسلام د زده کړو حق ورکړی خو کورنۍ یې ځکه اجازه نه راکوله چې له کوره یې ښوونځی لرې وو ډېره لاره یې باید پلی تګ کړې وای.

” کورنۍ مو وېرېده چې کومه بدنامي راته جوړه نه شي. خو که حکومت زموږ سیمه کې نژدې ښوونځي جوړ کړي وای اوس به زه هم د نورو په څېر د ښوونځي زده کوونکې وای یا به فارغه وای”.

پتاسه وایي، کله نا کله خلک د جنګ خبره کوي خو دا نه پوهېږي چې څه وايي.

“ځکه موږ هېڅ تلویزیون نه ګورو، پلار مې ځیني وخت راډیو اوري او په ډېره لېوالتیا ورته ناست وي، موږ ته اجازه نه راکوي چې راډیو ته غوږ شو، وايي نجونې راډیو نه اوري د کور کار کوي”.

یوازې د لرې پرتو کلیوالو سیمو اوسېدونکې دا ډول کړاو نه ګالي بلکې د پلازمېنې کابل شاوخوا سیمو اوسېدونکې مېرمنې هم له کړاو ډک ژوند لري او له ډېرو خدماتو بې برخې دي.

۲۲ کلنه مدینه کوچۍ د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې اوسېږي، دا وايي چې د کلیوالو مېرمنو ژوند په هېڅ حساب دی.

“ژوند ځکه راته بې معنا شوی چې مور مې روغتون ته پر لاره مړه شوه، درانه کارونه به یې کول، غواګانې مو درلودې چرګان لرو ددې ټولو ساتنه به مې مور کوله، ډاکټرانو ویل خور دې پیدا کېږي خو مور مې ډاکټرانو تر څار لاندې نه وه ځکه یې ژوند وبایلود”.

هغه وايي “مور مې ښوونځي ته پرېښودلم له پلار سره به مې تل پر دې جنجال وو چې مدینه به ښوونځي ته ځي خو پلار مې نه منله اوس هر کله د دې ارمان کوم چې کاش د نورو نجونو په څېر ما هم درس ویلی.”

ښځې

Getty Images
کلیوالو ښځو ته د خپلو حقونو په اړه پوهاوی ډېر کم دی.

مدینه کوچۍ وايي نه پوهیږي چې راتلونکې به یې څنګه وي : “زما راتلونکې به هم داسې وي لکه زما د مور، زړه کې مې وېره ده.”

مدینه وایي، غوښتنه یې دا ده چې دوی ته ځانګړې پاملرنه وشي، نجونو او هلکانو ته د درس او تعلیم زمینه برابره شي.

د کلیوالو مېرمنو دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کیږي چې دوی له اړوند ادارو سره د مېرمنو په نوم له شویو مرستو ناخوښې بریښي او وایي له دغو ټولو مرستو سره سره بیا هم د دوی په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه تر سترګو کیږي.

ډیر وخت د مېرمنو نیوکه همدا وي چې د ښځو په نوم ورځو نمانځنه یوه نمایشي کړنه ده او په عمل کې د ښځو لپاره بنسټیز څه نه دي شوي چې دوی په پښو ودروي، ترڅو د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

خو له دې ګیلو او نیوکو ترڅنګ په روغتیا برخه کې ځینې پرمختګونه د یادولو وړ دي. له دې ډلې د مېندو د مړینې په کچه کې کموالی دی چې په تېرو نږدې دوه لسیزو کې د پام وړ راټیټه شوې ده.

دوه کاله وړاندې نړیواله بانک اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ موده کې د مېندو د مړینې کچه کې ۶۴ سلنه کموالی راغلی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending