تازه خبرونه
نهه آسترالیايي سرتېرو په افغانستان کې ځانوژنه کړې

دیلي میل د څرګندونو له مخې؛ آسترالیا ۹ سرتېرو په تېرو درې اوونیو کې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته ځانوژنه کړې، چې د ۳۹ افغان ملکي وګړیو په وژنه کې ښکېل بطزندل شوی دي.
دې پلټنې څلور کاله وخت ونیو، چې د جګړې له ډګرونو پرته د ملکي وګړیو له ناقانونه وژنو پرده پورته کړي.
د دغې څېړنې سم شوی راپور د شنبې پر ورځ خپور شوی دی.
د دیلي میل راپور ښیي؛ په تېرو درې اوونیو کې د اته آسترالیايي نرینه وو سرتېرو په ګډون یوې میرمنې ، چې عمرونه یې د ۲۰ او ۶۰ کالو ترمنځ ول ځانوژنه کړې.
د راپور له مخې: د دې هېواد ګڼشمېر سرتېرو، چې په دې وروستیو کې ځانوژنه کړې؛ د آسترالیا پوځي تاریخ یې ساری نلري.
د آسترالیا روغتیایي کارمندانو دا یوه رواني ناروغي ښودلې ده.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دغو راپورونو په ځواب کې ویلي: دغه وحشت د توجیه وړ ندی. څه، چې پیښ شوي او د پوهیدو وړ ندي او دې جنایت زه هم حیران کړی یم.
تازه خبرونه
له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ هوکړه لیک لاسلیک شو

د را تلونکې کال له پيله به ټولې دولتی ادارې په جبرې بڼه له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کوي.
له همدې کبله د تدارکاتو ملي ادارې او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې تر منځ د کورنیو تولیداتو د پېرېدلو او په دولتی ادارو کې یې د کارونې هوکړه لیک لاسلیک شو.
د تدارکاتو مالې ادارې مشر څرګنده کړې؛ د راتلونکي ۱۴۰۰لمریز هجري کال له پيل سره سم به ټولې دولتی ادارې په جبرې توګه له کورنیو تولیداتو کاراخیستل پیلوي.
د تدرکاتو ملی ادارې زیاته کړې؛ له دې وروسته به صنعتکارانو او تولیدوونکیو ته په قرار دادونو کې د برخې اخستنې زمینه هم برابره شي.
دوی د هېواد له تولیدوونکیوغوښتي، چې باید خپل تولیدات معیاری کړي.
د تدرکاتو ملي ادارې مسوولین وایي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره هغه پېنځه ویشت سلنه ارجعیت به هم پلی شي، چې د کورنیو توليداتو لپاره په نظر کې نیول شوی.
د تدرکاتو ملي ادارې مشر عمر الهام هوتکي ویلي؛ مونږ غواړو، چې له تولو هغو لارو کار واخلو، چې د کورني تولید د قوت لا مل کیږي. د لمریز هجري۱۴۰۰ کال له پیله ټولې دولتي ادارې مکلفيت لري، چې له کورنیو تولیدا تو ګټه واخلي.
د أفغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین هم څرګندوي، چې هېواد یې په ۴۸ سکتورو نوکې د ځان بسیاینې ته رسید لی دی.
دوی ویلي؛ که حکومت له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي، خصوصي سګتور به هم پانګونه زیاته کړي او هم به د بیکارۍ کچه راټيټه شي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېر باز کمین زاده وایي: که له کورنیو تولیداتو په دولتی قرار دادونو کې ګټه واخیستل شي؛ نو مونږ کولی شو د سوداګرۍ بلانس مساوی کړو. مونږ به پر تولید سربېره نوره پانګونه هم تر سره کړو؛ خو که حکومت خپل ملاتړ ډېرکړي.
د اقتصادی چارو کار پوهان هم پدې باور دي، چې حکومت په کورنیو قرار دادونو کې له کورنیو تولیداتو پېرودل وکړي او د هېواد مارکیټونو ته د راروانو قاچاقي توکو مخنیوی وشي؛ نو هېواد به له اقتصادي بحرانه چټک راووځي.
تازه خبرونه
طالبانو درې نیم میلیون ماشومان له واکسینه بې برخې کړي – روغتیا وزارت

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې د ګوزڼ واکسین له پلي کولو سره د طالبانو د مخالفت له کبله په هېواد کې درې نیم میلیون ماشومان بې برخې شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ څانګې معلومات ښيي ؛ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وسلوال طالبان کور پر کور د ګوزڼ واکسین له کمپاین سره مخالفت کوي، چې له کبله یې درې نیم میلیون ماشومان له واکسینه بې برخې پاتې شوي.
د ګوزڼ څانګې مسوولین وايي، چې طالبانو د همکارۍ ژمنې کړې؛ خو په عمل کې یې ورسره ورو ورو مخالفتونه ډېر شوي او د واکسین مخه یې نیولې ده.
د ګوزڼ څانګې د عامه پوهاوي مسوول میرجان راسخ ویلي؛ د پکتیا، میدان او وردګ ولایتونو ماشومان هم د طالبانو د مخالفت له کبله واسین شوي ندي.
تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین پیل شو، چې ویل کیږي په وردګ، پکتیا، غزني، هلمند، کندهار، کندوز، تخار او پکتیکا ولایتونو کې یې طالبانو مخالفت کړی دی.
د پکتیا مدني فعال سید جمال آصف خېل ویلي؛ طالبانو په خپلو تر څارنې لاندې سیمو کې د دغه بهیر مخه نیولې ده. زمونږ غوښتنه داده، چې له واکسینه پاتې ماشومانو ته د واکسین کولو اجازه ورکړي.
د واکسین دا کمپاین، چې یوه اوونۍ دوام لري، په بامیان، غور او دایکنډي کې د سړې هوا او واورو له کبله پلي شوی ندی.
له دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر ویاند په یوه ټویټ کې څرګنده کړې وه؛ دوی د واکسین له کار کوونکیو سره همکارۍ ته چمتو ديی. طالبان د واکسین له کار کوونکیو غواړي، چې د کورونو پر ځای په جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې ماشومان واکسین کړي او د کور پر کور له کمپاین سره یې؛ ځکه مخالفت کړی، چې په ځينو مواردو کې له دې ډول کمپاینونو ناوړه ګټه بورته شوې ده.
تازه خبرونه
طالبان د سولې په بهیر کې له وخت سره لوبې کوي

افغان حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې طالبان له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو شېبې شماري او فکر کوي، چې د جګړې له لارې به د سولې په خبرو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي.
کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د سولې لپاره د طالبانو پر لیوالتیا او رښتینولۍ شک څرګندوي او له بې بي سره په خبرو کې یې ویلي، چې طالبان له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو ته په تمه دي او د سولې پر خبرو وخت ضایع کوي.
اندرابي وايي، چې طالبانو بریدونه او موخه ییزې وژنې؛ ځکه ډېرې کړي، چې د خپلو پاتې زندانیانو خوشې کولو ته لار اواره کړي او پر هېوادوالو د خپلې بڼې حکومتي مفکوره وتپي.
د ده په وینا، طالبان په افغانستان کې د تېرو شل کلونو لاسته راوړنو ته هم هیڅ ارزښت نه ورکوي.
کورنیو چارو وزیر سعود اندرابي وایي: طالبان د بهرنیو ځواکو نو وتلو ته پرتمه دي؛ دوی د مدنې مخکښانو او خبریالانو له تروره غواړي خپل ډېر بندیان راخوشې او د خپلې خوښې حکومتداري رامنځتده کړي.
طالبانو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د تازه څرګندونو په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی؛ خو له دې مخکې یې ویلي، چې دوی غواړي د افغانستان جګړه د خبرو له لارې حل او اسلامي حکومت رامنځته کړي.
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
طالبان د افغانستان اوسنی نظام د اصلاح وړ نه بولي – سرچینې
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
ایران له امریکا وغوښتل، چې برجام ومني
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
اسلام پر وژنو، تاوتریخوالي او ډارولو حکم ندی کړی – او آی سي
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
په روزګان کې بمي چاودنې د یوه خبریال په ګډون ۸ کسان ټپیان کړل
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
امریکا له طالبانو سره پر لاسلیک شوي تړون بیاکتنه کوي – بلینکن
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د امریکا نوی حکومت دې په افغانستان کې پر مناسب سیاست غور وکړي
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
وسلوالو طالبانو په بدخشان ولایت کې له پاڅونوالو یو شمېر کلي نیولي
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
طالبان باید له پاکستان سره اړیکې پرې کړي– اشرف غني