Connect with us

لوبی

نن په متحد عربي اماراتو کې افغان کرکت ملي لوبډله له ایرلند سره لوبه کوي

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۳۹۵)

vlcsnap-2017-01-14-14h26m59s186

ټاکل شوې،چې نن د افغانستان کرکتملي لوبډله له ایرلندسره په متحد عربي اماراتو کې لوبه وکړي.

دا به په صحرا نومیتورنمنتکې د افغانستان لومړۍ لوبه وي.

د کرکتبورډ چارواکي وایي،د صحرا جام لوبې پردوهګروپونو وېشل شوېدي.

دوی زیاتوي،چې په «الف» ګروپ کې افغانستان، ایرلند، نامیبیا او کوربه هېواد متحده عربي امارات سره یوځای شوي او په «ب» ګروپ کې به سکاتلند، عمان او هالندلوبې وکړي.

 

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

د افغانستان د فوټبال لوبډلې پخوانی ورساتونکی له کرونا ویروسه ومړ

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د فوټبال لوبډلې پخوانی ورساتونکی صادق ابراهیمي، چې پر کرونا ویروس اخته شوی و مړ شوی دی.

د صادق ابراهیمي ورور د هغه مړینه منلې او وایي، چې ارواښاد له کرونا ویروسه مړ شوی دی.

ارواښاد په  ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د ورساتونکي دنده تر سره کړې ده.

هغه د  ۲۰۰۲ کال د جنوبي  کوریا د بوسان په آسیایي او په ۲۰۰۵  کال کې د بنګلدېش او ترکمنستان سره په لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې ملتیا لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د فوټسال ملي لړبډلې ورساتونکی علی رضا قرباني هم همدا اوس پر کرونا ویروس اخته شوی دی.

قرباني پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې له کرونا ویروس سره یې مبارزه روانه ساتلې، کرونا راڅملولی یم … ورسره بې پروایي مکوي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه په افغانستان کې ۱۵۲۰۵ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لا لیګا لوبې به د جون له ۱۱ بیا پیل شي

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۳۹۹)

د اسپانیا د فوټبال لیګ مشر خاویر ټباس منلې، چې د دې پړاو د لا لیګا پاتې لوبې به د جون پر ۱۱ بیا پیل شي.

له کرونا ویروسه د رامنځته شوې دوه میاشتنۍ دمې وروسته، نامتو اروپايي لیګونو اوس د لوبو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی ښکاره کړی دی.

د هسپانیا د فوټبال غوره لیګ مشر، خاویر ټباس منلې، چې د جون پر ۱۱ به د دې پړاو او د سپتمبر پر ۱۲ د راتلونکي پړاو لوبې پیل شي.

ټباس زیاته کړې، چې د سویا او ریال بټیس ترمینځ لوبه به د جون پر ۱۱ د لا لیګا د لوبو په لړ کې پیل شي.

د نامتو اروپایي لیګونو د دې پړاو لوبې به د تړلیو دروازو ترشا ترسره شي.

د آلمان بونډسلیګا لوبې له څو اوونیو راپدیخوا پیل شوي او لوبډلې د تړلیو دروازو تر شا سره مخ کیږي.

د انګلیس غوره لیګ سیالۍ به د جون پر ۱۷ او د ایټالیا سري آی به د جون پر ۲۰  لوبې پیل کړي.

د دې پړاو د فرانسې فوټبال لیګ لوبې لغو شوې او د پاریس سینټ جرمن د اتل په توګه غوره شو.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان فوټسال ور ساتونکی پر کرونا ناروغۍ اخته شوی

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم ور ساتونکی (ګول کیپر) علي رضا قرباني د کوویډ-۱۹ په ناروغۍ اخته شوی دی.

قرباني په یوه انلاین پوسټ کې تایید کړې، او ویلي یې دي: “کرونا ماته هم ورسیده، جدي یې ونیسۍ.”

 


علِی رضا، چې په بیلابیلو سیالیو کې یي ترټولو اغیزناک فعالیت درلود، د څلورو کلونو راهیسې د ملي ټیم لپاره لوبیږي.

هغه د آسیا کورني ۲۰۱۷ اتلولیو کې هم ځلېدلې چې پکې افغانستان څلورم ځای خپل کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ رامنځته کیدلو له امله ټولې سپورټي چارې ځنډول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې ټول زیانمن شوي وګړي د ۲۲۷ مړینې او ۱۱۳۵ رغېدا سره، ۱۲۵۹۵ ته رسیدلي دي.

Continue Reading

Trending