Connect with us

بی بی سی پښتو

ننګرهار : په سیند کې د ډوب شویو کسانو لټون روان دی

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: June 13, 2021)
ننګرهار، سیند، بهسود، اوبه

BBC
د ننګرهار چارواګي وايي له سینده د تېریدو پرمهال په کښتې کې لس کسان سباره و چې یو ماشوم ترې ژغورل شوی او د نورو لټون روان دی.

د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سيند له يوې ډډې بلې ته د خلکو د وړلو راوړلو کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه له لسو ډوب شویو کسانو يو ماشوم ژغورل شوی او يو مړی موندل شوی، خو د یوې ښځې په ګډون اته کسان لا هم اوبو کې ورک دي.

دغه کښتۍ نن شنبه له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سيمه کې اوښتې ده.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د کښتۍ کيبل پرې کېدو سره د کښتۍ سورلۍ اوبو اخيستي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي، کښتۍ کې د يوې ښځې او ماشوم په ګډون لس کسان ناست وو چې د ځايي خلکو په مرسته ماشوم ژوندی ایستل شوی او نورو ډوبو شویو کسانو پسې لټون روان دی.

ځينو ځايي سرچينو بیا د ډوب شويو کسانو شمېر اته کسان ښوولی دی.

له کونړ سیند سره دوه ګړۍ مزل

نیمروز؛ د سیند پرغاړه تږی ولس

افغانستان: مالګین سیند زرغونې کروندې شاړې کړې

ننګرهار کې د بي بي سي خبريال وايي، په ځايي وخت تر ماښام پورې اوبو کې د ډوب شويو کسانو د ژوند او مرګ اړه معلومات نه وو.

په سيند کې د ډوب شويو کسانو د موندلو لپاره د ځايي اوسېدونکو او ځايي کښتۍ چلونکو هڅې روانې دي.

د ګردي کڅ د ځوانانو شورا مشر رييس خان غرني بي بي سي ته وويل، ډوب شوي کسان د ګردي کڅ اوسېدونکي وو چې کامې ولسوالۍ ته اوښتل.

د افغانستان د نورو ولايتونو سربېره د ننګرهار بهسودو، ګوشتې او لالپورې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د پلونو د نشتوالي له امله سيند د پورې وتلو پر مهال له کوچنیو کښتیو کار اخلي.

د یادونې ده چې دوې اونۍ وړاندې هم د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې ځايي جاله چلوونکو او ځاي خلکو اوبو کې د ۲۰ ښځو او ماشومانو په ګډون د ډوبې شوې کشتۍ ۳۰ سپرلۍ ژوندي ژغورلي وو.

په افغانستان کې د دوبي په ګرمو ورځو کې ګڼ کسان خپل ژوند په سیندونو کې د لامبو او یا هم له سینده د تېرېدو پرمهال بایلي ځکه چې پلونه نشته او دغه مهال د سیندونو اوبه ډېرېږي.

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

هندو ښځو ته ولې د مړو سوځولو مراسمو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي؟

Avatar

خپور شوی

په

(Last Updated On: July 26, 2021)

د هندۍ ممثلې او د تلویزیوني خپرونو کوربنې مندیرا بیډي عکسونه چې د خپل مېړه د مړي سوځولو د مراسمو پرمهال یې اخیستي او خپاره کړي وو، په وروستیو کې د خبرونو د سر ټکي شول.

تر ډېره هندو سړي مړي سوځوي او ښځې د مړو سوځولو له مراسمو لیرې ساتي، خو دا باور له کومه راغلی او د هندوانو په مذهبي کتابونو کې یې په اړه څه ویل شوي او که نه؟

فلمي پروډیوسر راج کوشال د جون پر ۳۰مه ناڅاپه د زړه د حملې له کبله د هند ممبۍ ښار کې د ۴۹ کلونو په عمر مړ شو.

د هغه مېرمنې مندیرا بیډي ته د غمشریکۍ ډېر پیغامونه واستول شول.

په هندي ورځپاڼو کې کالم لیکونکې او لیکواله شوبها دي وايي، “د مندیرا عکس، چې د خپل مېړه د مړي سوځولو مراسمو کې مشري کوي، د پخواني دود پر وړاندې یو ډول سرغړونه ده، چې له څو پېړیو راهیسې زموږ په ټولنه کې دود دی او دا کار د پلارواکۍ د نظام پر وړاندې یو قوي عاطفي پیغام هم دی”.

لیکواله لیکي: “کله چې هغې دا اونۍ د خپل مېړه د سوځولو لپاره اور بل کړ، د سړو او ښځو په زړونو کې یو ډول ګرمي پیدا شوه. هغې په دې اور سره، چې لوګی یې تر اسمانه وخوت، د ټولنې محدودیتونه مات کړل”.

د بیدي مېړه راج کوشال د زړه د حملې له کبله مړ شو

Getty Images
د بیدي مېړه راج کوشال د زړه د حملې له کبله مړ شو

بیډي هغه لومړنۍ ښځه نه ده چې د خپلې کورنۍ د یوه غړي د مړي سوځولو لپاره یې اور بل کړ، کله چې پخوانی لومړی وزیر اتل بیهاري واجپای د ۲۰۱۸ کال په اګسټ کې مړ شو، لور یې نمیتا کاول بهاتاشریا د خپل پلار د مړي سوځولو لپاره اور بل کړ او په ۲۰۱۴ کال، د بهارتیا جنتا ګوند د یوه مشر جوبینات موندي لور پنکاجا موندي په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د خپل پلار مړی وسوځاوه.

د تازه وبا پرمهال هم ګڼې داسې پېښې رامنځ ته شوې دي، چې مېرمنو د خپلو مېړونو او یا پلرونو مړي سوځولي.

خو د بیډي د پلار سوځېدو پېښې ځینې محافظه کاره هندوان او ښي اړخي فعالان غوسه کړي او پر خواله رسنیو یې خپله غوسه سړه کړې ده، دوی وايي چې د هغه مړی باید د هغه ۱۰ کلن زوی سوځولی وای. ځینې وايي د مړي سوځولو مراسمو ته د ښځو ورتګ د دود مخالف کار دی.

خو هندو مذهبي مشرانو بي بي سي ته ویلي، د دوی په مذهبي کتابونو کې هېڅ داسې څه نه شته چې ګنې ښځې د مړو سوځولو مراسمو ته نه شي ورتللی.

خو د سنسکریتي ژبې پخوانی استاد بهاجوان دټ پتاک یې داسې تفسیروي چې ښايي مذهبي لاملونه ولري، داسې چې ښځې غالباً په کور کې پاتې کېږي او کورني کارونه کوي، خو سړي بیا په ازاده فضا کې بهر ته وځي او بهرني شاقه او سخت کارونه کوي.

پرویسر کوشالندرا پنډي، چې په بنراس پوهنتون کې د سنسکریتي ژبې ادب تدریسوي، وايي، په پخوانيو متنونو کې ددې یادونه شوې که د مړي زوی یا لور نه وي، نور ښځې یې د سوځولو مراسمو ته ورتللی شي.

دی وايي: “پخوانۍ هندو ټولنه لا ډېره ازاده وه او ښځو ډېرې ازادۍ لرلې. خو لومړی محافظه کاران د نورو دینونو پر وړاندې د غبرګون په توګه راپورته شول، اول برید یې پر بودیزم وکړ بیا پر اسلام او مسیحیت”.

هندو مذهبي مشر منوج کومار پنډي چې د مړو خښولو کې تخصص لري، وايي دود شوی باور دا دی چې مړی باید د هغه مشر زوی وسوځوي. په مذهبي کتابونو کې د ښځې د رول په اړه څه نه دي راغلي او نه یې هم په دا ډول مراسمو کې له ګډون منع کړې ده.

پنډي وايي، بیډي “په حقه وه، چې د خپل مېړه د مړي سوځولو مراسمو مشري یې وکړه. له عکس ښکاري چې له خپل مېړه سره یې ډېره ژوره اړیکه لرله. هڅه یې کوله چې خپل کوچنی زوی ښه وساتي. دا یوه مخکښه ښځه ده او باوري یم هغې چې څه وکړل سم کار یې وکړ”.

دی وايي، د مړو سوځولو مراسمو ته د ښځو د نه تللو د لامل تر شا دا انګیرنه ده چې ښايي دوی به د مړي سوځولو سره رواني ټکان وخوري، ځکه چې “دوی له عاطفي اړخه تر سړیو ډېرې کمزورې او نرم‌زړې دي”، خو له دې نظر سره ګڼې ښځې موافقې نه دي.

د ازادې مطالعې او ازادۍ فعاله شیلاجا واجپای وايي، “په حقیقت کې اوس د مړي سوځولو مراسمو ته نه ورتګ ښايي هغه ناسم پوهاوی وي ځکه چې خلک دې مراسمو ته مړي ته د احترام او مرستې پخاطر ورځي”.

دا وايي، دا خپله هم د خپل پلار د مړي سوځولو په ګډون ګڼو مراسمو ته ورغلې ده.

“زه ځکه ورغلم چې غوښتل مې وروستۍ خدای پاماني ورته ووایم او وروستی ځل یې ووینم. خو زما ښځینه خپلوانو بیا نه ورتګ غوره وباله. دا باور چې د مړو سوځولو مراسمو ته د ښځو نه ورتګ له تېرو زمانو په میراث پاتې دی او زموږ کورنۍ کې هم ګڼې ښځې همدا باور کوي، زه احترام ورته لرم”.

دا وايي: “دا شخصي غوراوی دی، چې باید درناوی یې وشي. هرڅه چې کوو باید اجازه راکړل شي”.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

نایجریا کې ۱۰۰ تښتول شوې میندې او ماشومان راخوشي شول

Avatar

خپور شوی

په

(Last Updated On: July 21, 2021)
نيجيريا

Getty Images

د نایجریا شمال لوېدیځ کې چارواکو ویلي، د شوکمارو په لاس تښتول شوې ۱۰۰ میندې او ماشومان، چې ډېری یې پۍ ورکوونکې ښځې دي، راخوشي کړي دي.

دا میندې او ماشومان د جون پر ۸مه په زمفارا ولایت کې تښتول شوې چې د اخ و ډب پرمهال څلور کسان وژل شوي هم دي.

د زمفارا ولایت چارواکو ویي، تښتول شوې مېرمنې او ماشومان له کومې فدیې پرته راخوشې شوي، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دوی وايي، کورونو ته له ستنېدا مخکې به د راخوشې شویو ښځو او ماشومانو روغتیايي ازموینې کېږي.

دا سیمه په تېرو څو میاشتو کې د تښتونو د څو پېښو شاهده وه.

رپوټونه وايي د ۲۰۲۰ کال له ډیسمبر میاشتې راهیسې هلته نژدې زر کسان تښتول شوي، چې ډېری یې بیا وروسته د فدیې بدل کې راخوشي شوي او یو شمېر وژل شوي دي.

چارواکي وايي، هلته شوکمارې ډلې خلک تښتوي، چې د تښتونو اصلي انګیزه یې د پیسو ترلاسه کول دي.

په ۲۰۱۴ کال بورنو ولایت کې د بوکو حرام اورپکې ډلې د جنګیالیو په لاس د چیبوک د مدرسې د ۲۷۶ زدکوونکو نجونو د تښتولو له پېښې وروسته، ګڼو نورو ډلو هم تښتونو لاس اچولی دی.

د نایجریا ولسمشر محمد بهاري پوځ ته امر کړی چې په زمفارا او ورڅېرمه کاډونا او کاتسینا ولایتونو کې مجرمان پسې واخلي.

د روانې اونۍ پیل کې، د زمفارا او کاډونا ولایتونو په سرحدي سیمه کې پر یوې مجرمې ډلې برید وشو، چې د برید پرمهال د نایجریا د پوځ یوه چورلکه وغورځول شوه او پیلوټ له الوتکې په تېښته بریالی شو.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

د توکیو اولمپیک: د باسکټبال محجبه لوبڅارې تاریخ جوړوي

Avatar

خپور شوی

په

(Last Updated On: July 20, 2021)

ساره جمال په ځینو لوبو کې لاسته راوړنې لري. د باسکټبال دا مصرۍ لوبغاړې او ملکي انجنیره اوس د توکیو اولمپیک سیالیو کې د لوبڅارې (ریفري) په توګه غوره شوې ده. دا به لومړنۍ مسلمانه حجاب لرونکې وي چې اولمپیک کې د باسکټبال د لوبو لوبڅاري کوي.

باسکټبال په ۱۸۲ هېوادونو کې تر ۴۳۰۰۰۰ ډېر لوبغاړي لري. ساره به لومړنۍ عربه او افریقایۍ ښځه وي چې د سږ کال اولمپیک باسکټبال دریو سیالیو لوبڅاري کوي.

“تر خپله وسه به هڅه کوم”

ساره وايي، په اولمپیک لوبو کې ګډون د هغې تر ټولو لویه “هیله ” وه، خو کورونا وبا هم پر لوبو اغېز وکړ. دا وايي: “ډېر زیات اندېښمن وو چې لوبې به وشي او که نه، خو په پای کې هرڅه روښانه شول”.

ساره وايي، کورنۍ یې پر دې ډېر ویاړي، خو پوهېږي چې دا لویه لاسته راوړنه د هغې هیلې لا پسې ډېروي: “دا یو لوی مسؤلیت دی، زه نه یوازې د خپل ځان استازیتوب کوي، بلکې د ټولې افریقا او عربي نړۍ استازولي کوم”.

“دا اسانه کار نه دی، خو غواړم د دوی ښه استازیتوب وکړم، نو له همدې کبله به زه تر خپله وسه خواري وکړم”.

ساره چې ارامې خبرې یې کولې او په خندانه خوله راته لګیا وه، ایله یې له خپل هېواد مصر نه د ستنېدو څو ساعته وتلي وو.

دې راته وویل: “هرځل چې یوه لاسته راوړنه ولرم، دا لوی ویاړم ګڼم، خدای پاک راته نوی او لوی فرصت برابر کړي. تېر ځل د مصر د ځوانانو د باسکټبال نیمه پایلوبې لوبڅارۍ ته غوره شوې وم، دا خپله یوه لاسته راوړنه وه”.

ساره د باسکټبال لوبه په کوچنیوالي (پنځه کلنۍ) کې پیل کړې او له خپلې مشرې خور سره به یې لوبه کوله. کله چې پنځلس کلنه شوه، نو لوبڅاري یې پیل کړه.

اته کاله ساره لوبغاړې او د سیالیو لوبڅارې وه. دا وايي، د لوبېدو پرېښودو او د لوبو اداره کولو او لوبڅارۍ پیلول کې له لویو ننګونو سره هم مخ شوې ده.

دا وايي: “دا اسانه نه ده چې لوبو کې مخکې شې، باید زړوره هم یې. پر دې باید باوري یې چې که یو ګام اخلې نو دوه لاسته راوړنې به هم لرې”.

خدايي ورکړه

سارة جمال

Sara Gamal

ساره وايي، د خپل دین په برکت ثابت ګامونه اخلي: “باوري یم چې که په هر څه کې تر خپله وسه هڅه وکړم، نو هرڅه به لا ښه شي، ما تر خپله وسه هڅه وکړه او هرڅه مې خدای ته وسپارل، تر دې چې دې سفر کې یې کامیابه کړم”.

دا وايي د هرې لوبې تر پیلېدا مخکې به په دې فکر کې وه چې “لمونځ وکړم او ووایم: له خدایه غواړم چې دا لوبه ددې په بریا تمامه شي”.

د لوبڅارۍ پرمهال د ساره د حجاب په ۲۰۱۷ کال د لوبو د قوانینو له بدلېدو سره هم تړاو لري.

دا وايي، د دې د حجاب به اړه له مثبتو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده: “ځینې لوبغاړي وايي زما جامې ډېرې ښکلې دي”.

“دا زما لپاره هڅوونکې ده، ځکه چې نورو ښځینه لوبڅارو ته مې هم لاره هواره کړه، چې له خپلې عقیدې او هیلو سره ریښتینې و واسي”.

دا وايي، پخپل هېواد کې ګڼې ځوانې ښځینه لوبڅارې ورته لیکي چې باوري دي “دوی په لویو لوبو کې د ګډون یا د نړۍ نورو برخو ته د سفر فرصت نه لري”.

“خو زه دوی ته وایم چې تاسو تر ما ډېرې ښې ځلېدلی شئ. ورته وایم هرځای چې وغواړئ خپلو هدفونو ته رسېدلی شئ. تاسو یې وړتیا لرئ”.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي