Connect with us

تازه خبرونه

ناټو به په افغانستان کې پر سوله او بهرنیو ځواکونو بحث وکړي

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وری ۲, ۱۴۰۰)

د سې شنبې پر ورځ به د ناټو بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې د نړیوالو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر سوله او په دې هېواد کې پر بهرنیو ځواکونو بحث او خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې د سې شنبې پر ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې د افغانستان پر سوله او په دې هېواد کې پر پوځي ماموریت بحث او خبرې هم وکړي.

د غونډې له پیلیدو مخکې د دې سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبري رسنیو ته ویلي، چې تر دوه زره څلیریشتم کال پورې له افغان ځواکونو سره مالي ملاتړ ته روان ساتي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه ستونزمنه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د سرتېرو د ایستلو له سختې پرېکړې سره مخ دي او دا پرېکړه به ګډه کوي.

له دې مخکې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کړې وه؛ خو له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو یا پاتې کولو پر پرېکړه بریالي نشول.

د طالبانو او امریکا په هوکړه کې راغلي، چې ټول بهرني سرتېري به په مې میاشت کې له افغانستان څخه وځي.

تازه خبرونه

خلیلزاد د امریکا او طالبانو(ا.ا) تر منځ بې باوریو ته ګوته ونیوله

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۴۰۰)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي؛ سره له دې، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوی؛ خو اوس هم د دواړو لوریو ترمنځ د بې باورۍ فضا د ټینګار وړ ده.

خلیلزاد له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ د طالبانو پر څرګندونو د امریکا د بې باورۍ له کبله اړتیا ده، چې د هغوی هڅې وڅارل شي.

زلمي خلیلزاد ویلي: لکه څرنګه، چې ما مخکې هم یادونه کړې اوسمهال زمونږ تر ټولو لویه ستونزه پر هغوی بې باوري ده. یعنې دا په دې معنا ده؛ هغه څه، چې اوسمهال یې دوی وايي، باید باور ورباندې ونکړو. د امریکا د بې باورۍ په تړاو هغه څه، چې طالبان په تېره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو وايي؛ اړینه ده، د هغوی کړنې وڅارل شي.

خلیلزاد د دغې پوښتنې په ځواب کې، چې طالبان د ډیموکراټیک نظام اساساتو په تیره بیا د ښځو حقونو او نجونو زدکړو ته ژمن ندي؛ ويلي، د ښځو حقونو او د نجونو زدکړو په تړاو د طالب مشرانو تر منځ د

نظر اختلاف شته.

 نوموړي په دې اړه زیاته کړې: زه فکر کوم د نجونو د زدکړو په تړاو د طالب مشرانو تر منځ د نظر اختلاف شته؛ مونږ نشو کولی ووايو، چې ټول طالب مشران پر یوه نظر دي. اوسمهال د افغانستان په ۳ تر څلور ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستې دي.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند د خلیلزاد څرګندونې پاروونکې بولي او د دوحې د هوکړې پر پلي کېدو یې په داسې حال کې ټینګار کړی، چې په وینا یې امریکا له هوکړې سرغړونې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ مخکې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه او د خپلې دندې پریښودو دلیل یې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو او په افغانستان کې د ۲۰ کلنۍ جګړې د پای ته رسولو ماموریت بشپړېدل یاد کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت دې د هېوادني زعفرانو تولید او سوداګرۍ له پامه نه غورزوی

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۴۰۰)

د خصوصي سکتورغړي  له اسلامي امارته غواړي، چې د زعفرانو او نورو کرنیزو محصولا تو لپاره بېرته هوايي د هلیزو نه فعال کړي.

د هېواد د زعفرانو تولیدوونکيو او سوداګرو ويلي؛ که حکومت د زعفران سکتور ته  پاملرنه ونکړي، نو ښايي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د دغه  ګران بیه بوټي تولید او سوداګرۍ پای  ته ورسیږي.

د افغانستان د زعفرانو د تولید ټو لني غړيو ويلي،  چې په تېره دوه کلونو کې د کرونا وایروس او سیاسي بدلونونو له کبله د هېواد د زعفرانو سکتور ته هیڅ  پاملرنه نده شوي؛ نو، ځکه سوداګري او تولیدي چاري د له منځه تلو سره مخ دي.

د زعفرا نو تولیدوونکي زیاتوي، چې د کرونا له کبله مو په کور دننه او بهر مارکیټ له لاسه وتلی؛ خو د دې سکتور د ژوندي ساتلو لپاره د حکومت کاري هڅې اړینې دي.

د زعفرانو صادروونکی عبدالبصیر عظیمي وایي: مونږ تولید درلود؛ خو د کرونا له کبله مو صادرات بند ول. اوس کو تولید او صادرات دواړه د بندېدو له زیان سره مخ دي او که راته د هوايي دهلیزونو زمینه برابره نشي؛ نو ښايي د زعفرانو کښت او جوړ سیسټم بند او له منځه ولاړ شي.

 د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم  له اسلامي امارته غواړي،  چې  د کرنیزو محصولاتو د صادرا تو لپاره مټې رابډوهي او پام ورواړوي.

دوی څرګندوي؛ د افغانستان زعفرانو په دې روستیو کې د خوند او کفیت په سیالۍ کې پر نړیواله کچه ځانته لومړی مقام  ګټلی دی.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: زمونږ زعفرانو په تېرو څلور کلونو کې پرلپسې په نړیواله سیالي کې لومړی مقام تر لاسه کړی، چې اوس يي حالت سخت له ستونزو سره مخ دي باید ورته د صادراتو زمینه برابره شي.

د ا قتصادي چاروکارپوهانو هم د کرنې او مالدارۍ له وزارته غوښتي، چې د کورنیو کرنیزو محصولا تو د پراختیا  لپاره سوداګریزې هڅي وکړي.

اقتصادي کارپوه سیدالرحمان عمران وایي: زمونږ ځینو کرنیزو محصولاتو په نړیوال مارکیټ ښه نوم درلود او هم په لوړه کچه پیرودونکي لري؛ خو اوس يي مارکیټ د له لاسه  وتلو په حال کې دی، چې باید دې ستونزې ته د بیړنۍ حل لار پیدا شي.

د یادونې ده،  چې د افغانستان زعفرا نو د تولید  کچه نږدې  شلټنو ته  لوړه شوې ده او په دې سکتور کې  په زرګونه هېوادوا ل په مستقیم اونامستقیم  ډول کار کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا په سوریه کې د القاعده د یو لوړپوړی مشر د وژلو ادعا کړې

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د جمعې پر ورځ د امریکایي ځواکونو د قومندانۍ ویاند ویلي، چې د دوی د څارګرې الوتکې په یوه برید کې د سوریې د القاعده شبکې یو لوړ پوړی مشر عبدالحمید المطار وژل شوی.

د هغه په ​​وینا، دغه هوایي برید د رقه ولایت د سالوک ښار په تل ابیض کې رامنځته شوی دی.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جان ریګزبي څرګنده کړې: د القاعدې د دغه لوړ پوړي مشر له منځه وړل به پر امریکایي وګړیو، متحدینو او بې ګناه ملکي وګړي د تروریستي ډلې نړیوال بریدونه او ګواښونه وځنډوي.

دا برید د سوریې په جنوب کې د امریکا پر یوه پوځي مرکز له برید دوه ورځې وروسته  ترسره شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ خو ریګزبي ندي ویلي، چې د ډرون دا برید د غچ اخیستنې لپاره رامنځته شوی دی.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي