Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

مونږ د چین حکومت د امریکایي سناتورانو له معلوماتو بې برخې ساتو – ټیک ټاک

خپور شوی

 په

(Last Updated On: لړم ۵, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګنده کړې؛ د امریکا د پارلمان د حاضرو استازیو په ناسته کې د ټیک ټاک په اړه اندېښنه څرګنده شوې او ادعا کیږي، چې دا چینایي شرکت د بایټ ډنس ملکیت دی او چین ته د امریکایي کاروونکیو معلومات لېږدوي.

هېره دې نه وي، چې ټیک ټاک یوټیوب او سنیپ چیټ ته ورته سیالان هم لري.

د کانګرس استازيو ويلي، دغه ټولنیزې شبکې داسې لارښوونې هم لري، چې د ځوانانو لپاره خطرناکې کېدی شي.

د ټیک ټاک د عامه پالیسۍ مشر مایکل بکرمن د امریکا په وچه کې د دې شرکت لومړنی اجرائیوي مشر دی، چې کانګرس ته یې وینا وکړه او د سنا د سوداګرۍ فرعي کمېټې د غړیو پوښتنې ځواب کړي.

جمهوري غوښتونکیو هڅه وکړه، چې د ټیک ټاک کاروونکیو د معلوماتو د لېږد په اړه د رامنځته شویو اندېښنو له کبله بکرمن تر فشار لاندې ونیسي.

د کانګرس یوې بلې غړې مارشا بلیک برن ویلي، چې هغه د کاروونکیو غږیزو او د ځای په اړه معلوماتو تر لاسه کولو اندېښمنه کړې او وېره لري، چې د چین حکومت به ورته لاسرسی ومومي.

بکرمن ډاډ څرګند کړی، چې مونږ دا معلومات د چین حکومت ته نه سپارو.

د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اداره کې هم په دې اړه اندېښنې راپورته شوې وې.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال په پیل کې د ټرمپ اجرائیوي فرمان لغوه کړ او نوې اجرائیوي سپارښتنې یې وړاندې کړې، چې له بهرنیو دښمنانو لکه چین څخه د امریکا انټرنېټي ټیکنالوژي خوندي کړي.

تازه خبرونه

شیایومي کارخونه به په کال کې د ۳۰۰۰۰۰ موټرو جوړولو وړتیا ولري

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۷, ۱۴۰۰)

د سمارټ ګرځند تر ټولو لوی جوړونکی شیایومي شرکت، چې اوس یې د موټرو صنعت ته  مخه کړې؛ یوهکارخونه جوړوي، چې کولی شي په کال کې ۳۰۰۰۰۰ برښنایي موټر تولید کړي.

د ټکنالوژۍ دغه چینایي لوی شرکت غواړي، چې د موټردغه کارخونه په پلازمېنه بیجینګ کې جوړه کړي.

د شیایومي چارواکو ويلي؛ تمه ده، چې تر ۲۰۲۴ زېږدیز کاله ډېر شمېر برښنایي موټر تولید شي.

دغه شرکت د مارچ په میاشت کې اعلان کړی و، چې تر راتلونکیو لس کلونو به د برښنایي موټرو پر تولیداتو لږ تر لږه ۱۰ میلیارډ ډالر پانګونه وکړي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ناسا د ډارټ فضايي بېړۍ تشې ته واستوله

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۰)

ناسا فضایي ټولنې نن له کالیفورنیا څخه د یوه ستوری د لوري بدلولو لپاره ډارټ فضايي بېړۍ خلا  ته واستوله.

د ناسا د څرګندونو له مخې؛ دا ستوریز دفاعي سیسټم پر ځمکه د انسان ژغورنې لپاره لومړنۍ آزموینه ده.

دغه فضايي بېړۍ تېره شپه په ځايي وخت د شپې لس بجې د سپیس ایکس هوایي شرکت فالکون ـ ۹ نومي توغندي پر مټ وتوغول شوه.

 

ډارټ سپوږمکۍ به د خپل ماموریت له مخې په لس میاشتنی سفر کې له ۱۱ میلیون کیلومتره واټن وهلو  وروسته به له یوه ستوري سره ټکر وکړي، چې ساینس پوهان وکولی شي له ټکر وروسته د دې سیارې د لوري بدلولو کچه واخلي.

ناسا وايي، دا تجربه به وکولی شي، چې پر ځمکه د ستورکیو د لګېدو مخنیوی وکړي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د سپیس ایکس او ناسا ستورمزلي ځمکې ته راستانه شول

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۱۹, ۱۴۰۰)

هغه څلور ستورمزلي، چې نړیوال تشیال مرکز ته پر شپږ میاشتني ماموریت اخته ول؛ په خوندي توګه ځمکې ته راستانه شوي دي.

د سپیس ایکس بېړۍ، چې ستورمزلي یې لېږدول تېره شپه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د مکسیکو خلیج ته راورسېده.

د امریکا د لاس انجلس په څنډه کې د سپیس ایکس الوت د ځمکنۍ څارنې مرکز ته له بریالۍ راستنېدنې وروسته؛ د بېړۍ عملې ته ډاډ  ورکړ شو، چې د ځمکې سیارې خپل کور ته ښه راغلاست.

یوه ستورمزلي وویل: مونږ خوښ یو، چې ځمکې ته بېرته راغلو.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي