Connect with us

بی بی سی پښتو

ملاله: ټیکری زما کلتور دی، د مظلومیت نښه نه ده

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غبرګولى ۱۲, ۱۴۰۰)
ووګ مجلې پر خپله پښتۍ د ملالې تصویر خپور کړی.

Nick Knight/British Vogue
ووګ مجلې پر خپله پښتۍ د ملالې تصویر خپور کړی.

د بریتانیا فېشن مجله ووګ د راتلونکې میاشتې لپاره پر خپل لومړي مخ د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ تصویر چاپوي. دغه تصویر کې ملاله د سره رنګ یو ټیکری پر سر ښکاري. نوموړې وايي، دا یې د یوې سني مذهبه پښتنې په حیث پېژندګلوي ښيي.

په یوه ټویټر پیغام کې ملاله له هغه تصویر سره چې د ووګ پر لومړي مخ چاپ شوی، لیکي:

زه غواړم هر یوه ته ووایم چې په خپل کلتور کې دننه کولای شئ خپل غږ ولرئ او کولای شئ په خپل کلتور کې دننه مساوات ولرئ.

۲۰۱۴ کال کې ملاله یوسفزۍ د نړۍ تر ټولو کم عمره کس په توګه د نجونو د تعلیم حق لپاره د مبارزې له کبله د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

د ووګ مجلې لپاره تصویرونو کې ملاله یوسفزۍ ټیکری پر سر لیدل کېږي

Nick Knight/British Vogue
د ووګ مجلې لپاره تصویرونو کې ملاله یوسفزۍ ټیکری پر سر لیدل کېږي

د یادونې ده چې دا خبرې د ملالې هغې مرکې برخه دي چې له ووګ سره یې مرکه کړې.

ملاله په دې مرکه کې د خپلې کورنۍ، راتلونکي او د کلتور په برخه کې پر خپلو کالیو غږېدلې.

ملالې د کالیو په هلکه ویلي:

دا کالي ښيي چې زه له کومه ځایه راغلې یم.

نوموړې زیاتوي:

مسلمانې نجونه، پښتنې نجونه یا پاکستانۍ نجونه، موږ چې کله خپل دودیز کالي اغوندو، ځینې داسې ګومان کوي چې مظلومې یو، بې غږه یو او د نارینه وو تر پرستۍ لاندې ژوند کوو.

https://twitter.com/Malala/status/1399782399450484751

ملاله تېر کال د بریتانیا له اکسفورډ پوهنتونه فارغه شوه.

نوموړې په دې هکله وايي:

رښتیا مې له هرې شېبې خوند واخیست، ځکه مخکې مې دومره ډېر څه نه وو لیدلي. واقعیت دا دی چې مخکې د خپل عمر له خلکو سره نه وم یو ځای شوې.

ملاله یوسفزۍ په سوات کې د نجونو زدکړو کمپاین پر مهال ۱۴ کلنه وه، چې وسله والو طالبانو په ډزو وویشتله.

له هغه وروسته نوموړې د درملنې لپاره بریتانیا ته لاړه او په برمنګهم ښار کې تر اوسه له کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي.

ملاله وايي، له هغې پېښې رغېده، بیا یې د نړۍ لر او بر ته سفرونه کول، کتاب یې چاپ کړ، مستند یې ثبت کړ، ځکه یې وخت نه درلود چې له خپلو همځولو سره وویني، خو په وینا یې بالاخره مې پوهنتون کې ځان ته یو څه وخت وموند.

نوموړې زیاتوي له نورو ځوانو فعالانو سره هم نژدې ملګرتیا لري او په وینا یې ګریټا تونبیرګ ورته پیغام لیکلی.

زه پوهېږم چې یوه پېغله چې مرام لري، څومره د زړه زور لري او هیله لرم هره نجلۍ چې د مجلې پر مخ دا تصویر ویني پوهېږي به چې کولای شي نړ‍ۍ بدله کړي.

ملالې تېر کال اکسفورډ کې د چاپیریال ساتنې له فعالې ګریټا تهومبیرګ سره ولیدل

@malala
ملالې تېر کال اکسفورډ کې د چاپیریال ساتنې له فعالې ګریټا تهومبیرګ سره ولیدل

ملاله وايي، شهرت یې د بریتانیا په برمنګهم ښار کې چې ملاله پکې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، د ښوونځي پر چارو اغېز کاوه.

دا وايي:

خلکو به داسې پوښتنې کولې لکه د بېلګې په توګه له ایما واټسن یا اینجلینا جولي سره له لیدو وروسته دې څه ډول احساس درلود، دا عجیبه ده، ځکه ما غوښتل هغه ملاله د ښوونځي له ودانۍ بهر پاتې شي او زه یوازې یوه زدکونکې او ملګرې پاتې شم.

https://twitter.com/Malala/status/1273775945917378562

ملاله وايي، تر اوسه د راتلونکي په هکله څرګند پلان نه لري او په وینا یې له ځانه پوښتنه کوم چې راتلونکي کې به چېرې اوسم؟ ایا بریتانیا کې به پاتې شم، که پاکستان یا کوم بل هېواد کې به ژوند کوم؟

نوموړې وايي، مور، پلار یې کله نا کله د ریبارۍ خواستګارۍ برېښنالیکونه هم ترلاسه کوي چې پکې هلک وايي، ډېر کورونه او ځمکې لري او غواړي له ما سره واده وکړي.

دغه بشپړه مرکه به د برټش ووګ مجلې په جولای ګڼه کې چاپ شي چې دکانونو کې به ترلاسه کېږي او د جمعې له ورځې وروسته به یې انلاین بڼه خپره شي.

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

طالبان: د نجونو ښوونځي هم ژر پرانستل کېږي; یونسکو: که نجونو ته د زده کړو حق ورنګړل شي نه جبرانېدونکي پایلې به ولري

خپور شوی

په

(Last Updated On: وږی ۲۸, ۱۴۰۰)
افغانستان، نجونو زده کړه

BBC
یونسکو خبرداری ورکړی که سمدستي نجونو ته د زده کړو حق ورنه کړل شي نو داسې پایلې به ولري چې جبرانول به یې ناشوني وي.

طالبان وايي دوی د نجونو د زده کړو خلاف نه دي او د ترانسپورت، جلا ټولګیو، ښځینه ښوونکو او د ستر په برخه کې د شته ستونزو هوارولو سره به د هغوی ښوونځي هم بیرته پرانیستل شي.

د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د نجونو ښوونځي هم په تدریجې ډول پرانستل کېږي او اوس مهال د دوی مشران پر دې بحث کوي چې د نجونو د زده کړو لپاره ښه چاپیریال برابر شي.

ښاغلي وثیق زیاته کړه چې وار دمخه د کورونا او ځینو نورو مسایلو له امله د زده کړو بهیر ځندیدلی خو دوی هڅه کوي چې ژر د نجونو پرمخ هم د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو کلتوري بنسټ یونسکو مشرې آودرې ازولې ویلي ښوونځیو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګول د زدکړې په برخه کې د ښځو او نجونو له بنسټيز حق سرغړونه ده.

اغلې ازولې پر اړوندو چارواکو غږ کړی چې دا مسله روښانه کړي او نجونو او هلکانو ته دې په مساویانه توګه ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.

یونسکو خبرداری ورکړی که سمدستي نجونو ته د زده کړو حق ورنه کړل شي نو داسې پایلې به ولري چې جبرانول به یې ناشوني وي.

اغلې ازولې پر چارواکو غږ کړي چې د ښوونځیو تدریجي پرانستلو لړ کې دې نجونو او هلکانو ته له خندونو پرته د زده کړو چاپیریال برابر کړي او په ټینګار یې ویلي چې ښځینه ښوونکو ته هم باید اجازه ورکړل شي چې بېرته خپلو دندوته ستنې شي.

د طالبانو په چارسبالي حکومت کې د پوهنې وزارت د بیان له مخې پرون شنبه (د سپتمبر ۱۸مه) ښوونځي یوازې د نارینه زده کوونکو او ښوونکو پرمخ پرانستل شول.

د پوهنې وزارت په دې لنډ بیان کې د ښځینه ښوونکو نجونو هېڅ یادونه نه ده شوې.

د یونسکو مشرې اغلې ازولې اندېښنه ښوولې که نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه ونه لري نو ښايي له زده کړو بې برخې او له منفي پایلو سره یې مخامخ شي لکه په کوچنیوالي کې واده.

یونسکو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې شویو پرمختګونو ته په اشارې وايي چې د نجونو زده کړه نژدي دوه برابره شوې ده.

افغانستان، نجونو زده کړه

Getty Images
د پوهنې وزارت په دې لنډ بیان کې د ښځینه ښوونکو نجونو هېڅ یادونه نه ده شوې او یوازې د نارینه زده کوونکو د ښوونځیو د پرانستلو ویل شوي دي.

د یونسکو په وینا په ۲۰۰۱ کال کې د نجونو د زده کړو کچه په افغانستان کې ۱۷ سلنه وه خو اوس ۳۰ سلنې ته لوړه شوې وه.

د یونسکو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې دوه نیم میلیونه افغان نجونې ښوونځیو ته تللې او ۹ سوه زره نجونو لوړې زده کړې کولې.

دا غبرګون د طالبانو د پوهنې وزارت د هغه بیان په ځواب کې مخې ته راغلى چې پر بنسټ يې یوازې د هلکانو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانستل شوې او یوازې له نارینه ښوونکو غوښتل شوي چې خپلو دندو ته حاضر شي.

دا ګام پر خواله رسنیو هم په پراخه کچه غندل شوی او ټېنګار شوی چې هلکانو او نجونو ته باید یو شان د زده کړې حق ورکړل شي.

طالبانو تل ټینګار کړی چې د اسلامي شرعیت په رڼا کې انجونو ته د زده کړو حق ورکوي خو د فعالانو ویره دا ده چې دا بندیز دوام ونه کړي او د طالبانو د تېرې پنځه کلنې دورې په څېر د انجونو د زده کړو په برخه کې د دوی ژمنې تر پایه عملي نه شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

طالبانو د ښځو چارو وزارت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اداره بدل کړ

خپور شوی

په

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۴۰۰)
A burqa-clad woman along with a boy walks past a mural depicting women and doves flying along a street in Kabul on September 15, 2021

Getty Images

داسې ښکاري چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو چارو وزارت تړلی او په ودانۍ کې هغه اداره پرانیستې چې یو وخت یې سخت مذهبي قوانین پلي کول.

د جمعې پر ورځ طالبانو د ښځو چارو وزارت پر دروازه د یاد وزارت د لوحې پر ځای د دعوت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف، نهی عن المنکر وزارت لوحه وټومبله.

په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوې، ښځینه کارکوونکې لیدل کېږي، چې له طالبانو دندې ته د ستنېدو اجازه غواړي. ۱۹۹۰ کلونو کې دې وزارت پر ښځو سخت بندیزونه لګولي وو او مذهبي قوانین یې په خلکو عملي کول.

افغان ښځو تېرو شلو کلونو کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړه او یو شمېر بنسټیز حقونه یې تر لاسه کړي وو، خو اوس داسې اندېښنې شته چې د طالبانو په داسې سرپرست حکومت کې چې ټول غړي یې نارینه دي، ښايي د دې پرمختګونو مخه ډب شي.

په کابل کې د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله لیز دوسیت وايي، په داسې حال کې چې طالبان مني افغانستان کې بدلونونه راغلي او دوی هم بدل شوي، خو د دوی په ژمنو او پالیسیو کې توپیر په ډېرېدو دی.

د بشري حقونو فعالانو مخکې د طالبانو پر دعوت وارشاد وزارت له دې کبله نیوکې کولې چې د مخالفت غږ یې غلی کاوه، د زور له لارې یې پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو بندیزونه عملي کول او په ټولنه کې یې وېره او ترهه خپروله.

https://twitter.com/KhalilNoori/status/1438795856459800576

خو طالبان بیا دا اداره مهمه بولي نیویارک پوسټ ته د طالبانو یوه غړي محمد یوسف وویل:

مهم هدف دا دی چې د اسلام خدمت وشي او د دې لپاره اړینه ده، چې د دعوت والارشاد وزارت باید ولرو.

د ښځو چارو وزارت کارکوونکې وايي، له څو اونیو راهیسې هڅه کوي دندې ته ستنې شي، خو ودانۍ ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

یوې کارمنې وویل:

د ښځو لپاره نور هېڅ نه دي پاتې، موږ ټولې د کورنیو مسوولیت پر غاړه لرو، موږ زدکړې کړې، او نه غواړو تر کورونو پورې محدودې پاتې شي.

طالب چارواکي وايي، له شرعي قوانینو د دوی له تعبیر سره سم به ښځو ته د زدکړو او کار اجازه ورکړي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

یو شمېر افغانې فوټبالرانې پاکستان ته رسېدلې دي

خپور شوی

په

(Last Updated On: وږی ۲۴, ۱۴۰۰)
Women footballers arrive in Pakistan

Getty Images
Women footballers arrive in Pakistan

د افغانستان د ښځو د فوټبال یو شمېر لوبغاړې او د کورنیو غړي یې د سه شنبې پر ورځ پاکستان ته رسېدلې دي او د څو ورځو لپاره به هلته وي.

پاکستاني چارواکي وايي، دا لوبغاړې او د کورنۍ غړي یې تېره شپه د تورخم له لارې پاکستان ته ورغلې او تر هغه وروسته لاهور ته لېږدول شوې دي.

په لاهور کې چارواکي وايي، پاکستان شاوخوا یو سل او پنځلسو افغانو ښځينه لوبغاړو او د هغوی د کورنیو غړیو ته ویزې ورکړې دي، خو یوازې یو کم اتیا لوبغاړې او د هغوی د کورنۍ غړي پاکستان ته رسېدلي دي.

هملته لاهور کې د پنجاب د لوبو وزارت چارواکي وايي، دغه افغان ښځينه لوبغاړې د یوې نړیوالې موسسې په مرسته امریکا ته لېږدول کېږي او یوازې څو ورځې به لاهور کې وي.

د پنجاب د لوبو وزارت دغه چارواکي وايي، چارشنبه مازديګر به د لوبو وزیر رای تیمور خان له دې ښځينه افغان لوبغاړو او د هغوی له کورنیو سره وويني.

دا چارواکي زیاتوي، دې لوبغاړو او کورنیو ته یې د استوګنې لپاره ځانګړی ځای ورکړی چې په ارامه پکې و اوسي.

پاکستاني چارواکي د دې ښځينه افغان لوبغاړو له خولې وايي، د طالبانو تر راتګ وروسته هلته د دوی ژوند ته خطر و، ځکه يې یوې نړیوالې موسسې له افغانستان د ایستلو لپاره دغه ګام پورته کړ.

یاده دې وي‌ چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغان پلازمېنه کابل ولکه وکړه.

د دې ډلې د ځینو چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې اټکل کېږي چې ښایي نجونې له دې وروسته د لوبو یا ورزش اجازه ونلري.‌

څو ورځې وړاندې داسې ګنګوسې هم وې چې طالبانو د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله هم لغوه کړې.‌

خو د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي بیا بي بي سي ته ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې چې نجونې به د کرېکټ‌ لوبې اجازه ولري.‌

د طالبانو سرپرست حکومت تر دې دمه د نجونو او ښځو د لوبو او ورزش په اړه کومه رسمي اعلامیه یا خپل دریځ نه دی اعلان کړی.‌

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي