Connect with us

سیمه ییز خبرونه

محمد کریم خليلي: راتلونكې ټاكنې به په روڼ (شفاف) ډول تر سره شي

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: تله ۲, ۱۳۹۲)

د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، چې راتلونكې ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت پرته له كوم دليل څخه تر سره شي.

نوموړى له افغانانو څخه غواړي تر څو راتلونكو ټاكنو ته چمتو ووسي، چې له امله يې د دوى په غوښتنه يو نظام په كار پيل وكړي.

تر اوسه د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته شپږ مياشتي پاته دي، خو سر له اوسه د دغو ټاكنو د نه تر سره كېدو او يا هم د ټاكنو پر ورځ د نا امنۍ په باب اندېښنې موجودې دي.

د ولسمشر دوهم مرستيال كريم خليلي يو ځل بيا ټينګار كوي، چې ټاكنې به په ټاكلي وخت تر سره شي.

په روڼ ډول د ټاكنو نه تر سره كېدل يا په ټاكنو كې درغلي بله موضوع ده، چې د افغانستان خلك يې په باب اندېښنه لري.

د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، چې راتلونكې ټاكنې به په روڼ (شفاف) ډول تر سره شي.

ولسمشريزې ټاكنې د راتلونكې كال د حمل په مياشت كې تر سره كېږي، خو دا چې دغه ټاكنې به څومره رڼې (شفافې ) او په امنيت كې تر سره شي هغه يوه پوښتنه ده، چې وخت به ورته ځواب ووايې.

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

د پکتيا د سیدکرام ولسوالۍ امنيه قومندان ووژل شو

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۳۹۹)

د پکتیا سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د دې ولایت د سید کرم ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو درې پولیسو سره وژل شوی دی.

د سیدکرم ولسوالۍ ولسوال شریف کلیوال آریانا نیوز ته ویلي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان همایون همت پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه رامڼخته شوې ده.

ښاغلي کلیوال زیاته کړې؛ پېښه هغه مهال رامینځته شوه، چې د پولیسو قومندان تر برید لاندې پوستې مرستې ته روان شو.

سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د سید کرم ولسوالۍ امنیه قومندان او درې پولیس وژل شوي او څلور نور سرتېري ټپیان دي.

ښاغلي کالوال دا هم ویلي، چې طالبانو ته ځاني زیان اوښتی؛ خو د جزئیاتو له وړاندې کولو یې ډډه کړې ده.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

پکتيا د هېواد په جنوب ختيځ کې يو له ناامنو ولايتونو څخه دی، چې په يو شمېر ولسواليو کې يې طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

طالبانو په بدخشان کې څلور عام وګړي وژلي – چارواکي‎

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۳۹۹)

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکو ویلي، چې وسلوالو طالبانو په دې ولایت کې پر ۴ ملکي وګړیو ډزې کړې او هغه یې وژلي دي.

د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، چې وسلوالو طالبانو د دوشنبې پر ورځ ماښام مهال د دې ولایت د ارغنجخوا په اړوند سیمه کې څلور ملکي وګړي پر ډزو وژلي دي.

نظري زیاته کړې، چې د پېښې قربانیان دوه سړي او د دوی دوه زامن دي.

هغه دا هم ویلي، چې تر دې دمه د پېښې لامل په ډاګه شوی ندی؛ خو پېښه هم د طالبانو تر څار لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

بدخشان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې له پاکستان، چین او تاجکستان سره ګډه لري، چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې د طالبانو په ګډون القاعده او داعش ډلې پراخې هڅې تر سره کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کاپیسا ولایت د ترافیکو آمر ترور شو

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۲, ۱۳۹۹)

د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د ترافیکو آمر د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو ووژل شو.

د کاپیسا پولیسو ویاند شایق شورش څرګنده کړې، چې د ترافیکو آمر سید منیر نن دوشنبه د غبرګولي ۱۲ د سهار پر اته بجو د دې ولایت د مرکز سید خان کلا  په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل شو.

شورش دغه پېښه ترورستي ګڼلې او څرګندوي، چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

تر دې دمه هیچا د پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.

Continue Reading

Trending