تازه خبرونه
متقي د آسیا پاسیفیک سیمې له مشر سره په لیدنه کې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د خدماتو وړاندې کولو غوښتنه وکړه
د بهرنیو چارو وزارت د ویند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه راز امیر خان متقي له الکساندر ماټیو څخه غوښتي، چې د زړه د ستونزو لرونکو ماشومانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فډراسیون د آسیا-پسیفیک سیمې له مشر الکساندر ماټیو سره په یوه لیدنه کې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د خدماتو وړاندې کولو او د روغتیا خدماتو پراخولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د ویند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه راز امیر خان متقي له الکساندر ماټیو څخه غوښتي، چې د زړه د ستونزو لرونکو ماشومانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
امیر خان متقي له ماټیو څخه هم غوښتي؛ په ولایتونو کې خپل روغتیايي او مرستندویه مرکزونه پیاوړي کړي، چې د طبیعي پېښو په وخت کې اغېزمنو خلکو ته اغېزمنې او پر وخت مرستې چمتو شي.
الکساندر ماټیو هم د افغانستان له اوسني وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او د عادلانه فعالیتونو او خدماتو پر وړاندې کولو کې یې د افغان حکومت له همکارۍ مننه وکړه.
هغه همدارنګه ژمنه وکړه، چې د اړمنو افغانانو د ملاتړ لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ له هغې وروسته، چې اسلامي امارت پر کابل بیا واکمن شو؛ د هېواد د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لاسرسی روغتیایي خدماتو ته، د پام وړ کم شو. سربېره پردې د بشري مرستو د نشتوالي له کبله، نړیوالو ټولنو سږ کال د یو شمېر مرکزونو ملاتړ بند کړ. روغتیايي خدمات پرې شوي او دا مرکزونه اړ شوي، چې فعالیت ودروي.