سوداگري
له یوه هندي شرکت سره د ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټیشن پر کار غځولو خبرې وشوې
د بغلان له دشت الوان څخه د کابل د ارغندي سیمې ته د ترکمنستان د برښنا لېږد پر پروژې کار روان دی او دوه میاشتې مخکې د رییس الورزا اقتصادي مرستیالۍ د څه باندې ۸ میلیون ډالرو پر ارزښت په کابل کې د ارغندي سب سټېشن پاتې چارې پرانیستلې.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په ارغندي کې د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټیشن د ګټې اخیستنې په اړه د هندي شرکتونو له مسوولینو او د ګرین سټي شرکت له کاري ډلې سره خبرې وکړې.
د بغلان له دشت الوان څخه د کابل د ارغندي سیمې ته د ترکمنستان د برښنا لېږد پر پروژې کار روان دی او دوه میاشتې مخکې د رییس الورزا اقتصادي مرستیالۍ د څه باندې ۸ میلیون ډالرو پر ارزښت په کابل کې د ارغندي سب سټېشن پاتې چارې پرانیستلې.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په دې برخه کې اړوند بنسټونو ته لازمې لارښوونې کړي، چې د دې سب سټېشن د ترانسفرمرونو د سپارلو او لېږد د څرنګوالي په اړه لازم تدابیر ونیسي.
دا پروژه په دوه کلونو کې بشپړيږي، چې له بشپړېدو سره به یې له دشت الوان څخه تر ارغندي پورې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي، چې له دې سب سټېشن سره نښلول کېږي؛ د کابل، غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار په ګډون په دولس ولایتونو کې شاوخوا څلور سوه زره کورنۍ له برښنا برخمنې کړي.
د دې او نورو پروژو له بشپړېدو سره به شاوخوا زر میګاوا ټه برښنا افغانستان ته راشي، چې په هېواد کې به د برښنا د نشتوالي ستونزه تر ډېره حل شي او افغانستان به د برښنا په تولید کې پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.
د اوبو د برخې شنونکیو ویلي، چې د دغه پروګرام له مخې به په افغانستان کې د برښنا د تولید د بېلابېلو پروژو له بشپړېدو وروسته برښنا ته بشپړ لاسرسی زیات شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یوازې څلوېښت سلنه کورنۍ برښنا ته لاسرسی لري او له ۷۵ سلنې څخه زیاته د اړتیا وړ برښنا له ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه واردوي.