Connect with us

تازه خبرونه

له میدان وردګه د افغان ځواکونو د تلفاتو متضاد راپورونه خپاره شوي

خپور شوی

د

د میدان وردګ ولایت پولیسو نن ( پنجشنبه د مرغومي ۱۱) څرګنده کړې چې تېره شپه د دې ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د میدان وردګ امنیه قومندان الله داد فدايي ویلي، چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

هغه منلې، چې په دې عملياتو کې د افغان ځواکونو پر دوه هاموي ټانکونو هم ماین چاودنې شوې دي.

الله داد فدايي ويلي، چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څېړنې روانې دي.

طالبانو د ملي اردو د هاموی ټانکونو انځورونه خپاره کړي او ادعا کوي، چې په دې نښتو کې یې د افغان ځواکونو د دوه قومندانانو په ګډون ۲۵ نور سرتېري وژل شوي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د پاکستان او ایران ځانګړو استازو خبرې وکړې

د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت دعمومي رییس او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې. پاکستاني سرچینو ويلي، چې پاکستان هڅه کوي په کابل کې د هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون یوه غونډه جوړه کړي.

Published

on

د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې هغه له خپل ایراني سیال سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو پر وړاندې د سیمهییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې.

د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت دعمومي رییس او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې. پاکستاني سرچینو ويلي، چې پاکستان هڅه کوي په کابل کې د هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون یوه غونډه جوړه کړي.

محمد صادق زیاته کړې، چې دوی د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له عمومي رییس او د افغانستان لپاره د هغه هېواد له ځانګړي استازي سره هوکړه کړې، چې دې ننګونو ته به ګډه رسېدنه کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان استازی هم ټاکل شوې؛ روسیې او چین ته سفر وکړي، چې د دغو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان باید له پاکستان سره متقابلې اړیکې ولري او کابل باید په سیمه‌ییزو مسلو کې فعال رول ولوبوي.

اسلامي امارت پدې باور دی، چې کابل له ټولو ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیله کوي، چې د اقتصاد پر بنسټ د پالیسیو له تعقیب سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې

د رویترز د راپور په یوه برخه  کې راغلي: “له دې پرېکړې سره امریکا په زرګونه نور افغانان، چې  په امریکا کې د بیا میشتېدنې لپاره منظور شوي؛ خو تر اوسه پورې یې د افغانستان یا ګاونډ هېوادونو لکه پاکستان څخه الوتنې ندي شوي، په ناڅرګند حالت کې پرېښودل.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د پروګرامونو د ځنډولو په وروستي حکم کې د شاوخوا ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې ځنډولي دي.په داسې حال کې، چې دوی د جوبایډن له حکومت څخه د بیا میشتېدنې جوازونه ترلاسه کړي وه.

د رویترز د راپور په یوه برخه  کې راغلي: "له دې پرېکړې سره امریکا په زرګونه نور افغانان، چې  په امریکا کې د بیا میشتېدنې لپاره منظور شوي؛ خو تر اوسه پورې یې د افغانستان یا ګاونډ هېوادونو لکه پاکستان څخه الوتنې ندي شوي، په ناڅرګند حالت کې پرېښودل.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت نږدې ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.

د راپور له مخې، په دې خلکو کې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې غواړي په امریکا کې له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وه، چې امریکا ته به کډوالي ودروي او زرګونه خلک به له دغه هېواده وباسي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې: هغه افغانان، چې په امریکا کې یې د بیا میشتېدنې منظوري ورکړ شوې؛ د اپریل تر میاشتې پورې د الوتنو د مسافرینو له نوملړ څخه هم لرې شوي دي.

اسلامي امارت پدې اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان بندي له تبادلې وروسته افغانستان ته راولېږدول شو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ خبرپاڼې د څرګندونو له مخې: « خان محمد  امریکایي محکمو پر عمري بند محکوم کړی و او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله.»

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا ترمنځ د اوږدو او ګټورو خبرو په پایله کې خان محمد نومی افغان بندي له امریکایي وګړو سره په تبادله کې له بند خوشې او هېواد ته راولېږدول شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: « خان محمد  امریکایي محکمو پر عمري بند محکوم کړی و او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ «د افغانستان اسلامي امارت دا تبادله د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل یوه ښه بېلګه بولي او په دې برخه کې د قطر ورور هېواد له ګټور رول څخه ځانګړې مننه کوي.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ خان محمد نږدې دوه لسیزې مخکې په ننګرهار کې نیول شوی و.

امریکايي چارواکو له اسلامي امارت سره د دغه زنداني د تبادلې په اړه څه ندي ویلي؛ خو «CNN» خبر ورکړی، چې د دواړو خواوو د بندیانو د خلاصون په اړه د امریکا او اسلامي امارت تر منځ له دوه کلنو خبرو اترو وروسته راین کاربیټ او ویلیم مک کانټي د «خان محمد» د خلاصون په بدل کې له بنده خوشې شول او واشنګټن ته ستانه شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!