لوبی
عثمان توشیف د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو
په دې کتنه کې د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر د افغانستان فوټبال فډراسیون اجرائیوي غړي محمد ناصر رحماني او د هېواد د رسنیو استازو حضور درلود.
د افغانستان فوټبال فډراسیون د دوشنبې پر ورځ (د تلې دېرشمه) د یوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ، چې عثمان توشیف له یو کلن تړون سره د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه غوره شوی دی.
په دې کتنه کې د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر د افغانستان فوټبال فډراسیون اجرائیوي غړي محمد ناصر رحماني او د هېواد د رسنیو استازو حضور درلود.
ازبک عثمان توشیف د آسیا فوټبال د روزونکي سند لري (AFC Pro) او د آسیا فوټبال کنفډراسیون یو له روزونکیو څخه هم شمېرل شوی دی.
دغه راز د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې د آسیا د الف درجې د روزونکي کورسونه به هم په افغانستان کې تدریس کړي.
توشیف له دې مخکې د تاجکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه کار کړی دی.
توشیف د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دی به د لوبډلې د یووالي، د استعدادونو د ترلاسه کولو د پروګرامونو او د افغانستان په دننه او بهر کې د روزنیزو کمپونو د تنظیم په ګډون پر مهمو مسلو راوڅرخیږي.
هغه ويلي، چې موخه يې په سيمه او نړۍ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مقام پياوړي کول دي.
توشیف په ۱۹۸۷ کې له بخارا پوهنتون څخه د سپورټ زدهکړې وکړې او د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۹ ترمنځ یې په ازبکستان او بهر کې لکه روسیه، هنګري او یونان کې د څو کلبونو لپاره لوبه کړې دي.
په ۱۹۹۴ کې توشیف د تاجکستان او قرغزستان پر وړاندې د ازبکستان د ملي لوبډلې لپاره دوه لوبې ترسره کړي هم دي.
هغه په ۱۹۹۹ کې د فوټبال له لوبېدو ډډه وکړه؛ خو سمدلاسه یې د لوبډلو روزل پیل کړل.
په ۲۰۰۰ ز. کال کې هغه د بخارا د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو او تر ۲۰۰۸ پورې یې دا مسوولیت پر غاړه درلود.
په ۲۰۰۶ کال کې هغه د روسیې د روزونکي والری نپومنیاشچی تر مشرۍ لاندې د ملي لوبډلې روزونکی شو.
په ۲۰۰۹-۲۰۱۱ کې هغه د ازبک د یبل کلب سپارتاک تاشکند مشر روزونکی و او بیا د ازبکستان نسف فوټبال کلب ته ولاړ. هغه بیا په ۲۰۱۳ کې د سپارتاک بخارا روزونکی شو.
په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کې ازبکستان ته له راستنېدو مخکې، توشیف د افغانستان د میوند اتلان لوبډلې مشر روزونکی و.
نوموړی له هغه وخت راپدېخوا د ازبکستان فوټبال له ۱۶ کلنو د ټیټ عمره لوبډلې روزونکی و او د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې د تاجکستان له ۲۳ کلنو د ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي او د تاجکستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی و.
لوبی
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې مالډیف ته ماتې ورکړه
دا د افغانستان لومړۍ بریا وه او تر اوسه یې په دغو سیالیو کې درې لوبې کړي دي.
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په تاشکند کې د مرکزي آسیا والیبال ټولنې (CAVA) سیالیو په لړ کې مالډیف ته ۳ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
دا د افغانستان لومړۍ بریا وه او تر اوسه یې په دغو سیالیو کې درې لوبې کړي دي.
د ترکمنستان او ازبکستان په وړاندې یې لوبې بایللې دي.
افغانستان به د سې شنبې پر ورځ له تاجکستان سره مخ شي.
لوبی
د افغانستان فوټبال له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله کمبودیا ته روانه شوه
د دېه فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فیلیپین او ماکائو له لوبډلو سره همډله ده.
د افغانستان فوټبال فډراسیون ويلي؛ د هېواد فوټبال له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې لوبغاړي د ۲۰۲۵ په آسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره کمبوډیا ته ولاړل.
د دېه فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فیلیپین او ماکائو له لوبډلو سره همډله ده.
ټاکل شوې، چې دا لوبې به د روان کال د اوکټوبر له نولسمې څخه تر اووهویشتمې د کمبودیا پر کوربتوب ترسره شي.
لوبی
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې عمان ته د ۴۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د تلې درویشتمه ) په عمان کې ترسره شوه؛ د افغانستان الف لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د درې اړخیز لوبلړ په دوهیمه لوبه کې عمان ته د ۴۴ منډو پر توپیرماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د تلې درویشتمه ) په عمان کې ترسره شوه؛ د افغانستان الف لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې کوربه لوبډلې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې، چې هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله.
په دې لوبه کې دروېش رسولي ۱۰۹ او کریم جنت ۶۰ منډې وکړې.
دا د کرکټ الف لوبډلې په دې لوبلړ کې دوهیمه بریا ده.
افغانستان پرون په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
-
تازه خبرونه5 days ago
د خوړو نړیوال پروګرام له څه باندې ۲۵۰ زره افغانانو سره مرسته کړې
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د صرافۍ او پولي خدمتونو قانون تصویب شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د چین پر مرسته د بامیان ولایت لپاره د ۲۰ میګاواټه برښنا چمتو کولو چارې پیل شوې
-
تازه خبرونه2 days ago
د جرمني لومړی وزیر د مجرمو افغانانو پر شړلو ټینګار څرګند کړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په امریکا کې د ترکیې د ولسمشر سیاسي مخالف فتحالله ګولن مړ شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د حماس د مشر وژنه به د مقاومت محور ونهدروي ـ د ایران مذهبې رهبر
-
سوداگري1 day ago
په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د چین او اروپایي ټولنې استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې