تازه خبرونه
عبدالله عبدالله د ټولګډونه حکومت طرحه اشرف غني ته سپارلې

د عبدالله عبدالله پلویان وايي، چې طرحه یې وروستۍ ده او نور د نرمښت ځای په کې نشته او تر پایه به یې دفاع کوي.
د واک پر سر روانه سیاسي لانجه حساس پړاو ته ننوتلې او داکتر عبدالله عبدلله ولسمشر اشرف غني ته د لانجې د حل لپاره د تولګدونه حکومت د جوړولو خپله طرحه سپارلې، چې که د ولسمشر لخوا ومنل شي؛ نو په راتلونکیو ۵ کلونو کې به د دواړو واکونه او حکومتي ونډه سمه نیمه وي.
د ثبات او همپالنې ډلې غړی بشیر احمد تهینج ویلي؛ مونږ خپله طرحه لیکلې او لیږلې، چې په کې د داکتر عبدالله برخه او واک ښکاره شوی دی. که زمونږ دا غوښتنې ونه منل شي؛ د ټولګډونه حکومت لپاره مونږ او زمونږ لار ځانګړې شوې ده.
تر اوسه ولسمشر د عبدالله عبدالله دغه طرحه نده منلې؛ خو د عبدالله عبدالله پلویان ټينګار کوي، چې طرحه یې وروستۍ ده او اوس د ارګ ځواب ته په تمه دي.
هغه کسان، چې د ولسمشر او عبدالله تر منځ جوړجاړی له نږدې څاري وايي، چې د ثبات او همپالنې ډلې لخوا په حکومت کې پر اجرائيه ونډه ټينګار د دې لامل شوی، چې خبرې هوکړې ته له نږدې کیدو سره سره له ستونزو سره مخ شي.
ارګ د لانجې د اواري لپاره د خبرو ور پرانیستي پرېښی او وايي، چې د سیاسي لانجې د غوڅولو لپاره اوس هم خبرې او مشورې روانې دي؛ خو کومې مثبتې پایلې ته ندي رسیدلي.
د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي؛ د افغانستان حکومت د ټولګډونه واک لپاره له ټولو سیاسي اړخونو سره خبرې کوي او خبرې روانې دي. د یوې غوره پایلې لپاره وخت ته اړتیا ده.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ د ولسمشر او عبدالله عبدالله ترمنځ روانه لانجه د سختې اندېښنې وړ ګڼي او ټينګار کوي، چې حالات د ترینګلي کیدو پر لوري روان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې عبدالله عبدالله له ولسمشر غني سره د سیاسي جوجاړي په موخه د خپل غوښتنلیک پر وروستي کولو بوخت دی.
ښاغلي عبدالله ته نږدې سرچینې وايي، په دغه غوښتنلیک کې د ډاکټر عبدالله د متحدینو غوښتنې مطرح شوي، چې مهم یې په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه، د سولې په بهیر کې برخلیک ټاکونکی رول او په هغو ولایتونو کې د والیانو ګومارنه شامله ده، چې ډېرې رایې یې په کې ګټلې دي.
تازه خبرونه
په هرات کې د حبیب غوریاني او امنیتي ځواکونو له نښتو لسګونه کسان مالي او ځاني زیانمن شوي

د هرات پولیسو نن (پنجشنبه د کب ۱۴) په ډاګه کړې چې د امنیتی ځواکونو او د سیمه ییز زورواکي حبیب غوریانی د وسلوالو تر منځ په نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي ټپیان ا مالي زیانمن شوي دي.
پولیسو حبیب غوریاني د پیسو اخیستو، د نشه يي توکو قاچاق، غصب او پر نورو جرمونو تورن کړی او هغه پرون یې د هغه د نیولو هڅه وکړه؛ خو نوموړی له پولیسو سره په نښته کې ښکېل شو.
د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي: د غوریاني وسلوالو پرون د ښار د ۱۲ ناحیې په اړوند سیمه کې د ځایي اوسیدونکي پلورنځي او کور ته ورننوتل؛ خپلسرې ډزې یې کړي، هغه یې وهلی، مالي زیان یې وراړولی او د خلکو امنیت یې ګډوډ کړی دي. د دوی دغې کړنې د خلکو غصه راوپاروله او د دولسمې حوزې مخې ته یې د قانون پلي کیدو غوښتنه وکړه.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ سیمې ته د پولیسو له رسېدو سره سم د غوریاني وسلوالو پر پولیسو ډزې وکړې او ۱۴ پولیس یې ټپیان کړل.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ په دې نښتو کې د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون ۳۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
پولیسو زیاته کړې؛ د غوریاني له وسلوالو څخه هم دوه کسان وژل شوي او اته نور له وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.
پولیس وايي، چې غوریاني له سیمې تښتیدلی؛ خو څارنه یې روانه ده.
دغه راز د هرات روغتیايي چارواکي ويلي، چې له دې نښتو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ ټپیان حوزوي روغتون ته رالېږدول شوي دي.
په دې نښتو کې د اړوند سیمې خلکو ته ډېر مالی زیان هم اوښتی دی.
سرچینې زیاته کړې چې غوریانی له سیمې تښتیدلی، خو حبیب غوریاني په ترلاسه شوې ویډیو کې، چې پر پښه ټپي ښکاري او ورسره د حکومت دا کړنه سیاسي بولي.
ویل کیږي، چې اوسمهال امنیتي ځواکونه له سیمې وتلي دي.
د یادونې ده، چې د پولیسو او د حبیب غوریاني د وسلوالو تر منځ په نښته کې ولسي وګړيو ته مالي او ځاني زیانونه هم رسېدلي دي.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د نښلیدونکي ماین پر چاودنه یوه ښځینه ډاکټره وژل شوې

د ننګرهار پولیسو ویاند ویلي؛ نن سهار شپږبجې د دې ولایت په جلال آباد ښار کې دوه بېلابېلې چاودنې رامنځته شوي، چې د ننګرهار د حوزوي روغتون یوه ډاکټره یې وژلې او د یوه ماشوم په ګډون دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان زیاته کړې؛ لومړۍ ماین چاودنه د پېنځمې ناحیې د میرویس نومي د کور په دروازه کې رامنځته شوې، چې د کور ډېرې برخې ویجاړې او یو کس یې ټپي کړی دی.
د فرید خان د څرګندونو له مخې؛ بله ماین چاودنه د درېیمې ناحیې د عربانو ګولایي په اړوند سیمه کې پر رکشا پورې نښلول شوي ماین رامنځته شوې، چې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکتره صدف یې وژلې او یوماشوم ټپي دی.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا ندی منلی.
دا په داسې حال کې ده، چې سې شنبه پر ورځ د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کارمندانې هم په جلال آباد ښار کې د ناڅرګندو وسلوالو په دوه بېلابېلو بریدونو کې ووژل شوې، چې وروسته بیا داعش جنګیالیو د مسوولیت ادعا وکړه.
تازه خبرونه
خلیلزاد د ټولګډونه حکومت د جوړولو په هڅه کې دی – سیاسیون

یو شمېر سیاسي بهیرونو، ګوندونه او مدني مخکښانو ویلي؛ د افغانستان د سولې امریکایي استازی خلیلزاد د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او د افغانستان د راتلونکي لپاره د بن په څېر د سترې ناستې د جوړېدو په هڅه کې دی.
خلیلزاد د ولسمشر او د ملي پخلاینې عالی شورا د مشر په ګډون له ټولو سیاستوالو سره کتلي دي.
سیاستوالو ویلي؛ خلیلزاد سر بېره پر دې، چې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب پر هڅو ټینګار کړي؛ غواړي په دې ناسته کې د ګډون لپاره ایران او پاکستان وهڅوي او د نړۍ له اغېزمنو هېوادونو هم غواړي، چې دواړه لوري سولې ته وهڅوي او دغه راز یې عادلانه او تلپاتې سولې ته د هڅو پر ګړندي کولو ټینګار څرګند کړی دی.
سیاسیونو ویلي، چې خلیلزاد له دوی غوښتي، چې د ټولګډونه حکومت په اړه خپل اندونه ژر تر ژره د واشنګټن اړوند چارواکو ته وړاندې کړي.
د افغانستان د اسلامي اتحاد حزب مشروحید الله سباوون ویلي: هڅې داسې روانې دي، چې افغانان له دوحې پرته په کوم بل هېواد کې یوه ناسته ترسره کړي او د ټولګډونه حکومت په اړه بحث او خبرې وکړي.
مدني فعالان د ټولګډونه حکومت په تړاو وایي، چې په هر حالت کې باید د افغانستان د برخلیک ټاکلو خبره افغانانو ته وسپارل شي.
د مدني ټولنو شبکې مشرعزیز رفیعي ویلي؛ رامنځته شوي فرصتونه له لاسه وتلي دي. اوس دې د راتلونکي په اړه خلکو ته فرصت ورکړي، چې خپل برخلیک پخپله وټاکي.
مدني مخکښ هادی ابراهیمي په دې اړه ویلي؛ ټولګډونه حکومتونه د هغو هېوادونو لپاره وي، چې هیڅ نظام نلري. خلیلزاد بې فکره د ټولګډونه حکومت پر لوري ګام پورته کوي.
که څه هم هېواد کې دننه د سیاستوالو تر منځ سیاسي اجماع نه لیدل کیږي؛ خو په هېواد کې نفوذ لرونکې څېرې د جمهوریت تر چتر لاندې د حکومت دارۍ له هر راز بدلونونو ملاتړ کوي.
حکومت په دې اړه، چې آیا زلمي خلیلزاد د ټولګډونه حکومت طرحه ولسمشر غني ته سپارلې که نه؛ خو د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ویلي، چې هر ډول طرحه باید د سولې تضمینونکې وي.
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
په هرات ښار کې د زورواکي غوریاني او امنیتي ځواکو نو په نښته کې ۱۶ کسان ټپیان شوي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
خلیلزاد د ملي پخلاینې عالی شورا له مشرتابه او غړیو سره ولیدل
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
اشرف غني او خلیلزاد د افغانستان د سولې پر راتلونکي پړاو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د امریکا دوه پخوانیو دفاع وزیرانو جو بایډن ته د ځواکونو پر ساتلو ټینګار څرګند کړی
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
داعش په ننګرهار کې د ټلویزیون د درې ښځینه کارکوونکیو د وژنې مسوولیت منلی
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
خلیلزاد د ټولګډونه حکومت د جوړولو په هڅه کې دی – سیاسیون
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
طالبانو له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې ندي پرې کړي – اندرابي
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
چین له افغانستان سره څلورسوه زره دوزه کرونا واکسین مرسته کوي