Connect with us

تازه خبرونه

عبدالله عبدالله او حامد کرزي په کابل کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره وکتل

خپور شوی

 په

(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۴۰۰)

عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د شنبې پر ورځ په کابل کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره پر روان وضعیت بحث خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه کې په ډاګه کړې، چې شهاب الدین دلاور، عبدالسلام حنفي ، خیرالله خیرخاه او عبدالرحمن فدا  د دې ناستې ګډونوال ول.

عبدالله دا هم څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د جناب فضل هادي مسلمیار په ګډون یو شمېر قومي او سیاسي شخصیتونه هم حاضر ول او د افغانستان پر روانو حالاتو بحثونه تر سره شول.

هغه ټینګار کړی، چې خبرې د خلکو پر امنیت، ملي ارزښتونو درناوي او د بیرغ په ګډون ټولګډونه سیاسي بهیر راڅرخېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمد الله وثیق کابل ته د ملا برادر د سفر پخلی کړی او وایي؛ د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له یوه لوړ پوړي طالب پلاوي سره تېر ماښام له کندهار څخه پلازمېنې کابل ته رارسیدلی، چې د ټولګډونه حکومت پر جوړښت خبرې او سلا مشورې وکړي.

تازه خبرونه

د افغان او ایراني سرحدي ځواکونو تر منځ نښته ناسم پوهاوی و – اسلامي امارت

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ د هېواد په نیمروز ولایت کې د ایران او اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته د “سرحدي ناسم پوهاوي” له کبله رامنځته شوې وه.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد څرګنده کړې، چې تېره ورځ (چارشنبه د لیندۍ ۱۰) د نيمروز ولايت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د افغان او ايراني امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې اوس د دواړو غاړیو درولې ده.

هغه زیاته کړې، د دغه ناسم پوهاوي د مخنیوي او څېړنې لپاره د اسلامي امارت مسوولینو ته لازمې لارښوونې شوې دي.

د اسلامي امارت چارواکو زیاته کړې، چې په جګړه کې دواړو لوریو ته ځاني زیان ندی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کنګ په ولسوالۍ کې د سرحدي جګړې په اړه ویلي وه، چې د سرحدي چارواکو پر هڅو نښته پای ته رسېدلې او د دا ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره به هڅې وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي متقي په دوحه کې د ۱۶ هېوادونو له نوماندو سفیرانو سره وکتل

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۰)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ډاګه کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۶ بهرنیو هېوادونو له نوماند سفیرانو او استازیو سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړی: د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره له ۱۶ نوماند وزیرانو سره او استازیو سره وکتل او پر امنیتي، بشري، اقتصادي، سیاسي او روغتیايي مسایلو یې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې؛ ټولو لوریو په امنیتي وضعیت کې د شویو پرمختګونو ستاینه وکړه او وایي، چې افغانستان ته باید بشري او طبي مرستې ورکړ شي او شته ستونزې دې د همکارۍ له لارې اوارې شي.

هغه ویلي؛ د اماراتو پلاوي دوی ته د امنیت ډاډ ورکړ، د مرستو په رسولو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل، چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي، چې واقعیتونه له نږدې وګوري او د اړیکو د نوي فصل د پرانېستلو لپاره مثبت کار پیل کړي.

عبدالقهار بلخي زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د جرمني، کاناډا، فنلنډ، نیوزیلنډ، ایټالیا، جنوبي کوریا، د اروپايي ټولنې کمیشنرانو، هسپانیا، امریکا، ناروې، سویډن، هالنډ، آسترالیا، بریټانیا او جاپان هېوادونو نوماند سفیرانو او استازیو ګډون کړی و.

د بلخي د څرګندونو له مخې؛ مولوي امیرخان متقي په دوحه کې د انډونیزیا له سفیر رضوان حسن سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو او سیاسي مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.

بلخي ویلي؛ د انډونیزیا سفیر د افغانستان د سیاسي او بشري وضعیت په اړه همکارۍ ته چمتووالی وښود او وایي، چې دواړه هېوادونه باید نږدې اړیکې ولري.

نوموړي په کابل کې د انډونیزیا سفارت د بیا پرانستل کېدو هیله هم په ډاګه کړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیوال بانک افغانستان ته د ۲۸۰ میلیون ډالرو له لېږد ملاتړ څرګند کړ

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۰)

رویټرز خبري آژانس د باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې نړیوال بانک په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره دې هېواد ته د ۲۸۰ میلیون کنګل شویو ډالرو لېږدولو تائید کړ.

ټاکل شوې، چې دغه پیسې به د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه د خواړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ته ولېږدول شي.

سرچينې زياته کړې، چې د افغانستان د بيارغونې د صندوق ٣١ تمويلوونکي بايد دغه لېږد تائید او تصویب کړي او د نړيوال بانک له پرېکړې ملاتړ وکړي. امریکا د دې صندوق ترټولو لوی تمویل کوونکی دی.

د نړیوال بانک ویاند ویلي؛ د نړیوال بانک بورډ د دغو پیسو د لیږد په اړه بحث کړی او تمه ده، چې د جمعې د ورځې په غونډه کې د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق څخه پیسې ولیږدول شي.

د افغانستان په بیارغونې صندوق کې څه نا څه یو اعشاریه پېنځه میلیارډ ډالر شته دی. نړیوال بانک د سې شنبې پر ورځ په یوه نارسمي غونډه کې ویلي وه، چې غواړي له دې صندوق څخه افغانستان ته شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر ولېږدوي؛ خو اوس نړیوال بانک ویلي، چې بورډ یې د ۲۸۰ میلیون ډالرو له لېږد ملاتړ کړی دی.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د خزانې وزارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي