تازه خبرونه
عباس ستانکزي له پخوانیو سیاستوالو افغانستان ته راستنېدل وغوښتل
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي د اسلامي امارت پر ټولو مخالفانو غږ کړی، چې افغانستان ته رې راستانه شي.
عباس ستانکزي د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په توګه په خپله لومړۍ وینا کې وویل، چې له پخوانیو حکومتي چارواکو سره په تماس کې دی او له هغوی یې غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي؛ خو د بیا وزیر کېدو تمه دې نلري.
نوموړي زیاته کړې: زه له ټولو مخالفانو سره په تماس کې یم، له هغوی مې وغوښتل، چې د افغانانو په توګه دې هېواد ته راستانه شي؛ خو بیا وزیر کیدی نشئ.
عباس ستانکزی د امریکا له پخواني حکومت سره د عربي متحده اماراتو پر کوربتوب یو له لوړ پوړیو مذاکره کوونکیو څخه و.
نوموړي پر بهرنيو هېوادونو غږ وکړ، چې په کابل کې سفارتونه پرانيزي او له حکومت سره ښه همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امیرخان متقي پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوحه کې د اروپايي ټولنې سره دوه ورخنۍ ناسته ترسره کړې او خبرې ګټورې بولي او وايي، چې له امریکا سره به د دوشنبې پر ورځ خبرې پیل کړي.
