Connect with us

تازه خبرونه

طالبان اوس هم له القاعده سره اړیکې لري – ملګري ملتونه

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۳۹۹)

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده په افغانستان کې په پټه د طالبانو په ملاتړ پوځي عملیات کوي او طالبانو د روان زیږدیز کال په لومړیو کې د القاعده له مشرانو سره د اړیکو د پوره پراختیا په موخه ناستې تر سره کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې په ډاګه کړې، چې القاعده او طالبان اوس هم نږدې او ژورې اړیکې پالي او له امریکا سره د سولې هوکړې پرې اغېز ندی کړی.

د دغه بنسټ د راپور په یوه برخه کې څرګنده شوې؛ القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعاله ده او شمېر یې له۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې رسیږي.

ملګرو ملتونو همدا راز ټینګار کړی، چې د القاعده مشرانو په تېرو ۱۲ میاشتو کې له طالبانو سره له ۶ ډېرې ناستې درلودې او د ملا عمر سلاکار ګل آغا اسحاق زي د القاعده مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې طالبان په هیڅ ډول له القاعده سره خپلې ژورې او ارزښتناکه اړیکې نه پرې کوي. که د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک اجباري کړو، طالبان به هم دوه ټوټې شي؛ یوه به هغه ډله وي، چې د القاعده پلوي کوي او بله به یې پر ضد وي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې الظواهري د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د حقاني شبکې له غړیو سره لیدلي او له امریکا سره یې د سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو استازي ویلي؛ د سولې  رامنځته کولو د هوکړې له مخې امریکا د طالبانو د ژمنو له اجرایي کیدو څارنه کوي او د دې هوکړه لیک له مخې، طالبان به په هیڅ صورت د ترهګرو ډلو کوربتوب ونکړي او له  القاعده ډلې سره اړیکې هم پرې کوي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګولو امریکایي استازي زلمی خلیلزاد څرګنده کړې؛ امریکا پر طالبانو پوره څارنه لري او د سولې د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې؛ طالبانو ژمنه کړې، چې له القاعده سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

پخوانی طالب سید اکبر آغا وایي؛  ملګري ملتونه غواړي خپله ناکامي پدې خبرو پټه کړي، چې طالبان او القاعده پټې اړیکې لري.

 هغه زیاتوي: زما په اند دوی د دغو اړیکو په اړه سند نلري او نه یې ثابتولی شي.

په دې راپور کې دا هم په ډاګه شوي، چې طالبانو له القاعده سره مشورې کړي او دوی ته یې ډاډ ورکړی، چې اړیکې به یې ور سره  روانې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم تل د طالبانو، داعش او نورو وسلوالو ډلو ان له القاعده سره پر اړیکو څرګندونې کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې اړیکې له نورو ډلو سره پرې کړي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ناتو له ملکي استازي ستیفانو پونتیکوروو سره ځانګړې مرکه

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۲۴, ۱۳۹۹)

د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې څر ګنده کړې، چې د طالبانو لخوا مخ پر زیاتیدونکی تاوتریخوالی د منلو وړ نه بولي او  د یو شمېر طالب زندانیانو د نه خوشې کولو په برخه کې د افغان دولت دریځ او اندېښنې مشروع ګڼي؛ خو وايي، چې دواړه خواوې باید سولې ته د رسیدو لپاره نرمښت وښيي.

له پونتیکوروو سره د زمریالي آباسین پوره مرکه:

آباسین: ښاغلی سفیر! ډېره مننه، چې دغې ځانګړې مرکې ته مو وخت راکړ. مونږ ډېر لیوال یو، چې له تاسې څخه ستاسې د ماموریت په اړه واورو او افغانستان ته د خپل نوي ماموریت په چوکاټ کې ښه راغلاست!

پونتیکوروو: السلام علیکم. ډېره مننه! هغه افغانستان، چې ما په ۱۹۸۶کال کې پریښی؛ یو ځل بیا یې د لیدو فرصت تر لاسه شو. زه د هغه مهال، چې دلته وم روښانه خاطرې په ذهن کې لرم او له ځان سره د نورو خاطرو د وړلو هیله من هم یم.

آباسین: ډېره مننه! زه به خپله لومړۍ پوښتنه مطرح کړم؛ تاسې د افغانستان د سولې په بهیر کې روان پرمختګ څنګه ارزوئ؟

مونږ په دوحه کې د فبرورۍ ره نهه ویشتمه د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې شاهدان وو، چې اوس د پرمختګ په حال کې ده او ان ځینې ګواښونه هم په مخ کې دي؛ خو هغه پرمختګ، چې تراوسه رامنځته شوی څنګه ارزوئ؟

پونتیکوروو: په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته سولې ته رسېدل آسان کار ندی؛ خو د خپلمنځی خبر تر رسېدو ستر پرمختګ رامنځته شوی دی. ناتو د سفیر خلیلزاد د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې دواړه لوري د خبرو مېز ته راکاږي. فکر کوم، چې په دې برخه کې ځانګړی حرکت شوی او دواړه لوري پر دې پوه شوي، چې دا جګړه هیڅ ډول پوځي حل لاره نلري. د افغانستان خلک سوله غواړي دوی به هغه کسان، چې د سولې پر وړاندې دریږي نه هېر کړي او نه به یې وبخښي؛ نو له همدې کبله زه فکر کوم، چې دغې موخې ته نږدې شوي یو.

آباسین: هغه بهیر، چې تاسې یې په اړه خبرې وکړې، له شک پرته، چې د سولې په ځانګړي توګه د افغانستان د سولې روان بهیر، چې له ۴ لسیزو خورا خونړی روان دی او له اوږدې جګړې وروسته به خورا حساسه او ستونزمنه وي، چې د خوښې وړ وضعیت ته ورسیږو؛ خو تاسې شته ګواښونه څنګه ګورئ؟

اوس هم یو شمېر ګواښونه او ستونزې د دې بهیر پر وړاندې شته او هغه ستونزې، چې په ځانګړي توګه د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پرتې دي. تاسې د حکومت، طالبانو او نورو لوریو لخوا ستونزې څنګه ارزوئ؟

پونتیکوروو: زه د دوه مسایلو په اړه اندېښنه لرم؛ لومړۍ دا، چې: شرایط د تاوتریخوالي له کچې کمولو پرته بشپړ شوي؛ طالبان باید وښيي، چې نه یوازې د سولې په اړه جدي دي، بلکې د تاوتریخوالي راکمولو هم زمینه برابرولی شي. پر افغان ملکي وګړیو بریدونه او ځاني زیانونه په هیڅ ډول د منلو وړ ندي. له همدې کبله باید دوی وښيي، چې د سولې په برخه کې ښه همکاري کولی شي.

هغه څه، چې له حکومت سره تړاو لري؛ د بندیانو د خوشې کولو مسله ده، چې سیاسي او حقوقي اړخونه لري. مونږ پر ټولو غاړو د نرمښت او انعطاف رامنځته کولو غږ کوو، چې د پېنځه زره بندیانو شمېر پوره کړي او زر نور یې د طالبانو لخوا بشپړ شي. باید له یاده ونه باسو، چې دا یوه دوه اړخیزه معامله ده. مونږ پوهیږو، چې په ځینو مواردو کې مونږ له بندون سره یو. د بندیانو آزادي له خنډ او خنډ سره روانه ده. مونږ غواړو، چې دا چاره یو څه ګړندۍ شي؛ خو ځینې مسایل د حکومت له لوري واقعي دي، چې د بندیانو د پاتې شمېر د خوشې کولو پورې تړاو لري.

آباسین: ستاسې وړاندیز حکومت ته څه دی؟ آیا د بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه کړي؟

پونتیکوروو: فکر کوم مونږ ډېر مخکې راغلي یو؛ افغان حکومت دا خبره عامه کړې او مونږ ته یې هم ویلي، چې ځینې مسایل موجود دي. دغه راز د امریکا لوري ته، چې د دغه بهیر منځګړیتوب کوي هم ویل شوي، چې ځینې مسایل د رښتینو اندېښنو په توګه مطرح دي. له همدې کبله مونږ پر دواړو لوریو او دغه راز طالبانو د نرمښت ښودلو غږ کوو. په یو ډول ولسمشر غني هم دا روښانه کړې، چې ځینې مسایل او ستونزې موجود دي. حقوقي او د اساسي قانون له مخې ځینې ستونزې شته او دوی اراده لري، چې د بندیانو پېنځه زره شمېر بشپړ کړي، چې دوی یې تر پوښتنې لاندې راوستی. کله، چې یو نوملړ وي باید په پام کې ونیول شي. له همدې کبله مونږ موخې ته د رسېدو لپاره انعطاف ته اړتیا لرو. فکر کوم، چې افغان حکومت خپله اراده په واقعیت کې ښودلې او په حقیقت کې دوی غواړي، چې د پېنځه زره بندیانو شمېر پوره کړي او اوس یوازې د زر بندیانو د شمېر په اړه ستونزه پاتې ده او دا اړه باید ورښانه شي؛ دا مشروع اندېښنې دي او باید بې پاملرنې پاتې نشي.

آباسین:  ورته وخت کې کله، چې مونږ د ګواښونو په اړه خبرې کوو؛ نو سولې ته د وردننه کیدو او له جګړې وتل دی؛ تاسو ښه پوهېږئ، چې په دې اړه اجماع ته اړتیا لرو. مونږ د اجماع دوه جلا اړخونه هم وینو؛ خو لومړی به زه د افغان سولې په تړاو د افغانانو ترمنځ اجماع ته ورشم. تاسې دغه اجماع تراوسه څنګه ارزوئ؟ مونږ د ولسمشر غني او داکتر عبدالله ترمنځ د ګڼو ناندریو او ستونزو شاهدان وو او داسې ښکاري، چې دوی دواړه اوس هم د افغان سولې بهیر په اړه دوه جلا لیدلوري لري. لکه د سولې خبرې، د بندیانو آزادي او خپلمنځي خبرې. اوس څنګه کولی شو دغې اجماع ته ورسیږو او تاسې هغه څنګه ګورئ؟

پونتیکوروو: مونږ پدې اړه اندېښنه لرو او هیله لرو، چې دوی سره متحد شي او د مذاکراتو د مېز پر سر د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي. له همدې کبله باید ډلې سره یو شي او د یووالي لپاره د مشرۍ تر کچې یووالي ته اړتیا لرو. زه فکر کوم، چې وروستۍ سیاسي هوکړې ډېر پرمختګ رامنځته کړی. له هغه مهاله، چې دغه هوکړه لاسلیک شوې د عملي کېدو په حال کې ده او خپل وروستی عملي پړاو تېروي. مونږ پوهیږو، چې ګڼشمېر بندیان خوشې شوي؛ خو له افغان حکومت غواړو، چې د افغانستان د خلکو هغو هلو ځلو ته مثبت ځواب ووايي، چې په هراړخیزه توګه یې موخه سوله ده او سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا د خپلمنځي خبرو پیل دی. زه فکر کوم دې موخې ته رسېدونکي یو.

آباسین: د افغانانو ترمنځ د اجماع ترڅنګ مونږ نړیوالې او سیمه ییزې اجماع ته هم اړتیا لرو. مونږ د ګڼو تضادونو شاهدان وو او نوې مسایل پدې برخه کې راولاړ شول؛ په ځانګړي توګه د واشنګټن او روسیې ترمنځ ناندریزې حرګندونې. هغه څه، چې مونږ غواړو پرې پوه شو په اړه یې ستاسې نظر غواړو. تاسې تراوسه نړیواله او سیمه ییزه اجماع څنګه ګورئ؟

پونتیکوروو: فکر کوم د افغان سولې په تړاو په سیمه او نړۍ کې په پراخه توګه اجماع رامنځته شوې او دا هغه موخه ده، چې ټول یې ملاتړ کوي. زه د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر د هغه نوښت هرکلی کوم، چې سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو ته یې چوکاټ جوړ کړ. پدې برخه کې د افغانانو ترمنځ د سولې هوکړې په موخه د خپلمنځي خبرو لپاره د رامنځته شوې اجماع ملاتړ کوو او دغې موخې ته باید هر څومره ژر، چې کیږي ورسیږو او د حکومت د دریځ ملاتړ وشي. د یو سوله ییز او سوکاله افغانستان رامنځته کېدو لپاره اړینه ده، چې د تېرو نولس کلونو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي. مونږ نشو کولی دغه لاسته راوړنې له لاسه ورکړو؛ ځکه دا یوازنۍ لاسته راوړنې دي، چې افغان ټولنې او افغان وګړیو ترلاسه کړي دي او د افغانستان ثبات ډاډمنوي. مونږ ویاړو، چې د دغو لاسته راوړنو یوه برخه یو. مونږ هغه امنیتي وضعیت رامنځته کړی، چې په کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هرې ورځې له تېرېدو سره ښه کیږي. تېر مهال وښوده، چې د افغانستان جګړه له پوځي لارې د ګټلو نده. مونږ ډاډمن یو، چې افغانان به د سولې په اړه د خپلمنځي خبرو له لارې حل لار ومومي.

آباسین: زه به خپله وروستۍ پوښتنه وړاندې کړم؛ د افغان ټولنې، دولت، چارواکو او بېلابېلو سیاسي اړخونو له حساسیتونو سره، ستاسو د تعامل تجربه تر اوسه څنګه وه؟ له شک پرته، چې دا ستونزمنه ده، چې له هر لوري سره تعامل وکړئ، د شخړو کچه او سیاسي ګوندونه پراخ دي؛ نو تاسې له دولتي چارواکو او نورو سیاسي څېرو سره خپله تجربه څنګه ارزوئ ؟

پونتیکوروو: له کابو یوې میاشتې راپدیخوا، چې دلته راغلی یم شاوخوا ۱۴۰ ناستې مې د حکومت د دواړو لوریو له مشرانو، چې پیل یې له جلالتماب ولسمشر وشو، دغه راز داکتر عبدالله او ټولې سیاسي څېرې، چې پدې هېواد کې دي ورسره مې وکتل. ما له بېلابېلو ډلو، ګوندونو، ښځو، ځوانانو او د رسنیو له استازیو سره کتنې وکړې او دې پایلې ته ورسېدم، چې دا یوه پېچلې ټولنه ده. دا هغه ټولنه ده، چې غوښتنه یې سوله، ثبات او د تېرو نولس کلونو لاسته راوړنو خوندي ساتل دي. له همدې کبله زه فکر کوم، چې ټول افغانان موخې ته د رسیدو لپاره ځانونه رسوي او دوی په بشپړه توګه چمتو دی، چې خپلمنځي خبرې پيل کړي. مونږ هیله من یو، چې دغه یووالی به رامنځته شي او رامنځته کیږي به؛ ځکه، چې یووالی د خبرو لپاره اړین دی.

آباسین: ښاغلی سفیر ستيفانو پونټیکوروو له دغې ځانګړې مرکې یوه نړۍ مننه!

پونتیکوروو: ډېره مننه ښاغلیه! زه په رښتیا نه یوازې هیله من یم، بلکې ډاډه هم یم، چې هر څه به یوې پایلې ته ورسیږي. افغانان به توپیرونه یوې خواته پرېږدي او لومړی به د افغانانو لپاره بیا د سیمې لپاره د یو با ثباته او سوکاله افغانستان د رامنځته کېدو په برخه کې بریالي شي. مننه!

آباسین: راځئ، چې د غوره پایلو لپاره هیله من پاتې شو او روښانه ده، چې پدې برخه کې به د ناتو او بل هر هغه لوري ملاتړ ته اړتیا ولرو، چې پدې بهیر کې ښکېل دي. یو ځل بیا ستاسو له وخت راکولو او هغو څرګندونو مننه کوم، چې د افغانستان له خلکو سره مو شریک کړل. په راتلونکیو ماموریتونو کې مو بریالیتوب غواړو.

پونتیکوروو: ډېره زیاته مننه! د وروستیو څرګندونو په توګه مونږ ژمن یو، چې د تل لپاره دلته نه پاتې کیږو؛ خو مونږ به د همکارۍ په موخه تر هغې، چې اړتیا وي شتون ولرو او د دې پرېکړه به هک افغان حکومت کوي. مننه!

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري له مړنې خبر ورکړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۲۴, ۱۳۹۹)

پنتاګون په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دغه سرتېری د روان کال د جولای پر۱۲ په کندهار ولایت کې له یوې ناپوځي پېښې مړ شوی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې مړ شوی ۲۴ کلن سرتېری جوسیف ترنت آلباګ د امریکا د کالیفورنیا اوسیدونکی دی.

د امریکا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې له لومړیو راپدیخوا یو بل امریکایي سراتېری وینسنت سباستین ایبریا نومی  په کندهار ولایت کې له یوې ترافیکي پېښې مړ شوی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

تر هغه وخته، چې اړتیا وي مونږ له افغان ځواکونو سره مرسته کوو- ناتو

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې په دې هېواد کې زمونږ د سرتېرو د پاتې کیدو او یا هم د وتو پرېکړه به افغان حکومت کوي.

د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ د طالبانو لخوا مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي اندېښمن کړی او په وینا یې، چې دوی ته دغه حالت د منلو ندی.

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی که څه هم د یو شمېر طالب زندانیانو د نه خوشې کولو په برخه کې د افغان دولت دریځ او اندېښنې مشروع ګڼي؛ خو وايي، چې دواړه خواوې باید سولې ته د رسیدو لپاره نرمښت وښيي.

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی ستیفانو پونتیکورو وایي: د زندانیانو د خوشې کولو بهیر سست روان دی؛ هیله ده، چې دغه بهیر یو څه چټک شي. افغان دولت د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کولو په هکله اندېښنه لري او دا یوه واقعي اندېښنه ده.  مونږ له دواړو لوریو په ځانګړې توګه له طالبانو غواړو، چې نرمښت وښيي.

د ناتو ملکي استازی وايي، چې په افغانستان کې د ننه د رهبرانو ترمنځ د سولې په اړه اجماع ډېره مهمه ده. د هغه په وینا د سیمې او نړۍ هېوادونه په دې اړه اجماع ته رسیدلي دي.

دی زیاتوي، چې مونږ د تل لپاره دلته نه پاتې کیږو؛ مونږ د اړتیا تر وخته همکارۍ ته چمتو یو. زمونږ حضور به اړتیاوو ته په کتو وي او په ټوله کې به افغان دولت په دې برخه کې پرېکړه کوي.

د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په مرکه کې له طالبانو وغوښتل، چې سولې ته ژمن پاتې شي او باور رامنځته کړي.

Continue Reading

Trending