Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو په خوست کې د ائتلافي ځواکونو پر اډه توغندیز بریدونه کړي

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وری ۱۱, ۱۴۰۰)

د خوست ولایتي ځواکونو د رسنيو دفتر ویلي؛ طالبانو د سې شنبې پر ورځ د دې ولایت د ګډو ائتلافي ځواکونو پر اډه توغندي توغولي؛ خو توغول شوي توغندي د استوګنې پر کورونو لګېدلي دي.

د خوست ولایتي ځواکونو ویلي، چې طالبانو د دوی اډه پر توغندیو ویشتې، چې په کې بهرني ځواکونه هم پراته دي.

سرچینې دا هم په ډاګه کړې؛ دغه توغندیز برید د دوحې له ژمنې ښکاره سرغړونه ده او ښیي، چې طالبان سولې ته ژمن ندي.

د دوحې تړون، چې د تېرکال په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی؛ ټینګار کوي، چې طالبان په هېواد کې پر میشتو بهرنیو ځواکونو له هیڅ برید څخه هم ډډه نکوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد منلې، چې تېره ورځ یې د خوست ښار په پخواني هوایي ډګر کې د میشتو ضربتي ځواکونو پر اډه توغندیز بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې توغندي پر اړوند اډې لګېدلي؛ درانده ځاني او مالي زیانونه وراوښتي دي.

د یادونې ده، چې د طالبانو د دغه برید په اړه ائتلافي ځواکونو تر دې دمه څه ندي ویلي.

تازه خبرونه

ای آی بي له ملګرو ملتونو څخه د نغدي مرستې شپږم لېږد ترلاسه کړ

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان بانک په ډاګه کړې؛ کابل ته د یکشنبې پر ورځ د سلواغې ۳ د بشري مرستو په لړ کې ۳۲ میلیون ډالر راورسېدل.

د افغانستان بانک دغه نغدي بشردوستانه مرسته له کابل هوايي ډګره د افغانستان نړیوال بانک (ای آی بي) ته ولېږدوله.

تېره میاشت ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د روان کال د مارچ تر پایه به افغانستان ته د بشري مرستو په توګه په اوونۍ کې ۲۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته ورکوي، چې بانکي سیسټم د نغدو پیسو له کمېدو وژغوري.

د افغانستان بانک څلور ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو لخوا یې د ۳۲ میلیونو ډالرو نغدو پیسو پېنځمه ټولګه هم ترلاسه کړې ده.

د افغانستان بانک ویلي؛ د نړۍ له هرې هغې بشري کړنې ستاینه کوي، چې د پیسو د رالیږلو او د ټولنې بېوزلو خلکو ته د مرستې لامل کیږي؛ مونږ به په کې له خپلې وسې سره سمه اغېزمنې هڅې تر سره کړو.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا لس میلیارډ ډالر بهرنۍ زېرمه کنګل کړې او د افغانستان بانک یې ترې بې برخې کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت استازیو د ناروې له چارواکو سره خبرې وکړې

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۰)

د دوشنبې پر ورځ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي متقي پر مشرۍ د پلاوي غړیو د ناروې له چارواکو سره د خبرو پر لومړۍ ورځ یکشنبه وکتل او د هېواد د روانو حالاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغان لنډمهالي حکومت د چارسمبالي او یو شمېر شخصیتونو ترمنځ یوه ورځنۍ ګډه ناسته ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې په بهیر کې ګډونوالو په پوره زغم د یو او بل اندونه او نظرونه واورېدل او د افغانستان پر اوسني وضعیت یې څرګندونې وړاندې کړې.

دوی ټینګار وکړ، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او څرګندوي، چې ټول افغانان باید د هېواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي غوړېدا او هوساینې لپاره ګډې هڅې وکړي.

دغه راز په ډاګه شوې: د غونډې ګډونوالو ومنله، چې همغږي او ګډې هڅې د افغانستان د ټولو ستونزو یوازنۍ حللار ده.

د اسلامي امارت استازیو دا هم ویلي، چې ټولو ګډونوالو دا ډول غونډې د هېواد په ګټه وبللې.

د افغانستان اسلامي امارت استازي شفیع الله اعظم د خبرو د لومړۍ ورځې په پای کې اسوشیټیډ پرس ته څرګنده کړې، چې له لویدیځو چارواکو سره لیدنه د افغان حکومت د مشروعیت لپاره یو ګام و او دا ډول بلنه او اړیکه به مرسته وکړي، چې اروپایی ټولنه، امریکا یا یو شمېر نور اړوند هېوادونه د افغان دولت ناسم انځور له منځه یوسی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په ډاګه کړې وه، چې افغان استازي د جنورۍ له ۲۳ تر ۲۵ نېټې اوسلو ته بلل شوي، چې د ناروې له چارواکو، نړیوالې ټولنې او نورو افغانانو سره وګوري؛ خو دا غونډې د اسلامي امارت مشروعیت یا رسمیت پېژندنه نه ښيي، بلکې باید له دغو چارواکو سره خبرې وشي، چې د ناوړه بشري ناورین مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت پلاوی به نن د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د امریکایي استازیو په ګډون د اروپایي ټولنې، بریټانیا،فرانسې، جرمني ایټالیا او ناروې له استازیو سره هم د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان بیا هم افغانستان ته له نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۰)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شنبې پر ورځ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.

عمران خان ټویټ کړی، چې نړلواله ټولنه د ملګرو ملتونو د مسوولیت او ساتنې د اصولو له مخې مکلفه ده، چې د اوږدې جګړې په پایله کې له ستر بشري ناورین څخه د خلکو د ژغورنې لپاره مرسته وکړي.

نوموړی څرګندوي، چې اوسمهال په میلیونونو افغانان د لوږې له خطر سره مخ دي او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده، چې بشري مرستې ورته برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو ادارو هم خبرداری ورکړی، چې که مرستې ور نکړ شي؛ له ۲۳ میلیون ډېر خلک د لوږې له خطر سره مخ کیږي.

د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو ادارو د ۲۰۲۲ زېږدیز کال لپاره د ۴ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه وکړه، چې دا د هېوادونو لپاه ترټولو لویه نړیواله غوښتنه ده، چې امریکا ورته د بشري ټولنو له لارې د  ۳۰۸ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!