بی بی سی پښتو
شمالي وزیرستان کې څلور ښځې په ډزو وژل شوې دي

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې دوشنبه سهار د یوې غیر دولتي موسسې څلور ښځینه کارمنې د وسلوالو په ډزو وژل شوې دي. د دې ښځو نومونه ناهید، ارشاد، جویریه، عایشه او مریم ښودل شوي دي.
دې څلور واړه ښځو سیمه کې “د مېرمنو ځواکمنولو” په نامه یوه پروژه کې کار کاوه او ټاکل شوې وه چې دا خپرونه یې دوه ورځې وروسته ختمه شي.
تر دې دمه کومې ډلې د برید مسئولیت نه دی منلی، خو سیمه کې له څه مودې راهیسې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.
د پولیسو په رپوټ کې د دې موسسې نوم “سباوون” ښودل شوی دی، خو یادې موسسې په یوه اعلامیه کې ویلي چې وژل شوې ښځې د دوی کارمنې نه وې.
پولیسو ویلي، د دوشنبې بر سهار د دې موسسې پنځه ښځینه کار کوونکې له بنو ښاره د شمالي وزیرستان میرعلي سیمې ته روانې وې.
دپولیسو رپوټ کې راغلي، کله چې دا ښځې خپل دفتر ته ورسېدې نو مریم له موټره ښکته شوه، خو څلور نورې ښځې لا هم موټر کې وې.
هماغه شېبه نامالومو وسلوالو یې پر موټر ډزې وکړې او څلور واړه یې ځای په ځای ووژلې. په برید کې د دوی موټروان عبدالخالق هم ټپي شوی دی او دا مهال په ځایي روغتون کې بستر دی.
د دې ښځو په اړه ویل کېږي چې ټولې د بېوزله کورنیو وې او په ورځنۍ مزدورۍ یې یوې موسسې سره کار کاوه. دوی په سیمه کې ځایي ښځو او نجونو ته د خیاطۍ، لاسي صنایعو او سینګار برخه کې روزنه ورکوله.
وزیرستان کې خرابېدونکی امنیتي وضعیت

پښتون ژغورنې غورخنګ یوه مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان غړي محسن دوړ د دې پېښې په غبرګون کې پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، د پاکستاني پوځ عملیاتو په سیمه کې ترهګر نه دي ختم کړي او دې ترهګرو نن د غیر دولتي موسسې څلور کارکوونکې ووژلې.
ښاغلي دوړ لیکلي، دوی اوس دغه ترهګر او سمبالوونکي یې پېژني او ژر به یې له تکتیکونو پرده پورته کړي.
https://twitter.com/mjdawar/status/1363864222057205765
په شمالي او سویلي وزیرستان کې له تېرې څه مودې راهیسې امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی او هدفي وژنې او پر امنیتي کسانو بریدونه یو ځل بیا پیل شوي.
د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار د دې ښځو د وژنې په غبرګون کې ویلي، وزیرستان له ترهګرو پاک کړل شوی دی، خو د وضعیت نورمالېدو کې به وخت لګي.
نوموړی وایي، دا یوه جنایي قضیه ده او هرې پېښې ته باید د ترهګرۍ په سترګه ونه کتل شي.
د هغه په وینا، د پولیسو روزنه روانه ده او کله چې نوي افسران د پخوانیو قبایلي سیمو په پولیس تاڼو کې ځای پر ځای شي نو وضعیت به ښي شي.
یاده دې وي چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي وو چې څلور کاله یې دوام وکړ.
په ۲۰۱۸ کال کې دا عملیات پای ته ورسېدل او له سیمې سلګونه زره بېځایه شويو کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې بېرته خپلو کورونو ته ور ستانه شي.
په ۲۰۱۹کال کې پخوانۍ قبایلي اېجنسۍ د خیبر پښتونخوا صوبې برخه شوې. خو دې سیمو کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او غیر دولتي موسسې هلته په ډاډه زړه فعالیت نه کوي.
بی بی سی پښتو
کېم کارداشیان د میلیاردرانو په نوملړ کې راغله


مشهوره تلوېزیوني ستورې کېم کارداشیان وېسټ یو میلیارد ډالرو ته د خپلې شتمنۍ په رسولو سره د شتمنو له کلب سره یوځای شوه.
‘فوربز’ مجلې ویلي مېرمن کارداشیان سوچه شتمي د تلویزیوني عوایدو، سوداګریزو اعلانونو او سینګار توکو، جامو یا کالیو له خرڅلاو څخه تر لاسه کړې.
کارداشیان اوس د هغو ۲۷۵۵ کسانو له ډلې ده چې د فوربز د میلیاردرانو په لړلیک کې راغلي.
د امازون شرکت مشر جف بېزوس د ۱۷۷ میلیارد ډالرو په درلودلو سره د نوملړ په سر کې ځای لري.
د بامبل اپلیکېشن بنسټګر ویتني هرډ (۱٫۳ میلیارد ډالر) فلم جوړوونکی ویتني وولف (یو میلیارد ډالر) او د شیلډن اډلسن کونډه میریاماډلسن د قمار صنعت ( ۳۸٫۲ میلیارد ډالر) په درلودو سره هغه امریکایان دي چې په تېر یوه کال کې دغه نوملړ کې راغلي دي.
- کیم کارداشیان ‘د طلاق غوښتنه کړې’
- کیم کارداشیان ولې له فېسبوک او انسټاګرام سره پرېکون وکړ؟
- د کیم کارداشیان خور له ټویټ وروسته؛ سنپ چټ ۱٫۳ میلیارد ډالر زیان وکړ
د کېم کارداشیان مېړه کانیه وېسټ چې اوس له یو بل سره ژوند نه کوي. له دې وړاندې د ۱٫۸ میلیارد ډالرو په درلودو سره په دغه نوملړ کې راغلی و، خو د کېم کارداشیان خور کایلي جنر په تېره میاشت کې له دغه نوملړه لرې شوه، ځکه فوربز مجلې ادعا کړې وه کورنۍ یې د هغې د شتمنۍ ارزښت له اندازې زیات ښودلی.
کېم څنګه دغې بریا ته ورسېده؟
د فوربز د راپور له مخې، د ۴۰ کلنې کېم ۷۸۰ میلیون ډالرو شتمي په تېره اکټوبر میاشت کې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده چې ډېر عواید یې هم د سینګار توکو شرکت (کي کي ډبلیو بیوټي) او د کالیو شرکت ( سکمیز) ترلاسه کړي دي.
کي کي بیوټي په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شو او اسکمیز دوه کاله وړاندې کار پیل کړ.
کېم کارداشیان تېر کال د سینګار توکو (کي کي ډبلیو بیوټی) شل سلنه برخه په ۲۰۰ میلیون ډالرو په کوتي شرکت خرڅه کړه. د هغې نوی کار د سکمیز شرکت له خوا د کالیو جوړول دي چې د کور څخه د کار کولو لپاره راحته او مناسب بلل شوي او تر ډېره په غه کار کې بریالی هم وه.
د کورونا وېروس وبا پر مهال کېم کارداشیان په ټولنیزو رسنیو کې فعاله ونډه درلوده چې په انسټاګرام کې ( ۲۱۳ میلیون او تویټر کې ۶۹ میلیون) کسانو څارلې او له همدې لارې یې د خپل شرکت کالیو ته هم بازار موندنه کړې.
کارداشیان ۲۰۱۷ کال کې د یو سریال د ستورې په توګه چې د دې د کورنۍ ریښتینی ژوند پکې انځور شوی و کار وکړ او له همغه وخته یې خپل محبوبیت ساتلی دی.
د راپورونو پر بنسټ، په تېره فبرورۍ میاشت کې مېرمن کارداشیان له خپل مېړه د طلاق غوښتنه وکړه، هغوی ۷ کاله له یو بل سره ژوند کړی او څلور ماشومان لري.
بی بی سی پښتو
د ښکلا سیالۍ کې اخ و ډب؛ د ګټونکې ښځې سر مات شو


په سري لنکا کې د ښکلا تر ټولو ستره سیالۍ کې پر دریځ یا سټېج د اخ و ډب له رامنځته کېدو وروسته د سیالۍ ګټونکې مېرمن سر ټپی شوی دی.
د یکشنبې پر ورځ د سري لنکا ښکلا ملکې سیالۍ کې پشپیکا ډي سلوا ګټونکې اعلان شوه او دغه سیالۍ د هېواد پر ملي ټلویزیون هم خپرېده.
خو له اعلان څو شېبې تېرې وې، چې د ۲۰۱۹ کال ورته سیالیو ګټونکې مېرمنې د اغلې ډي سلوا له سره تاج واخیست او ادعا یې وکړه، چې نوموړې طلاقه شوې، ځکه باید ګټونکې و نه بلل شي.
د مراسمو منتظیمینو وروسته اعلان وکړ، چې اغلې ډي سلوا نه ده طلاقه شوې او تاج یې بېرته هغې ته سپاري.
دغه سیالۍ د یکشنبې پر شپه د پلازمېنې کولمبو یو تیاتر ننداره کې تر سره شوې، چې منصفه پلاوي اغلې ډي سلوا پکې ګټونکې اعلان کړه.
خو د ۲۰۱۹ کال دغسې سیالیو ګټونکې کارولین جیوري د اغلې ډي سلوا له سره تاج واخیست او له منتظمینو یې د یوه خبره تکرار کړه، چې په سیالیو کې ګډون کوونکې مېرمنې باید طلاق شوې نه وي. اغلې جیوري نندارې ته ناستو خلکو ته وویل:
یو اصول دا دی چې په سیالۍ کې د واده شویو او بیا طلاق شویو ښځو مخه نیسي، ځکه نو زه دا اقدام کوم، چې دا تاج باید د دویم ځای ګټونکې پر سر کېښودل شي.

په یوه ویډیو کې لیدل کېږي، چې اغلې جیوري تاج له اغلې ډي سلوا اخلي، د دویم ځای ګټونکې مېرمن پر سر یې ږدي او اغلې ډي سلوا له اوښکو ډکې سترګې له دریځه کوزیږي.
منتظمینو له اغلې ډي سلوا بښنه غوښتې چې وايي، له مېړه بېله شوې، خو طلاق یې نه دی اخیستی. وروسته نوموړې پر فېسبوکپاڼه ولیکل، روغتون ته د سر ټپونو درملنې لپاره تللې وه.
نوموړې زیاتوي، رښتینې ملکه هغه ښځه نه ده، چې د بلې ښځې تاج اخلي. د سري لنکا مېرمن نړۍ ملي سیالۍ مشر چاندي مل جیاسینګ بي بي سي ته وویل، د سې شنبې پر ورځ به اغلې ډي سلوا ته تاج بېرته ورکړل شي. نوموړی وايي:
دا زموږ لپاره یو شرم دی، د نه منلو خبره ده. د مېرمن سري لنکا نړۍ ښکلا سیالي په هېواد کې یوه مهمه سیالي بلل کېږي. په مراسمو کې د لومړي وزیر مېرمنې هم ګډون کړی و.
بی بی سی پښتو
د دوبۍ پولیسو هغه ډله نیولې چې د هوټل برنډه کې یې لوڅ عکسونه اخیستي


په دوبۍ کې یوه ډله کسان په دې تور نیول شوي چې د یوې لوړې ودانۍ پر برنډې یې لوڅ عکسونه اخیستي. پر دوی په عام محضر کې د عیاشۍ تور لګېدلی دی.
په یوې ویډیو کې چې پر انټرنټ خپره شوې ښکاري چې اته بربنډې ښځې پر برنډې عکسونه اخلي.
دوبۍ کې د روسیې قونسلګري وايي په نیول شویو کې اته یې روسۍ دي او “جدي” تورونه پرې لګېدلي.
په دوبۍ کې په عام محضر کې د عیاشۍ سزا شپږ میاشتې بند او ۵۰۰۰ درهمه نقدي جریمه ده چې څه کم ۱۰۰۰ امریکايي ډالره کېږي.
د متحده عربي اماراتو ډېری قوانین شرعي دي او په تېر کې خلک د ځان لوڅولو او همجنسخوښۍ پورې تړلو اړیکو په تور نیول شوي.
د دوبۍ مرینا سیمه کې د کابو لسو ښځو عکسونه خپاره شوي. خو روسۍ رسنۍ وايي چې ۴۰ کسان په دې عکس اخیستلو کې ښکېل ول.
د روسیې قونسلګرۍ ویلي، تورن کسان د مرستې غوښتلو لپاره ورغلي وو، خو ډېره ګرانه ده چې قونسلګرۍ دې څه وکړای شي.
روسۍ نیا ناووستي رسنۍ وايي، د عکاسۍ پر تنظیموونکي ښايي یو نیم کال قید وخېږي.
د دوبۍ پولیسو خبرداری ورکړی چې هر هغه څوک چې پورن مواد او یا داسې څه خپاره کړي چې د عامه خلکو پر اخلاقو ناوړه اغېز وکړي بندي او جریمه کېږي.
د پولیسو په یوه بیان کې راغلی “دا ډول د نه منلو وړ چلن د امارتي ټولنې د ارزښتونو او اخلاقو ښکارندويي نه کوي.”
هر هغه څوک چې په اماراتو کې ژوند او سیاحت کوي د دې قانون تابع دی، د سیلانیانو له پاره هېڅ استثنا نشته.
په ۲۰۱۷ کال کې یوه بریتانیوۍ ښځه یو کال بندۍ شوه ځکه له داسې چا سره يې په خپله خوښه سکس کړی و چې پرې واده نه وه.
خبره وروسته له هغه رسوا شوه چې ښځې چارواکو ته شکایت وکړ چې دا کس له ګواښونو ډک پیغامونه وراستوي.
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د ولسمشر غني واک و ځواک مخ پر کمزوري کېدو دی – نیویارک ټایمز
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د استانبول ناستې ته به ۷ سیاسي ګوندونه د سولې ګډه طرحه وړاندې کړي
-
نړۍ 2 ورځې مخکې
مونږ له اسرائیلو څخه د نطنز د چاودنې غچ اخلو- ایران
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې د مشرانو جرګې د ارالانشاء د مرستیال موټر چلوونکی وژل شوی
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
خلیلزاد له سرمشریزې مخکې خپل ګټور سفر پای ته ورساوه
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
خلیلزاد د استانبول د ناستې په درشل کې د خبرو لپاره کابل ته راغلی
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
د امریکا بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان او اوکراین د خبرو لپاره بروکسل ته ځي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
پارلمان په کابل هوایي ډګر کې د چاودیدونکیو توکو د موندلو څېړنه کوي